د لوی اختر په مناسبت ستاسي دمبارکۍ پيغامونه
د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو کارکوونکو ، قلمي همکارانو ، په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي مېشتو پښتنو وروڼو او خويندو او د ټولي نړۍ مسلمانانو ته دلوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
د اختر په دې نېکمرغه ورځو کي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوو چي خپل هيواد او هيوادوالو د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کي تر خپله وسه کار او خدمت وکړي ، د ويني تويولو او ورور وژني مخنيوئ ، د ښوونځيو او لويو لارو د ورانولو مخنيوئ او د په ملي او اسلامي روحيه دخپلو اولادونو د تعليم او تربيې لپاره فکر کول او پوهنيزو چارو ته پراختيا ورکول زموږ قام او هيواد له بدبختيو ژغورلائ سي ، راځئ د خپلو اولادونو او هيوادوالو د ښې راتلونکي په موخه هم يو بل ته لاس ورکړو او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړو .
هره ورځ مو اختر او د خوښيو ډکه
په درناوي
عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو په استازيتوب
په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنې د مباره کۍ پيغام
د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او غړي د نيکمرغه لوی اختر په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوي،او پدې حساسو شېبو کې چې زمونږ د ګران هېواد کورني او بهرني دښمنان د خپلو شومو او پليتو اهدافو دپلي کېدو لپاره د هر ډول معاملو او جوړ جاري څخه ډه ډه نکوي او غواړي چې زمونږ لوی ملت په مختلفو برخو او ډلو وه وېشي . له همدې کبله په ټول لر او بر افغان ملت غږ کېږي چې د هېواد او خلکو لوړو ګټو ته په ډېره ځېرتیا ، او جديت سره پاملرنه وکړي او د مغرضو کورنېؤ او بهرنېؤ دښمنانو د هر ډول ورانکاريؤ ، دسيسو او لاسوهنو څخه مخنيوۍ وکړي، تر څو زمونږ د ګران هېواد ځمکنۍ بشپړتېا خوندي او د ورونو قومونو ترمینځ د ورور ګلوۍ د فضا په رامينځته کولو سره زمونږ هېوادوال د نورو په شان د خوښۍ او نېکمرغۍ شپې او ورځې صبا او د سوکالۍ او پرمختګ په بهير کې د نورو ملتونو سره جوګه شي٠
تل د وي افغانستان ژوندۍ د وي افغان ملت
محمد حامد الوتاند
۲۰۱۱ کال د نومبر د مياشتې ۴مه
لویاخترمومبارک شه!
لکه چاړه مې په زړهتېره شوې پرهردې راکړ
دابراهيم خوبه قرباندې شم اختردې راکړ
ښكاره ده چې دانړۍاوځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې دانسانانو مړوته خوله خلاصه نيولې اوتل يېدځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي او له ځانه سره يې وړي دي.
هسې خوهم ددې نړۍرڼااوښكلانوره پيكه شوې چې پس له دې به دژوندون خُمارغځونوته پرې نږدي. اونننىانساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې دبډايه اوظالم په غاړه اولاسونوكې يېدګلونو هارونه اوګېډۍ وركړي اودمظلوم په غاړه اولاسونوكې دداركړۍ اوولچكې. خو پههرصورت ژوند کول غواړي دغم بايدويروکړواوهمداسې دخوښيوپرمهال بايد هغه ارزښت هم لهياده ونه باسوچې له نيکونو، پخواني شته مثبت رواجونه او ياهم سنتونه وي چې په دېارزښت پوهيدل دانساني ټولنې له ستروغوښتنوڅخه ګڼلى اوشمېرلى شو.
دنوربختورو،ورځوترڅنګيوهم دنېکمرغه لوی اختر نېکمره ورځې دې چې په ډېره مينه يې بايددهميشني معمول لهمخې په درنښت سره ولمانځو، خپلودرنومسلمانوورونوته غېږه ورکړو. چې په لويه کې دولساندونه،دټولنې انځورونه، دمينې رازونهاودژوندرمزونه دغه ټول داخترله خوښيواوخوشحاليو څخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي.
لوی اخترمومبارک شه
په ډېردرنښت
انجينيرهمت الله امين زی