کور / تازه خبرونه / د ايساف وايی يو سرتيری يې د زخمونو له امله مړ سو

د ايساف وايی يو سرتيری يې د زخمونو له امله مړ سو

د آيساف يو سرتيرى چې د يوې پيښي پر محال ټپي شوى و، د خپلو ټپونو له امله مړشو 


د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخي د مارچ د مياشتى په ١٩ مه نيټه د غزني  ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې د آيساف يو سرتيرى هغه مها ل مړشو چې خپل د دندې په سيمه کې د يوې پيښي په ترڅ کې ډير سخت ټپي شوى .  


د آيساف د پاليسۍ پر بنسټ، آيساف به د وژل شوي سرتيري د هويت په هکله هيڅ ډول مالومات مخکې له دې چې اړونده هيواد يې خپاره نکړي، رسنيو ته په ډاګه نه کړي. 


ايساف په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ليکي چي د پيښي په اړوند پلټنې روانې دي.