کور / هراړخیز / نانی سبا اختردی

نانی سبا اختردی

 له اختر څخه یوه ورځ مخکي دکوم زندانی ملګري دکورخوا څخه تیریدلم چی ګورم یوه وړوکی ماشومه دکوربه کوڅه کي له نورو ماشومانو سره لوبی کوي، له ورایه څخه یی پرڅیره باندی دپلار دجدایی اثرات مالومیږي، ماشومان دکورونو ومخته په لوبو اخته دی کله یو پربل باندی خاوري پاشی اوکله یو ماشوم دبل کالی کش کړی اوکله هم کوم ماشوم راولاړ شی بل یو پوري وهي چا دخاورو واړه واړه کورونه جوړکړی چا دمهاجرت دوخت فرضی خیمی درولي وي، اونورو بیا دغرواوسنګرو کږي وږي نقشي کش کړی وي ، خو کله چی هم کوم ماشوم د بل ماشوم په چارو کی مداخله وکړي نو ناری کړی بابکه “کاکی’ ته ګوره  زما خونه نړه وی، خو دنانی خونه که هرڅومره واره نورماشومان ونړه وی او وار وار یی ازار کړی،  ناني بیا هم خاموشه وی، خو چی ډیر یی له توانه ووزی نو یی  پروړو او ماصومو شونډانو باندی دبابک نوم راځي خو کله چی غواړي ناره وکړی  او  له بابکه مرسته وغواړي نو  ورته یاد شي چی زه خو بی بابکه یم،  له نورو ماشومانو څخه بیا چیري لري لاړه شي  پرزړه یی بیاهم دبابک بابک چیغي راپورته کیږی خو چی کله یی پروړو وړو شونډانو باندی دیادولو کوښښ کوي   ورته یاد شی چی بابک خو می نشته، کله کله دکوم ماشوم پلار دماشومانو دلوبو پروخت  دزوی په شکایت راوزي، ناني که هرڅومره ماشومانو زورلی وی او که یی هرڅومره ټکولي او تنګه کړی وي، دانه وایی چی زه کوم ماشوم ازاره کړی یم  بلکه ددی کس بچی ته نژدی ورشه اوبیا ورته ووایی هوکی لالیه  ماخو ستا خونه نه ده نړه ولي، نو نانی پرځای ددی چی دنورو ماشومانو په اړه ورته شکایت وکړي ، ویره لري چی داسي نه وی لالی زما خواته اشاره وکړی چی نانی زما خونه نړی وي.
 وخت ډیر ناوخته وو دناني کورته څیرمه مسجد مالومي دي  مسجد ډیر ښکلی ښکاریدی خو داوداسه لپاره  یی کوم ترتیب نه درلودی ، ماچی دماپښین اودس می درلود دمسجد کومه ګوښه کی کیناستم او  دملا په انتظار وم، که ګورم ملاصاحب پر خپل زاړه سایکل باندي دبازار لخوا څخه راښکاره شو، بایسکل یی کوم دیواله ته ودراوو سیده دمسجد په لور روان شو مخکی له دی چی مسجد ته ننوزي په ازان یی پیل وکړ، او له ازانه څخه سمدستي وروسته لمانځه ته ننواتو دلمانځه دوهم رکعت باندي ولاړ وو، چی څنګ ته می یو کس لکړه ځمکه باندی کیښوده  زما غوږ ته یی خوله رانژدی کړه وایی واه رحیمه  ته له کومي خوا، ماچی دسترګو ترکونجانو دنوموړي اوږده او ګډوډه ږيره ولیده او دنوموړی دخبرو کولو انداز می واوریدي راته مالومه شوه، چي واه داخو نوروخان دي، نورو خان اوزه څو کاله مخکي دپېښور ښارکی یوه کورس کی سره شریکان وو، نورو خان ښه خوش طبعه انسان وو همیشه به یی دملګرو په منځ ټوکی ټکالی کولي ملګري په ټول ورباندی راټول وو، خو چي کله به دماښام وخت رانژدی شو خلګ به کورونه ته روان وو، نو هریوه به داکوښښ کاوه چی نوروخان له ځانه سره کورته بوزي، خدای شته چی نوروخان درسونوکی هم ډیر تکړه وو، خو داچی نوروخان ته پلار له پرتوګ څخه مخکی کمیس کړی وو، (له وخته څخه مخکی یی واده  ورته کړی وو، نوروخان و نشو کړای چی خپلو زدکړو ته دوام ورکړي، نو یی ځکه درسونه نیمګړی پاته شوی وو.
لنډه به یی درته  کوم دغه ده دمازیګر لمونځ مو اداکړ خدای حاضر ده زما ډیرتلوار کیدی، ځکه کورکی می هیڅوک نه وو پریښی، خو ملاصاحب چی کله له لمانځه څخه فارغه شو وروسته یی ښه اوږده دعا پیل کړه، کله چی یی خپله دعا ختمه کړه دمسجد له کیڼ لوري څخه یو کس ورباندی ږغ وکړ، ملاګله جاریږم دي یوه بله دعا هم وکړه دلوی اختر بابرکته ورځی دي خدای به یی قبوله کړی، دغه ده ملابله دعا هم وکړه، خو  کله چی له مسجد څخه راوواتو ډیر لږ  وخت د ماښام لمانځه ته پاته وو شا اوخوا  له کورونو څخه دتنورونو دودونه راپورته کیږي ځوانان یو په بل پسي دکورونو په لور روان شوو، تودی تودی ګرمی ډوډی یی بغلونو کی نیولی خولی یی ښوری په مزه مزه د تناره کلکی ډوډی خرپه وی بیرته مسجد په لور دوه دوه راروان دی ، ډیر ناوخته ده دلمر اخیری سلګی دی دغره پرسرباندی یی مخ باندي ژړی لمبی پورته کیږي نور نژدی ده چی دتوري تاریکی په لور وکومی کند ي ته لاهو شي، ما هم دلته له نوروخانه څخه رخصت واخیست له مسجد څخه  دکوڅی په لور را ووتم که ګورم  ماشومان یو یو له کورونو څخه  دکوڅي به لور راوزي دچا  لاس کی سیب وی چاسره اناروي، چا چاکلیټ او بسکټ لاس کی نیولي وی، خو دناني کوچنی ورور ماجین (مجاهد)  له یوی ټکړی ډوډی سره له کوره راووت  ورو ورو دنانی  په لور رانژدی کیږي، څرنګه چی سهار اختر دي  نورماشوما ن دراتلونکي اختر په اړه یوبل ته داختر دتیاریو، جامو او بوټونو په اړه  خبری کوی، ماجین چی کله دګاونډ دماشومانو لخوا څخه داخترنوم اوري پرخپلی خور نانی باندی ږغ کوي (نانی سبا اختردی، نانی چی همیشه یی دبابک نوم پر زړه پروت وي  یودم راپورته کیږي ناره یی ترخوله وزي “نو ولی زمونږ بابک راځي،  دواړه له کوڅی څخه دکور به لور په مونډه ځی مورباندی ږغ کوی موری سبا بابک راځی، موریی وایی نانی بچیه  چاویل، نانی ولی خو اختردی، ابل اخترکی دولی پلار راغلی وو دی اخترکی به زموږ پلار راشي، ناني اوماجین  بیا ناري کی موري اه مورجانی راته ووایه اوکی سبا بابک راځي، مورکي  ژر شه بابک راځی اوکه نه ، مور چی نه یی غوښتو پرمخ را روانو اوښکو باندی یی دناني او ماجین  سترګي ولګیږی، جای نماز یی لاس کی نیولی دلمانځه په بهانه دخوني په لور روانه شوه پروړوکی لور ږغ کوی، هوکی نانی بچیه تاسو دعا کوی خدای به یی راولي،  خدای به یی راولي.
کله چی دناني مور له لمانځه څخه فارغه شوه، نانی او ماجین بیا دواړه دمور په لور ورغلو،  موري، نو موږ ولی دمیلمنو خونه  نه پاکوو، خوبیا به له بابک سره ډیرخلګ راځی، مخکی چی زمونږ بابک کورکی وو څومره ډیر خلګ به زمونږ کره راتلل، عبدالله کاکا، بسم الله کا کا، نعیم ماما او هغه بل کاکا نه وو  سپین کالی چی به یی اغوستي وو، چی مونږته یی ډیري ډیري روپی راکولي هغه کاکا به هم ورسره راشي، موري هغه کاکا چیري دی چی کله زمونږ پلار له کوره تللی دي بیا یوه ورځ هم زمونږ دکورخواته نه دی راغلي ، موری هغه سپین کالی چی به یی اغوستو هغه کاکا هم زمونږ له پلار سره تللی دی،  ماجین نه نانی نه ناني  هغه له بابک سره نه ده تللی ما څو ورځي مخکی ولیدی زمونږ دکورمخکی تیر شو ښه نوی موټر هم ورسره وو، ما ورپسي مونډي کړی  خو زما خواته یی نه کتل اخیر کي زه سړک باندی وغورځیدم چی کله راپورته شوم موټر لري تللی وو بیرته راوګرځیدم ، موریکي   داپلا که هغه کاکا  زما له پلار سره راغی زه به  دتیرو اخترو نه روپی هم ځینی واخلم، ناني وایی خو هغه دسبینو کالو کاکا به بیا بابک ته وایی دوی ما ته سلام نه کوي، ښه ښه ناني   زه به هم بابک ته ووایم چی ته نه ولی  دغه کاکابه زمونږ دکورمخته تیریدي مابه ورپسي مونډي وهلي خو زما خواته  به یی نه کتل
له بلي خوا څخه دنانی ورور ماجین ږغ کوی ، نانی اه نانی هغه دسپینو کالو ماما به ښه خوشحاله وی چی ددوي به دتیرو اخترونو روپی هیري وی ولله که می هیري شی، ده ته خو به یی ښه خوند ورکړی وی، نانی وایی هوکی ماجینه اول اول به خپلي روپی ځیني واخلو.
دغه وخت کی دنانی فکر بیا دیوګړی لپاره کوم  بل لوري باندی ځی بیا چی کله دماجین هغه ناره چی ویل به یی سبا اختردی ورته یاده شی بی اختیاره یی له خولی څخه چیغه  ووزی ماجینه سبا بابک راځي او بیا دغه کلمه له ځانه سره څو ځلی  نغمه کړی واه واه ماجینه سبا به زمونږ بابک راشي، واه واه ماجینه سبا به زمونږ بابک راشي. ګوره چی داخترشپه به پرنانی او ماجین څرنګه تیره شوی وی څو ځلی به یی دشپي دبابک دراتلو چغی ترخوله وتلی وي، او څوځلي به یی خپل بابک دسپینو جامو له کاکاسره یو ځای داخترپه ورځ خوب کی لیدلی وي، اودسپینو کالیو له کا کا څخه به یی څومره روپي اخیستي وي.
خو نانی اوماجین خبرنده دی چی پلار یی چیری زولنو کی دی ترځمکه لاندی کومو ویره وونکو تاریکو او وحشت ناکو دیوالو نو شاته دازادي له دښمانو سره له دی کبله زندانی دی چی هیواد دازادی او خپلواکي لپاره یی ملاتړلي وه، نه یی کومه لاره نیولي وه اونه هم دچاکورته اوښتی وو، نه یی څوک وژلي وو، اونه یی دچابند هڅه کړی وه، یواځي او یواځي دازادی ننګیالی وو، دخپلی خاوری دازادی اوخپلواکی لپاره یی دیرغلګرو په وړاندي مبارزه پيل کړی وه، دماجین پلار خو دازادی دلاري مجاهد وو، زولنی، تاریکي شکنجی او تعذیبونه یی قبول کړه خو دغلامي زنځیرته یی غاړه نه کیښوده، دنانی اوماجین جدایی،مهاجرت مسکنت او فردیسي  یی قبوله کړه خو دیرغلګرو په وړاندی یی سر ټیټ نه کړ، دناني پلار خو دخپلواکي لپاره ملاتړلي وه باید نن خپلواکه وای، دهیواد والو دازادي لپاره راوتلي وو، باید نن ازاد وای، ددي ملت وبچیانو ته یی ازادی سبق ورکاوو نن باید دغه ننګیالی له خپلو بچیانوسره یوځای وای
خو کاشکی چی دناني پلار کوم داسي زندان کی زنداني وای چی ورسره دزندانیانو چلند کیدلي، او ورته دزندانی حقوق ورکول کیدلی، کله کله ناني او ماجین دپلار دیدن کولي، یاخو چا دنانی دپلار احوال کورته راوړلی اویا هم دکورلخوا چا ونوموړی ته دکور احوال ور وړلی،کاشکی دنانی دپلار دبند ځای مالوم وی او یاخو هم نوموړي له ځان څخه ددفاع حق درلودي، او یاخو ددغه ننګیالی دبند موده مالومه وای،  یا دغه قهرمان  له هغه چاسره زندانی وای څوک چی دیوه ازادی غوښتونکي انسان قدر کولای شی او دهغه د درد احساس ورسره وي، کاشکی دنانی پلار له ازادو خلګو سره زنداني وي چی څه ناڅه یی دازادی خوند لیدلای وای او دازادي په قدر پوهیدلی دناني پلار خو نن له داسی چاسره زندانی دي چی هغه خپله هم زندانیان دي، که دهغو لاسونو اوپښي ازادي دي خو زړونه زنداني شوی دي، که دهغوجسدونه ازاد دی خو فکرونه یی زنداني شوی دي، دنانی پلار نن له داسي چاسره بندی چی هغه خپله نن  دیوي برقی الی په شان جوړ شوی دي، مراقبت، ساتنه او حفاظت یی خپله کوی خو دکنټرول او چلولو بټنی یی دنورو په لاسونوکی دی، کاشکی خو دناني پلارلاسونو ته داسي چا زولني ور اچولی وای چی هغو دخپل دوست اودښمن فرق کولای شوای، دومره توپیریی کولای شوای چی دچا په اشاره باندی یی دچا  لاسونو ته زولني وراچولي دي، ولي  او دڅه لپاره  یی زندانی کړ ی دی ‎، کومه ګناه یی کړی ده، ایا دغه دناني دپلار ګناه ده چی هیواد یی یرغمل شوی دي، خاوره باندی یی پردی واکمن شوی دي، ازادي سی سلب شوی دي، پرهیواد باندی یی بهرني جنګ تپل شوی دی او دناني پلار یی په خلاف راپورته شوی دي.
ای دناني دپلار دبند او ازادي فرمان بردارانو دناني پلار به خدای ازاد کړی، خداي به یی له دغه امتحانه څخه هم وباسي.
 تاسو  څه فکرکوی چی دناني پلار ستاسولخوا زندانی شوی دي تاسو دهغه دبند او ازادي واکداران یاست، ایا دناني دپلار ازادي، بند، مرګ او ژوند ستاسو په لاس کی دي؟
 نه داسي نه ده، دناني پلار  له یوه امتحان او ازمایښت څخه تیریږي، دهغه دبند، ازادي سختیو او کړاوونو واک له بل چا سره دی، چي ډیر ژر به هغه واکدار دناني پلار له دغه ازمایښت څخه هم بریالي را وباسي.
خو داچي پرناني او ماجین باندی به را روان اختر دپلار په جدایی کي څرنګه تیریږي دا یواځي هغه څوک احساسه ولی شي څو ک چی دنانی او ماجین له مرحلي څخه تیرشوی وي، چاچی په وړکتوب کی دپلار جدایی او جلاوالي لیدلی وي.
ای دناني دپلار دبند او ازادي ټیکه دارانو څه فکر کوی همیشه به دغه وخت وي چی دناني پلار او ددغه ننګیالي رنګه کسان به زنداني کیږی، تراخیره به دغه کسان داسي سختو امتحانونو کی واقع وي زولني شکنجی او تعذیبونه به همیشه دناني دپلار مقدر وي.
نه داسي نه ده والله ډیر ژر ده چی دناني دپلار دبند اوزولنو جواب به ورکړي، ډیره نژدی ده چی ستاسو بچیان به دناني او ماجین رنګه په تاسو پوري په چیغو چیغو  له کوره لوڅی پښي راوزي، خو تاسو به بیا نه دناني دپلار رنګه زندانیان یاست اونه به هم ستاسو بچیان په ټولنه کی هغه قدر او قیمت لري کوم چی یی نن ناني ماجین او دناني پلار لري، دناني پلار خو نن په ټولنه کي ننګیالي قهرمان، دازادي او خپلواکی زندانی یادیږي، خوتاسو ته به بیا دغه ټولنه په لاسپوڅو او غلامانو سره خطاب کوي او ستاسو بچیانو ته به دنفرت اوکرکي په سترګه ګوری.
نودخدای دپاره مسلمانان یاست او درباندي دمسلمانانو نومونه یادیږي، لږ نړي کی روانو ازمایښتونو ته ځیرشي، یو وخت به درسره خاماخوا حساب کیږي، بیا به خدای اولس او خپلو اوسني بادارانو ټولو ته شرمنده یاست، هیڅ دخلاصون لاره به مو نه وي، قریبان ملګري او هیواد وال به مو په تپوس کولو باندي شرمیږي، لږڅه ګریوان ته سرټیټ کړی، چی په څه کي لګیا یاست دچالپاره کارکوي ولي یی کوی او پایلی به یی څه وی.
نانی چی کله له کندهاره څخه کډه کوي لاندي خوب ویني
: خوب می لیدو چی می بابک چیري په ویر ویده وي
: زه له کندهاره په مزه مزه ګامونه اخلم
: خبره نه وم چی همدلته به کافر ویده وي