کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سرزورې دوه مخي

سرزورې دوه مخي

له څو میاشتو راهیسې د افغان مشرانو تر څنګ په تېره د بهرنيو پوځونو قوماندان پر دې ټکي ځانګړی ټینګار کوي چې وسله وال مخالفان یوازې په دې شرط له دولت سره یوځای کېدای شي چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کیږدي. خو د حېرانتیا او ان خندا وړ خبره دا ده چې ایا په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شتون په رښتیا هم د افغانستان له اساسي قانون سره سمون لري؟ ایا دوی د خپلو دندو او په ځانګړې توګه د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پرمهال په رښتیا هم په افغانستان کې نافذ قانونونه په پام کې نیسي؟ ایا د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز عملیات د افغانستان د وسله وال پوځ د «ستر مشر» تر لارښوونې لاندې ترسره کیږي؟ ايا په هیواد کې روانه لس کلنه جګړه له اساسي قانون سره سم افغان ولسمشر اعلام کړې؟
 که پورتنیو پوښتنو ته ځواب «نه» وي، نو ایا دا کار پخپله د افغانستان له اساسي قانون نه څرګنده سرغړونه او د هیواد د ملي واکمنۍ  تر پښو لاندې کېدنه نه ده؟
 څنګه کېدای شي چې د لانجې یو لوری او هغه هم «متمدن او دیموکرات» لوری دې پخپله د یوه هیواد د مدني او جزا قانون په ګډون ګڼ شمېر قانونونه، دودونه او کولتوري ـ فرهنګي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، خو د همدې هیواد د وګړو له یوې بلې (مخالفې) ډلې دې وغواړي چې: یره وروره! تا موږ هغه وخت منو چې اساسي قانون ته غاړه کېږدې؟
پاتې شوه له طالبانو او «حقاني شبکې» نه د پاکستان د بربنډ ملاتړ او د هغوی د نه ځپنې خبره. افغانانو ته مالومه ده چې د ترهګرۍ د ځپنې ټیکه خو ان لس کاله پخوا لا امریکا په غاړه اخیستې او دا کار په یوازې سر نه، بلکې د څو څلوېښتو هیوادونو د پوځي ټولګیو په ملاتړ ترسره کوي. همدا څو میاشتې مخکې، کله چې امریکایي مشرانو د پاکستان په ایبټ اباد کې د خپل «مشر دښمن» ـ اسامه بن لادن پر خلاف عملیات کول، نو د هغوله پاره یې د یوه خپلواک هیواد ـ پاکستان له چارواکو نه اجازه و نه غوښته.
 اوس چې خبره د «حقاني شبکې» ځپنې ته رارسېدلې، نو د افغانستان نړیوال دوستان ولې د دې عملیاتو له پاره رسمي بلنې ته سترګې په لار دي؟
موږ نه وایو چې هره لانجه دې هرو مرو د «ځپنې» او پوځي زور له لارې هواره شي. د پوځي شخړو د له منځه وړلو له پاره، د ساري په توګه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د نړیوالو بندیزونو یو میکانیزم شته چې تر هر چا مخکې امریکایي او لوېديځو چارواکو ترې په وار وار ګټه اخیستې ده.  امریکایي مشران له ترهګرۍ نه د پاکستان د ملاتړ د غندنې موضوع ولې امنیت شورا ته نه وړاندې کوي او په دې توګه پر پاکستان د نړیوال فشار د زیاتېدو له وسیلې نه کار نه اخلي؟ د دغه دوه مخي چلند تر شا څه شی پټ دی؟…..
دا خبره روښانه ده چې افغانان هسې خوشې د «پردي» کړکېچ ښکار شوي دي. نور هیوادونه لګیا دي د افغانانو د قربانیو په بیه خپلو ګټو ته د رسېدو په لټه کې دي. هغو د خپلو شخړو په بهیر کې د امتیازونو ترلاسه کولو ته ارزانه لار موندلې او هغه د افغانانو سرونه او خاوره ده. په دې کې شک نه شته چې ځینې افغانان هم په دغه سوداګرۍ کې ښې ګټې کوي…… 
امریکا اوبه خړوي چې کبان ونیسي او کبان یې په افغانستان کې د پوځي اډو د اجازې ترلاسه کول دي. خو امریکا د دغه امتیاز د ترلاسه کولو له پاره د افغانانو پاکستاني ضد احساساتو ته اړتیا لري. ځکه نو امریکایي کارپوهان لګیا دي اوس همدا کار پر مخ بیایي. نوموړو اوس د جګړې په دې پړاو کې د افغانانو ملي ولولو ته د لوري ورکولو او د ځان په ګټه د هغو د راڅرخولو تاکتیک ته مخه کړې  او دا ځکه چې د افغانانو د زړونو د ګټلو جګړه یې ان څو کاله مخکې لا بایللې ده.
یوه دې بله ورپسې وي او هغه دا چې:
د لیبیا زړه بوګنوونکو پېښو وښوده چې لویدیځې دیموکراسۍ د «سیاسي انقلاب» او بدلون له پاره پوځي ـ وسله والې لار ته بېرته مشروعیت ورکړ!!!!