کور / تازه خبرونه / نورستان او کونړ د پاکستاني وسله والو په مرکزونو بدل سوي

نورستان او کونړ د پاکستاني وسله والو په مرکزونو بدل سوي

ډېریو نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان له سرحدي سیمو څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د هملند ولایت د امنیتي او ټولنیزو ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
فایننشل ټایمز:

″د افغانستان له ختیځو برخو څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پاکستان ته امنیتي ګواښونه رامنځ ته کوي″ دا د انګلستان چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې د یوې مقالې یر لیک دی او په یوې برخې کې یې راغلي:

د پاکستان پوځي چارواکي په دې باور دي، د افغانستان له ختیځ ولایت څخه چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به دا سیمه د افراطیانو په مرکز بدله شي او له هغه ځایه به په پاکستان باندې حملې ترسره کیږي.
ورځپاڼې په پیښور کې د سیمه ييزو څیړنو د مرکز د مشر خالد عزیز خبره راخیستې، چې وایي، د نورستان او کونړ ولایتونه د پاکستان د وسله والو په مرکزونو بدل شوي او دوی له دې سیمو څخه د افغاني وسله والو په ملتیا پاکستان له ګواښ سره مخامخ کوي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په پارلمان کې د نورستان د خلکو د استازي حوا علم نورستاني څرګندونې هم راخیستي. چې وایي، وسله وال په دغه ولایت کې له خلکو څخه په زوره مالیې اخلي او هغوی مجبوروي، چې ډوډۍ او د سوونګ موادو ورکړي.
د حوا علم نورستاني په وینا، په نورستان کې ښوونځي او روغتیایي کلینکونه تړل شوي او افغان امنیتي ځواکونه یوازې د دولتي ادارو ساتنه کوي.
په دې توګه د سیمې خلک له وسله والو سره له یوځای کیدو بله چاره نه لري او بله دا چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه په کونړ او نورستان ولایتونو کې له وسله والو مخالفانو سره د جګړو توان هم ونه لري.

ډېلي ټیلګراف:

بلې انګلستان چاپ ډېلي ټیلګراف ورځپاڼې د هلمند ولایت د وضعې په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:

د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. زیات شمېر خلک په ازد ډول تګ راتګ نه شي کولای او دا ځکه چې وسله والو طالبانو شاوخوا سنګرونه نیولي او خلک یې له خظر او ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سیمې خلک د اوبو په سرچینو باندې د حاکمو کسانو له زورزیاتي سره هم لاس او ګریوان دي.

ډیلي ټيلګراف لیکي، د نهر سراج ولسوالۍ ۱۷ زره اوسیدونکي لري او بزګران یې د اوبو د میرانو په ولکه کې ګیر شوي دي. دا سیمه یوه زراعیتي سیمه ده او که بزګران د اوبو د میرانو اوامر ونه مني نو هغوی ورباندې اوبه بندوي.

د اوبو میران له وسله والو طالبانو سره لاس لري او خلک د طالبان له بیرې له دوی څخه شکایت هم نه شي کولای.

دغه کار یوه بله ستونزه هم رامنځته کړې او هغه دا چې بزګرانو ته د لږو اوبو د رسیدو له وجې هغوی د کوکنارو کر ته اړ کیږي او دا ځکه چې کوکنار په لږو اوبو هم وده کوي. په سیمه کې د کوکنارو زیات کر طالبانو ته زیات عاید راوړي.

ډیلي ټيلګراف لیکي، که د هلمد ولایت په ولسوالیو کې جدي اقدام ونه شي نو له یوې خوا به خلک تر فشار لاندې وي او له بلې خوا به د کوکنارو له لارې د وسله والو مخالفانو د عاید منابع هم په قوت کې وي.