کور / تازه خبرونه / له كندهاره و ننګرهار ته دسولـــي پيغام وړل سوئ

له كندهاره و ننګرهار ته دسولـــي پيغام وړل سوئ

دسولي مركې درضاكارانوټولني له كندهارڅخه ننګرهارته دسولي پيغام وړي اوهلته له تودهركلي سره مخ سوي دي .


له كندهارڅخه درضاكارانودټولني نږدي ديرشوكسانودنوي لمريزكال درارسيدوپه مناسبت په هيوادكې دسراسري سولى دراتګ په موخه خپل لمړني سفرننګرهارته ترسره كړي .


دسولي مركې درضاكارانودټولني يوتن غړي جاويداحمدامانزي لراوبرته وويل چې دسولي پيغام په رسولوسره يي په ننګرهاركې خوراتودهركلي سوي اودسولى له پيغام څخه يې په پراخه پيمانه ستاينه سوي .


نومه وړي زياته كړل چې دسولى مركې رضاكارانوپه ننګرهاركې دمدني ټولنو،محصيلينو،زده كونكواودديني مدرسود طالبانوله استازوسرليدني كړي .


ښاغلي امانزي زياته كړل چې دليدوپرمهال ورته ديادوسويوټولنواستازوډاډوركړي چې په افغانستان كې به دسراسري سولى په طمع له دوي سره هررازهمكاري كوي .


دالمړي ځل دي چې له جنګ څپلي كندهارڅخه دځوانانويوبي طرفه حركت دسولى ږغ راپورته كوي .


له كندهارڅڅه وننګرهارته  دوسولى مركې تللورضاكارانودچاپيريال دپاك ساتلوپه موخه دهيوادوالودهڅوني لپاره  نن دشپي پراوه بجودجلال ابادښارپه زړه كې دسيراج العماره پارك له خاوروخځلوڅخه پاك كړي اوبشپړه يي پاك كړي دي .


دسولى مركې په چوكاټ كې درضاكارانوټولنه له تيروڅومياشتوراپديخواپه كاربوخته ده چې دكندهارښارپه سمسورتيااوپاكې كې يي دپام وړكارونه ترسره كړي دي .
دسولي مركې درضاكارانوپه خبره چې هوډلري دلوي كندهاردټولوولايتونوپه ګډون  دهيوادګڼوولايتونوته دسولي پيغام ورسوي اوپه پرله پسي هڅوسره دسولي دراتګ لپاره خپل ږغ اوچت كړي