کور / شعر / لـــــوي اخــتـره

لـــــوي اخــتـره

لـــــوي اخــتـره
لوي اختره بختوره
څومره تا ته په هوس وم
ما ویل زړه به مي څه ښاد شي
لږ وزګار به شم له غمه
زه به وکړمه څه د مه
ستا په غیږ کي خوشحا لي وي
پا ک لبا س نوي کا لي وي
په هر کور کي مهما ني وي
که وطن  دي خپل وطن وي
لوي اختره بختوره
که ارام وي لږفکرونه
داسلام په ارزښتوکي
که څوک لږڅه معتقد وي
زړه دي سوځي پر وطن خپل
رحم وکړی پر ګلشن خپل
د خوارانو غریبا نو
د بې وزلويتیما نو
د بې کسه افغا نا نو
چیغي پورته تر اسمانه
لوي اختره بختوره
زموږ کور په کور غمونه
صرف خوشحاله څوکسان دي
زړونه چوي سته دردونه
ډ یرنا حقه پرا بلمونه
هره ورځ ویني توئيږي
سم فکرونه زخمي کیږي
جنازې دي روا نیږي
جوړي نوي بها نې وي
 لوي اختره بختوره
د نړۍ مسلما نا نو
دعا وکړی لوی څښتن ته
غضب پاي ته ورسیږي
بختور ورته اختر شي
لوي اختر یې بختور شي
زړه ازاد فکر ارام وي
خوشحالي کور کي مدام وي
دولس څرګند مرام  وي
افغانان به سي نیکنا مه
افتخار به امانزی کړي
چي خپل سر تر سپلنی کړي

۰۴ـ نومبر ۲۰۱۱ ـ