کور / سياسي / د منځني ختيځ وروستيو پېښو ته کتنه

د منځني ختيځ وروستيو پېښو ته کتنه

له دغه لیکنی زما مطلب د یو دکتاتور او مستبد د لیبیا د پخوانی رهبر ډګروال معمر القذافی پلوی نه ده، بلکی زه غواړم چی د لویدیځی نړی او د عربی ټولنی دوه مخی او پلیت سیاست باندی رڼا واچوم ، دوی په ریښتیا د لیبیاد ولس غمخوار نه دی ، او نه په ریښیا د د ولسونو خواخوږی دی ، اوروپا امریکا او عربی ټولنه  پخوا چرته وه چی قذافی ۴۲ کاله مبارک ۳۳ کاله زین العابدین ۲۴ کاله علی عبد لله صالح ۳۳ کاله، د سوری ریژم چی د ۵۰ کالو نه زیات عمر د سوریانو په سر په زور حکم کوی .


 همداراز د عربی هیوادونو اکثره ریژیمونه داسی دکتاتوری  ریژيمونه دی ، خو بیا هم اوروپا امریکا او د تش په نامه دموکراسی پلو نظامونو ورسره ښی اړیکی وی او لرل ، نه یواځي په عربی هیوادونو کی بلکی په نړی کی  دکتاتوران امریکا د ځان د ګټو لباره کارولی ، د باکستان پخونی دکتاتوران  ضیا و الحق د امریکا نژدی ملګری وو ، جنرال مشرف  نو خبره دا نه ده چی دکتاتوران په ولسونو  ظلمونه کوی او امریکا د رحمت پریښته ده  ،   چی کله  په تونس کی د ریژیم په وړاندی ولس را پورته شو نو څه باندی یو میاشت  د تونس پخوانی ریژیم د زین العابدین په مشری سوله یز او غیر مسلح ولس په وړاندی خپل ټول توان وکارو او په ولسی وګړو یی ټولی نخری وکړی خوبیا هم له کوره دننه دی ته اړ شو چی واک پریږدی .


همداشان د مصرپخوانی ولسمشر مبارک او ریژیم یی له ټول زور زیاتی کار واخیست خو بیا هم اړ شو او واک یی پریخود او اوسمهال سره د ځامنو او نورو لوړ پوړو مسؤلینو محکمه کیږی ، د دغو دواړو ریژمونو دظلمنو په کولو چی د لاریون کونکو او محتجینو په وړاندی یی کول امریکا او اوروپای ټولنه دومره جدی نه وه ، او له یو یی هم د واک د پریښودو غوښتنه نه وه کړی  بلکی په ډیره خوږه ژبه یی ویل ورته چی د اصلاحاتو لړی ګړندی کړی ، او د پردی شاته یی هغو ته ویل چی ښپی ټینګی لګوی مونږ در سره یو ، نو دا ولی؟ ځکه چی مبارک د امریکا په سیمه کی ځانګړی سړی وو ، او د اسرایلو لپاره ډیر وفادار وو ، د هغه په تګ  که امریکا بیا هم د مصر ملګرتوب  تر ډیره د لاسه نه دی ورکړی خو  لږ تر لږه اسرایلو او امریکا یو ښه وفادار ملګری مبارک د لاسه ورکړ ، او مصر تر ډیره هغه مصر نه دی ،بلکی اوس په مصر کی ډیر اندونه ډیر نظرونه شته ولس تر ډیره اغیز لری په سیاست باندی ، چی نښی یی په قاهره کی د اسرایلو په سفارت باندی د ځوانانو خونړی بریدونه دی ، چی د اسرایلو بیرغ یی له سفارته نه را کوز کړ او د سفارت ډیر اسناد یی وسوزول.


همداراز د تونس پخوانی ولسمشر زین العابدین د امریکا او د فرانسی سره ډیر ژور اړیکی لرل همدا سبب وو چی هیڅ ستوغ بیان د لودیځی نړی له لوری دهغه په ضد را څرګند نه شو ،دغه دواړه د مصر او تونس مشران د ولس په مټ او میړانه او عزم باندی له تحته را کوځ شول ، که نه دواړو داسی پولسی نظام درلود چی په نړی کی یی ساری ډیر کم لیدل کیږی ،تونس ایله څو زره پوځ لری ، خو بیا څو لکه پولیس لری او نور ګن امنیتی اورګانونه لری ، همداشان د مبارک په دور کی د مصر د پوځ شمیر تر څلورو لکو پوځیانو را ټیټ شو ، او د پولیسو شمیر تر لسولکو زیات شو ، دا ځکه چی دوی  د واک ساتنه لپاره پولیسو ته اړتیا لرله ، په عربی نړی کی ټول دکتاتوران د لویدیځو هیوادونو دستان ول او هغوی دا دکتاتوران ساتل ، تاسی نه ګوری چی په سوریا کی د اوو میاشتو راهیسی د بشار الاسد ریژم د ملکی وګړو په وژنه بوخت دی ، او تر دی دمه یی د ۳۵۰۰ نه زیات بی ګناه ملکی وګړی په ډزو ویشتلی ، چی پکی تر ۲۵۰ نه زیات ماشومان دی  او همداشان ښځی ، د سوری پوځ په کورنونو برید کوی کورنه بمبار وی ، زرګونه تنه تورکی ته کډه شوی ، همداشان لبنان  ته اوردن ته  کډه شوی ، زرګونه کسان په زندانو کی اچول شوی ، د بشری حقونو  ځای اود نړیوال  سازمانونوراپورونه د سوری د نظام دا وحشی چلند نړی ته ور په ګوته کوی ، خو بیا هم نړیواله ټولنه ، امریکا  اوروپا کوم ګام نه اخلی ، بلکی بار بار وایی چی د سوری په وړاندی عسکری ګام نه اخلو ، او له بشار الاسد نه غواړی چی اصلاحات را منځ ته کړی او د مخالفینو سره خبری وکړی ، حال دا چی ریښتینی مخالفین یا وژل شوی ا  یا په زندان کی دی او یا په کډه شوی دی .


همداشان عربی ټولنه چی د عربی وولسونو استازی توب کوی ( تش په نامه ) دا ټول جرمونه ګوری اوری بیا هم کو ګام نه اخلی ، یواځی د اصلاحاتو د ګړندی کولو غوښتنه کوی ، دا ولی؟ ځکه که په سوری کی نظام بدل شی په اوس حالاتو کی نو دا به اسرایلو ته نوره هم سمیه توده کړی ، او ورادمخه اسرایل د سترو ننګونو سره مخ دی ، امریکا او اوروپا نه غواړی چی په سوری کی داسی نظام راشی چی اسرایلو ته ستر ګواښ شی، همداشان د یمن حال چی د تیرو ۸ میاشتو پکی مظاهری  هرتال  روان دی او حکومت ټول زور د ولس په وړاندی کاروی ، او سلګونه مظاهرچیان د حکومت په وسلو باندی وژل شوی او وژل کیږی ، خو امریکا بیا هم د عبد الله صالح نه د واک د انتقال  غوښتنه کوی ، همداراز د بحرین حال چی ټوله نړی تری سترګی پټوی ، داسی نور


دکتاتوران چی په نړی کی د امریکا او اوروپا له خوا یی ملاتړ کیږی ، خو سوال دا دی چی بیا ولی د ډګروال قذافی په وړاندی داسی تریخ چلند وشو ؟ له دی سره چی په لیبیا کی وسلوال پاڅون وشو ، د حکومت په ْضد د لومړی ورځ نه وسله کارول شوی ده  پوځي او امنیتی آډی چور شوی ، دا ځکه چی معمر القذافی مرحوم د لویدیځي نړی سره څلویښت کاله مخالفت کاوه ،  د فرانسی یو الوتکه د لیبیا دزاړه  ریژیم په اشاره را غورځیدلی وه ، د برطانی سره یی داسی یو شخړه درلوده ، د امریکا یوه الوتکه یی را پرځولی وه ، چی بیا امریکا د لیبیا په پلازمینی باندی برید وکړ او د قذافی ځوی او لمسی یی ووژل ،


قذافی  تر ۲۰۰۳ کال پوری د لویدیځي نړی  سره دښمنی درلوده ،او دا مریکا د امپرالیزم ضد یی کار کاوو ، خو په ۲۰۰۳ کال چی عراق  د امریکا تر ښکیلاک لاندی شو ، او عربانو ورته کتل ، نو د لیبیا پخوانی ولسمشر قذافی له دښمنی لاس واخیست او د خپلو اټومی وسلو زیرمی یی خالی کړل ، او د امریکا  او اوروپا سره یی شخړی هواری کړی او او اړیکی یی مخ په ښه کیدو کړل ،خو معمر القذافی خپل دریځ بیا هم وساته او څوکاله وړاندی یی د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلي کی  د لودیځ په وړاندی سخته ژبه وکاروله ، د ملګرو ملتونو سازمان یی د امریکا او ملګرو په لاس کی اله وبلله ، معمر القذافی نه یواځی د لودیځ سره وران وو بلکی د عربانو سره هم وران وو ، ډیر ځل د عربی مشرانو سره یی خوله هم وهله ، لکه  په عراق د امریکا د یرغل په اړه د عربی ټولنی په سر مشریزی غونډی کی چی یی د سعودی عربستان د پادشاه عبدالله سره چی ونخت او ورته یی ویل چی تاسی امریکایان سمی ته راوستی او اډی مو ورکړی دی ،موږ عربان دومره زور لرو چی اوس امریکایان منی کړو چی پر عراق یرغل ونه کړی ، د قذافی خلیجی ریژمونه ډیر بد راتله ، د ۲۰۰۳ کال راهیسی چی یی د اوروپا سره بیا اړیکی مخ په ښه کیدو شو ، او چی کله اوروبا ته په رسمی سفر لاړ ، په ویه خبری ناسته کی یی یو خبریال ته په ځواب کی وویل : له ما د عربی نړی په هکله پوښتنی مه کوه ، زه یو افریقایی یم او د افریقا په اړه پوښته ، په څو څو ځل یی د عربی ټولنی د غړیتوب لاس اخیستی وو ، خو بیا به ځینی عرب مشرانو ورته وزر زاری وکړی ، قذافی په دی اند وو چی د عربانو ټولنه هسی راجواړه ده ، په غونډو کی یو بل ته لقبونه تبادوله کیږی ، ښه ډوډی ګانی خوړل کیږی  ووووووو، خو دکار یوه خبره هم پکی نه کیږی ، په څه چی خبری کیږی وار د مخه لیکل شوی وی او له لیکل شوی شی پرته په بل څه خبری نه کیږی ، د هغه ساتونکی ښځی هم وی ، ویل کیږی چی چا ورته ویلی ول چی دا ولی ؟ هغه ویل چی په عربانو کی نر نشته نو ځکه ښځی می ساتی .


 همدا او نور ګڼ سببونو چی د قذافی په وړاندی عرب او عجمو لاس یو کړ ، چی کله په مارچ ۲۰۱۱ کی د معمر القذافی په وړاندی مظاهری پیل شوی ، او خلکو ټوپک ته لاس کړ نو سمد لاسه ورسره  فرانسی برتانی امریکا د قذافی په ضد هڅی پیل کړی ، څو اونۍ روسته  عربی ټولنی د لودیځ په ایشاره د لیبیا غړیتوب ګنګل کړو ، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه یی د لیبیا په ضد د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه، چی بیا د امنیت د نړیوالی شورا له خوا پر لیبیا د الوت بندیز پریکړه وشوه او هم د ملکی وګړو د ساتنی لپار د ناټو ځواکونو په لیبییا بمباری پیل کړه ، چی په دغو بمباریو کی ډیری ملکی وګړی  و وژل شو ، ډیری وداني وجاړی شوی ډیره بربادی رامنځه ته شوه ، او په اخیر کی د لیبیا پخوانی ولسمشر ډګروال معمر القذافی او د هغه ځوی په ډیره بد رنګه توګه ووژل شول ،  معمر القذافی ریشتیا هم څه نا څه ظلمونه کړی ول ، مستبد دکتاتور وو ، خو په سیمه کی دی یواځینی دکتاتور واکمن نه وو ، قذافی خو بیا هیواد ته ډیر څه کړی هم دی ، چی تری سترګی نشی پټی دی ، لکه په لیبیا کی هر کور ته وړیا اوبه او بجلی ورکول ، په لیبیا کی له عامو وګړو مالیه نه اخیستل کیده ، په بانکونو کی ربا بنده وه ، تیل ازانه ول، کورونه په کمه بیه ځوانانو ته ورکول کیدل ، له هیواد نه بهر محصلینو ته د لوړی کچی اوسیدو لګښت ور کول کیده ، لیبیایی په بهر کی کار نه کاوه، په لیبیا قرض نشته ، ایټالیا یی دی ته اړ کړه چی د لیبیا د ولس نه د هغه وخت د ظلمنو بخښنه وغواړی چی لیبیا یی ښکیلاک کړی وه ،ان دا چی د ایټالیی لومړی وزیز برلسکونی د قذافی لاسونه مچی کړل نو داسی زرګونه لاسته راوړنی یی درلودی ، چی  د داسی وژنی وړ یی نشم بللی ، په کال کی یی ستر اسلامی کانفرانس جوړه وو ، د ټولی نړی نه پکی اسلامی عالمانو مفکرینو ګډون کاوو، او په نړی کی یی د اسلامی علماوو سره مالی مرسته کوله ، چی پکی ديرو افغانی علماو ته ته میاشتینۍ تنخوا راتلله ، زما په اند باید قذافی له واکه لری سوی وی یا لری کړل شوی وی  ان که په جګړه کی وژل شوی وی ، خو دا کار باید د کور دننه شوی وی ، او له ناټو څخه پکی مرسته نه وی غوښتل شوی ، لکه څنګه چی په تونس او مصر کی وشول ، او په سوری او یمن کی به وشی انشاءالله ، نو د ا به د لیبیا ولس ته ښه وه ، نه دا چی ورته پيغور جوړ شو، لیبیا یی واخیسته او لیلام یی کړه ، زه خو ډار لرم چی لیبیان به په راتلونکی کلونو کی خیر ته کینی ، او په نورو هیوادونو  کی به روزګار لټوی ،هیله خو می دا نه ده خو ، انديښنه می ده ،