پښتون لیکوال اوادیب لائق زاده لائق جرمني ته راورسید

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2011


جرمني:۳نوامبر۲۰۱۱


د پښتو ژبی وتلی او پیاوړی لیکوال ، منلی شاعر ، څیړونکی ،افسانه لیکونکی، ژورنالست او د پيښور راډیو رئیس (ډایرکټر) ښاغلی لائق زاده لائق تیره ونئ اروپا ته د کلتوري او ادبي سفر په موخه جرمنی ته رارسیدلی دی.




ښاغلی لائق زاده لائق د پښتني کولتور خدمت ته ملا تړلی ده او د خپل کلتوراو ژبی د بډایني او دقامې احساس د رابیدارولو لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی، په مجلو، اخبارونو او رسالو کی ئې بی شمیره ارزښناکی لیکنی کړی او د شعر،نظم او نثر (۲۰) شل  پنډ پنډ کتابونه ئی ټولنی ته وړاندی کړی دی .


دی به په اروپا ئی هیوادونو کی دمیشتو پښتنو ادیبانو، سیاستوالو، لیکوالانو، او هیوادوالوسره د پښتو اوپښتنوپه اوسنیو حالاتو او ورپیښو ستونزو لیدنی کتنی ولری.


پدی لړ کی په جرمني کی  د ښاغلي لایق صیب په ویاړ د یوادبي بنډار دجوړیدو تابیا هم شوی ده چی د بنډار وخت ، ځای او نیټه به وروسته په ګوته شی.


په درناوی


pashtoonkhwa@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024