کور / هراړخیز / خپل اسماعیل قرباني کړه،د زړه رڼا دی قرباني کړه!

خپل اسماعیل قرباني کړه،د زړه رڼا دی قرباني کړه!

ددي فرمان مخاطب يو با شفقته او مهربانه پلار حضرت ابراهيم ع وو.د حضرت ابراهيم ع څخه هغه ژمنه چي هغه کلونه وړاندي خداي ته ورکړي وه، په يا را ولي او د هغي ترسره کول ورڅخه غوښتل کيږي. ابراهيم ع ژمنه کړي وه: که چيري خداي زوي ورکړي نو د خداي په لاره کي به يي قرباني کي.
ابراهيم پيغمبر لکه څنګه چي دنوم د مصدرڅخه يي (اب رحيم ) پيدا دي همدا ډول با شفقته، رحيم او مهربانه وو. زړه هيي لوي وو چي خداي ج د هغه په وصف کي داسي فرمايلي دي (ابراهيم باعظمه او زړه سوانده انسان وو چي ځان يي د الله په لاره کي قرباني کي. هغه پيغامبر چي تل به يي اه او ژړا کوله، د سترګو اوښکي به يي تويولي، ډيره مينه او شفقت يي درلود، ددي پيغامبر څخه وسوه تر څو (خپل اسماعيل قرباني کړي). هغه سي پيغمبر چي خپل سل کلن عمريي  په رنځ او سختي کي تير کي، تل د توحيد رابلونکي، او په دي ټينګ عزم او ارادي سره د شرک ستني يو په بل پسي په له منځه يوړي، او په اخر کي يي له خداي ځخه يو صاحله زوي او د خير او لاد  وغوښته تر څو وروسته له هغه څخه د انسانانو لار ښود وه اوسي. وروسته له اوږد انتظار څخه د زړښت ژمي را ورسيدي او مبارک مخ يي د واوري شان سپين سو، پلاخره يي د مترکي داني په شان زوي په نصيب سو چي ورو ورو لويده او نږدي و چي د انسانيت د وني ميوه د هغه څخه په ثمر ورسيږي. داسي يو زوي چي پلار يي سل کاله په انتظار وو خو کله چي هغه راغي پلار اصلا د هغه انتظار نه درلود.
( ابراهيمه چاړه د خپل زوي پر غاړه کښيږده او په خپل لاس يي قرباني کړه!)
د خپل الله دداسي پيغام په اوريدوسره په خپل ژوند کي د لومړي ځل د پاره د هغه په اندامو لرزه راغلي وه او بيريدلي وو. کم يو غوره کوي اي ابراهيمه؟ ازادي که بنده ګي؟ هوس که پوهه؟ اړيکه که پيغام؟ پلارتوب که پيغمبر توب؟ اسماعيل که خپل خداي؟


هغه د خداي په امر د اسماعيل د حلالولو پروسه پيل کړه چي د اسماعيل پر ځاي د جنت څخه پسه راغي اوقرباني سو.


ښه نو ګرانه مسلمانه
ستا اسماعيل څوک  او څه شي دي؟
 ايا مقام دي؟ مسلک دي؟ د ژوند شريک دي؟ مال، مځکه او شتمني ده؟ کور، باغ، پوهه،ځانځاني او که ځان غوښتنه ده؟
اسماعيل  ابراهيم ته، يوازني زوي نه وو؛
ديو درد  مند عمرزړه ورتوب، د زنځمند عصر توښه، د زنځوره ژوند ميوه، د يو زاړه پلار د خوښي وسيله، د بشريت د افتخار د تابلو تخم چي نژدي وو څه موده وروسته هستي ته شرف وبخښي،  خو د داسي پيغمبر زوي وو چي په نبيتوب ټاکل سوي و. اسماعبل د ابراهيم ع زوي وو مګر بيايي هم هغه قرباني کاوه.
ستا اسماعيل، ښايي هغه څوک چي ته يي غواړي، دنده، شتمني، غرور، مينه، ځان وښيه چي تر ټولو غوره کم يو شي دي.؟
هغه څه چي باور لري کيدايسي تا فاضل او محترم کوي، د ترلاسه کولو د پاره يي له ټولو نيکيو او ښايستونو تيرسي …. همدا ستا اسماعيل دي. هغه يو کس او يا يو شي هم کيداسي. يو حالت، حتي تر دي چي يو (ضعيف ټکي) هم کيداي سي.
بيره، تفسر او بيان يوي خواته کښيږده. له مسوليت څخه همدومره تيښته بس ده، خپل مسوليت وپيژنه، روح وجدان، نفس اوځان دي قرباني کولو ته تيار کړه ترڅو د اسماعيلو له وژلو څخه ممانعت وسي نو ځان ته فکر وکه او متوجع سه.


اي نفسه!
راځه ته هم هيلي او هوسونه، دنيوي غوښتني او هر هغه څه چي تا خداي ته نه رسوي او نه يي درښيي، دحق په لاره کي يي قرباني کړه. ابراهيم ع خپله دنده د پلار توب پر شفقت باندي غوره وګڼله او ارزښت يي ورکي، ته هم دخپلي دندي يا وليتوب هدفونه د خپلو ټولو غوښتنو سرټکي وټاکه، خپل غوښتني د خپل فکر جار کړه، او که داسي نه وي نو په ډيره مهرباني سره دحق په لاره کي دمرستي ، فداکاري او قرباني خبره مه کوه.