پر کرزي د انتقاد له امله امریکایی جنرال برطرف سو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 4th, 2011


رویټر په خپل تازه راپور کی لیکی چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو یو جنرال ( پیټر فیولر) هلته د عمومی قوماندان جنرال آلن لخوا ځکه نن له دندې وشړل سو چی پر حامد کرزي او نورو دولتی چارواکو یې انتقادونه وکړل .
تورن جنرال پیټر فیولر چی د افغان پوځ د روزلو اصلی مسؤل و ، پرون د ( پولټیکو ) ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل چی افغان چارواکي « د حقیقت څخه ګوښه او لیری پاته دي . » هغه ویلی دي چی افغان مشران په تیرو لسو کالو کی د امریکا د قربانیو او مالې مرستو قدر نه کوی .
جنرال فیولر په دې هم خښمېدلی و چی حامد کرزي ولی وویل چی د امریکا سره د جنګ پر مهال به موږ د پاکستان تر څنګ ودریږو او داسی یې وویل : « ولی می په سترګو راننوځی ! تاسی په موږ ملنډې وهی ـ وبخښی ، موږ خو تاسو ته ۱۱٫۶ بلیونه ډالره درکړي دي خو اوس راته وایاست چی هیڅ پروا مو هم نلرو ؟ »
خبر زیاتوی چی دا لومړﺉ جنرال نه دی چی شړل کیږی بلکی د ۲۰۱۰ په جولای کی عمومی قوماندان جنرال سټنلی مک کریسټل هم د اوباما لخوا د همدغسی انتقادونو قرباني سوﺉ و .

Copyright Larawbar 2007-2024