کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عشق اوعقل ( د ډاکټر فاروق اعظم ليکنه )

عشق اوعقل ( د ډاکټر فاروق اعظم ليکنه )

   دنيا له عشق او محبته پـيدا سويده او د پرمختگ راز يي هم په همدي کي نغښتي دي.  يو ماشوم دخپل مور و پلار د محبت محصول دي.  دغه ماشوم د مور دميني په غيـږ کي او د پلار د مهربانۍ تر سيوري لاندي لوي سي، عالم سي، مجاهد سي، قهرمان سي، او د ولس غرقه بـيـړۍ د نجات ساحل ته ورسوي.    شخصيت، عقيده، ټولنه، وطن،  امت، انساني ارزشونه، او … ټول په عشق و محبت لاسته راتلاي سي، ساتل کيداي سي او ځليداي سي. عشق او محبت د ژوند محرک دي او هغه ته معني ورکوي.   عشق دي چي په تا ځان او جهان پيـژني. دا عشق دي چي خلک په ظاهره دناشوني او خطرناکه کار و سرته رسولو ته هڅوي او په کوي يي.  دا عشق دي چي خلک و قرباني او سرښندني ته وربولي.   دا عشق او محبت دي چي د آزادي د لاري يو مجاهد په تش لاس د يو لوي بـيرحـمه وسله وال ځواک پر ټانکونو په خوشحالي ورزغلوي.   برعکس، عقل څوک و تأمل، احتياط يا په بل عبارت د ارادي ځنډ ته وربولي او په تش لاس د برچي څوکي ته ورحـمله کول ليونتوب گـڼي.  عشق د ارادي او اراده د کار او پرمختگ لارښودي ده خو عقل د هغه په مخکي خنډونه اچوي.


   موږ ډير هوښيار او عاقل هغه بولو چي ډير احتياط کوي او لږ عمل.  احتياط چي ډير سي مضر سي او مضر احتياط ځان او ټولنه دواړه غرقوي.   ډير هوښياران هـمداسي کوي. چي څومره هوښيار ځان بولي هغومره محتاط، په هرکار کي متـردد او په نتيجه کي د کمزوري ارادي او عمل څښتـن وي.  دغه سبب دي چي ډير فيلسوفان خپل عقل گمراه کړيدي او شيطان هم خپل ډير عقل ملعون کـړ. 


   گورئ ! زه بـيعقلي نه ستايم او پدي هم پوهيـږم د چاچي عقل نه وي مکلفيت او مسؤليت نلري.   زه پوهيـږم چي بيعقله عشق وحشي اور دي چي وچ او لانده ټول سوځوي خو بيعشقه عقل دي هم لاس و پښي درتـړي او له مطلوب حرکته دي غورځوي.  زما د ژوند تجربو ښولي ده چي ډير هوښياران د مقاومت او قرباني خلک ندي؛ د مبارزي ميدان هغو وړيدي چي د عشق پله يي پر عقل درنه وه.  زه وايم عقل ښه شي دي خو که سم کار ځيني غواړي عشق يي ور لارښود کړي.


            تاريخونه دي جوړ کړي عاشقانو
            هسي نه چي هر بزدله هوښيارانو