کور / شعر / غزل

غزل

لکه تور دېب سپينې بلا وخوړى
حق د خوارانو چي ملا وخوړى
حق د هر چا خوري خو په پټه- پټه
له پښتنو يې برملا وخوړى
زموږ سرۀ غنم سپينو د وير کوترو
دانه- دانه، جلا- جلا وخوړى
د کونډې سر بس دومره سيورى لارۀ
لمرو د جبر په ځلا وخوړى
د پښتنو د يو کېدو تور لونګ
تورو زاغانو په سلا وخوړى
پاى المياره! تندر تور واړاوۀ
زموږ تابان لمر خپلې ښکلا وخوړى