کور / خبرتیا او پيغامونه / د مبارکۍ پيغام او د لمانځه خبرتيا!

د مبارکۍ پيغام او د لمانځه خبرتيا!

په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه  د سپېڅلي لوی اختر  په مناسبت  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايي .
د ټولنی رهبري هيئت  تاسو ټولو قدرمنو ته  خواست کوي چې  د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت  او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ ،  د اختر په اوله  ورځ،  د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ پته :                                                                                              
The Society Of Afghan Resident in the UK


West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
02089932129 & 02089938168



په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر