کور / شعر / اختره

اختره

 


اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                          د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه



  دا رنګارنګ ګولونه د افغان سره غنچه کړه
                        غاټول،نرګس،ريدي زمونږ د بڼ سره جرګه کړه
د روغې ،جوړې ځېرۍ شه جرګو سره راځه



 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                              د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


  جرګه شه ، ننواتې شه مليار ته په خپلوۍ شه
                    سندره شه بلبل شه هر صياد ته په زارۍ شه
قدم د بختور هم په لېمو سره راځه



 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                            د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


 د ډول،ډول ګولونو معطرو ښه دسته شه
                          دا ځينو وچو کلکو دماغونو ته وږمه شه
نسيم شه د سحر ښکولو وږمو سره راځه


 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                         د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


 د شنه سپرلي په طمع زمونږ هر څه لاس په لاس شول
                      د سره اوړي غوبل کې د ملي هؤيت نه خلاص شول
اوس د تور ژمي ناورين ته د ډيؤو سره راځه


  اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                    د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


ځيانمن ملي وحدت کړ ،د ستم ستمګرانو
                          تالا والا ګلشن مو کړ د دين ټېکه دارانو
 د صلحې او صفا د هرکلو سره راځه


 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                        د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


 دا ماتو زخمي زړونو ته خمار راړوړه او جام راوړه
                             پيام د خوښي،جوش د مستي مونږ ته تل مدام راوړه
ځوانان ،پېغلې همزولي په زيارت د مهترلام راوړه
        ټاټوبې د حامد ته د مېلو سره راځه


اختره که راځې نو ولولو سره راځه
                     د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه


 د ٢٠٠٩کال د فبرورۍ ٢٥مه کليفورنيا