کور / تازه خبرونه / له كندهار هوايي ډګر څخه د مسافرو شكايت

له كندهار هوايي ډګر څخه د مسافرو شكايت

ګڼ شمېرمسافردكندهاردهوايي ډګرله سرحدي پوليسوڅخه  شكايت كوي  چې دتلاشي پرمهال ورسره سختي كوي .


مسافرين وايې چې له يوې خوادلويولارودامنيت دنشت والي له امله زوريږي اوله بلي خوادزيات لګښت په ګاللوسره دكندهاردهوايي ډګرڅخه دتګ پرمهال دسرحدي پوليسوله هغوكړنوڅخه چې دتلاشي پرمهال دوي ورسه مخ كيږي زيات زوريږي .


خودكندهاردنړيوال هوايي ډګردسرحدي پوليسوريس اركان وايي چې دمسافرودډاډمن سفرپه موخه يي په ترمينل كې دپخواپه پرتله امنيتي تدابيرسخت كړي دي .


سمونمل سيدمحمدوايې چې دهغوامنيتي انديښنوله امله يې چې مسافردالوتني پرمهال ورسره مخ نسي په تلاشي اخيستلوكې يي سختي راوستي .


ددي ترنڅنګ دمسافرودسورلي هغه موټرچې په ټوليزه توګه ټول هوايي ډګرته داخېليدوځانګړي كارت ونه لري هم نه پريښودل كيږي .


دمسافرودموټرودنه پريښودوپه صورت كې ګڼ شمېرمسافردې ته اړكيږي چې دهوايي دګرله عمومي دروازي څخه دالوتكې ترځاي پوري په پښونږدي دوه  كيليومتره واټن ووهي .


ددغومسافرپه منځ كې ماشومان ،مېرمني اودزاړه عمرلرونكې كسان هم شامل وي .


دكندهاردهوايي ډګردسرحدي پوليسوداركان ريس سمونمل سيدمحمديي په اړه وايي چې په ښاركې دننه دوروستيوخونړيوپېښوله امله دي ته اړسوي چې دځانګړيوكارتونونه لرونكې موټروته داخېليدواجازه ورنكړي .


دكندهاردنړيوال هوايي ډګرپه عمومي دروازه كې دافغان ملي پوځ يوتن موظف  سرتيري لراوبرته  وويل چې دخپلولوړپوړوچارواكوله لارښوني سره سم دي ته اړدي چې دامنيتي كارتونونه لرونكوموټروته داخېليدواجازه ورنكړي نومه وړي غوښتنه وكړل چې اړوندهوايي شركتونه دي دمسافردستونزودحل په موخه له عمومي دروازي خڅه ترترمينل پوري دمسافرودليږدراليږدله پاره ځانګړي بسونه په دنده وګماري .


دكندهارله نړيوال هوايي ډګرڅخه دكابل ،هرات ،دوبي اوايران په ګـــــــــډون  دنړي نوروهيوادونوته داونۍ په اوږدوكې دبيلابيلوهوايي شركتونوالوتنې ترسره كيږي .


تردي وړاندي له كندهارهوايي دګرڅخه دارياناافغان اوكام ايرهوايي شركتونوالوتني سره كوي خوپه دي وروستيوكې صافي هوايي شركت هم خپلي الوتني پيل كړي دي .


دنړي له هيوادونوپرته په كوردننه زيات هغه مسافرچې مالي امكانات لري دلويولارودامنيت دنشت والي په وجه له هوايي سفرونوڅخه ګټه اخلي .