طالبان : په هلمند کي مو د سيميزي شورا مشر وواژه
عطاالله محمدي
وسله والو طالبانو رسنو ته ويلي چي تېره شپه ناوخته شاوخوا ١٢:٠٠ بجې يې په هلمند ولايت کي د نګارې ولسوالۍ د سيميزي شورا مشر په ډزو وواژه .
وسله والو د نوموړي نوم آغا محمد ښوولى او په اړه يې ويلي چي تر مرګ مخکي ورته څو ځله د خپلو کارو د پرېښوولو په اړه خبر ورکړل سوى ؤ
په دې اړه تر اوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي.