په اماراتو کي د نوميالي شاعر عبدالباري جهاني په ویاړ غونډه

مختار احمد احسان | نوومبر 4th, 2011


په اماراتو کې مېشتو لراوبر افغانانو د یوې درندې غونډي په ترڅ کې د هېواد وتلی شاعر او مفکر عبدالباري جهاني ونمانځه. په غونډه کې له بلجيم څخه ليکوال او شاعر امين باوري او له سويډن څخه فرهنګپال حکمت الله حکمت هم ميلمانه وو.


غونډې ته د دوه سوو په شاوخوا کې افغانان راغلي و چې په کې په عربي متحده اماراتو کې مېشت قومي مشران، سوداګر، ځوانان، او د ټولنې نور قشرونه شامل وو. په غونډه د عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي ګوند کې د اماراتو د څانګې مشرانو او د شمشاد تلويزيون د دفتر مشرانو او کارکونکو هم برخه اخيستي وه. په اماراتو کې د څلورو ادبي ټولنو (افغان ادبي چمن – العين، ۲، ۳، او ۴ شاعران او ليکوالان په غونډه کې له پيله حاضر وو او جهاني صيب یې بدرګه کړ.غونډه د ځوان مشر عبدالصمد افغان په ابتکار چې د اماراتو يو شمېر نورو فرهنګپالو ورسره اوږه ورکړه جوړه شوې وه چې په چمتو کولو او تلويزيوني پوښښ کې په اماراتو کې د شمشاد تلويزيون دفتر (اف ټي وي) هم برخه اخيستي وه. شمشاد تلويزيون به د دې غونډې انځوريزه بڼه زر په خپله ښيښه افغانانو ته خپره کړي.


دا لومړی ځل دی چې د ملي شاعر او ليکوال عبدالباري جهاني په وياړ په اماراتو کې د نوموړي نمانځغونډه جوړېږي. غونډه (( د ملي شاعر او مفکر عبدالباري جهاني سره يو ماښام)) تر عنوان لاندې ترتيب شوې وه. د دريځ چارې یې نظار يوسفزي او غلام رباني فياض پر مخ يووړي چې د قاري محب الله عثماني په خوږ اواز کې د قرانکريم په مبارک تلاوت پرانستل شوه.



د غونډې د جوړونکو او په اماراتو کې د لروبر افغان په استازيتوب عبدالصمد افغان ميلمنو او د غونډې برخه والو ته هرکلی ووايه. عبدالصمد په خپلو خبرو کې د امارات مېشتو افغانانو خوښي ښکاره کړه چې نن ورسره د هېواد يو ستر او جهاني شخصيت عبدالباري جهاني ناسته لري او برسېره پرې په اروپا کې مېشت فرهنګپالان امين باوري او حکمت الله حکمت هم ملګري دي. نوموړي زياته کړه چې د خوست د والي عبدالجبار نعيمي مننه کوي چې په خوست کې د جهاني صيب له غونډې وروسته یې خبر ورکړ او له کبله یې په اماراتو کې هم غونډه جوړه شوه. نوموړي په اماراتو کې د افغانانو مشران وستايل چې دی یې تشويق کړ چې د پروګرام جوړولو اند په واقعيت بدل کړي. نوموړي د نوي نسل د پوهاوي لپاره د جهاني سره کتل او اندونه شريکول مهم وبلل او له جهاني یې مننه وکړه چې د امارات مېشتو افغانانو بلنه یي ومنله.


ښاغلي امين باوري د ښاغلي عبدالباري جهاني په ژوند رڼا واچوله، د نوموړي د شاعرۍ او ليکوالۍ په اړه یې د غونډې برخه والو ته هر اړخېزه معلومات ورکړل، او په پښتني ادب کې یې د جهاني ځای او غزونې په لنډ ډول وڅېړلې. باوري په دې حقيقت تاکيد وکړ چې جهاني د ټول هېواد ملي شاعر، په خوښيو یې خوښ او په غمونو کې یې شريک دی او ویې ويل چې همدا لامل شو چې نوموړی له امريکا برسېره، اروپا، افغانستان او منځني ختيځ ته سفرونه وکړي، افغانان له نږدې وګوري او د هېواد روان کړکيچ په اړه یې له اندونو خبر شي او خپل اند له نورو افغانانو سره شريک کړي. باوري په افغانستان او له افغانستانه بهر د جهاني د سفرونو په اړه د غونډې برخه والو ته لنډ معلومات هم ورکړل او تاکيد یې وکړ چې دا سفرونه خورا ارزښتمن او اغېزمن وو.


مخکې له دې چې په غونډه کې جهاني صيب خپله يو ساعت اوږده شعري لړۍ واوروي، نوموړي، امين باوري، او حکمت الله حکمت ته مشرانو د وياړ پګړۍ پر سر کړې او اماراتو ته یې د دوی د راتګ له کبله ډېره مننه وکړه. د پګړۍ په مراسمو کې د لروبر افغانانو د مشرانو برسېره د عوامي نشنل پارټۍ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هم برخه واخيسته.


ورپسې لنډه مشاعره وشوه او بيا حکمت الله حمکت په اروپا کې د افغانانو په فرهنګي هلو ځلو رڼا واچوله. په مشاعره کې وتلي شاعر ممتاز اورکزي، اصلاحي شاعر احمد شاه حقوقي، صادم شاهين او … برخه واخيسته چې ملي اشعار یې د ميلمنو او حاضرينو د تود هرکلي سره مخ شول. لنډه مشاعره د خوږ ژبي شاعر خالد خان حسرت په شعري ترنم پای ته ورسېده چې د ((بيا ووايه، بيا ووايه)) د غوښتنو له کبله یې د غزل برخې بيا بيا وويلې.


وتلي ملي شخصيت عبدالباري جهاني په خپله وينا کې په اماراتو کې د افغانانو ژوندي احساسات وستایل او مننه یې وکړه چې د دې غونډې تابيا یې وکړه. نوموړي خوښي ښکاره کړه چې د ټول افغان وطن بچي تر يو چتر لاندې په غونډه کې راغونډ شوي دي. جهاني صيب د يو ساعت لپاره خپل خواږه او له عبرته ډک اشعار واورول چې د غونډې په برخوالو یې خورا اغېز وکړ.



غونډه په افغان وطن کې د امن او امان او د افغانانو د يووالي د ارمان په دعا پای ته ورسېده. د غونډې په پای کې افغانانو د جهاني صيب او ميلمنو سره يادګاري انځورونه واخيستل او د ماښام ډوډۍ په خوړولو په ۱۱:۳۰ بجو پای ته ورسېده.



Copyright Larawbar 2007-2024