کور / تازه خبرونه / ملامحمدعمر: د ملکي قربانيانو کورنيو ته ننواتي کوو (پيغام)

ملامحمدعمر: د ملکي قربانيانو کورنيو ته ننواتي کوو (پيغام)

طالبانو مشر ملا محمد عمر افغانانو او ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د مبارکۍ پیغام لیږلی او په هغه کی یې ویلی چی افغانان د لسو کالو راهیسی د مصیبت سره مخ دي چی وجه یې د امریکا پوځی یرغل ، پوځی اشغال او پوځی عملیات دي . په بدل کی په زرګونو بهرني پوځیان هم وژل شوي او معیوب شوي دي .

په پیغام کی راغلي چی د دوى ګړندیو حملو امريکايان سخت وارخطا کړي دي، نو ځکه دا هر څه بهرنیو لوریو ته منسوبوی تر څو له یوې خوا خپله رسوا ماتې پټه کړی او له بلی خوا دلته د دایمی پوځی اډو جوړولو لپاره مصنوعی دلایل برابر کړی، خو ملامحمدعمر ژمنه کړې چي دوى به هغوی بریالیتوب ته پرې نږدي .

پیغام وایی چی امریکایی پوځیان څو څو نوبته دلته راغلي دي خو طالبانو د هماغه لومړۍ ورځی څخه همداسی مسلسل ورته ولاړ دي او بېله کومی دمی یا وقفې څخه يې د هغوی مخه ډب کړې ده .

پیغام زیاتوی چی د دې معنا دا نه ده چی طالبان یوازی پر جنګ تکیه کوي، بلکی افهام او تفهیم ته لومړیتوب ورکوي، چی لس کاله وړاندی يې هم ویلی وو ، او نن هم وایو خو هغوی له غروره کار اخلی په داسی حال کی چی ګټه یې هم نه ده ورته کړې .

پیغام د ملکی تلفاتو د مخنیوي په اړه پر طالب جنګیالیو ږغ کوی چی له ډیر احتیاطه کار واخلی ، که د طالبانو ځمکنیو ماینونو یا بمی حملو ملکی تلفات پیښ کړی او هغوی پښېمانه شی نو شکمن کسان باید تر اثبات وروسته په شرعی سزا ورسول شی او د ملکی قربانیانو وارثانو ته په ننواتو سره وروړاندې شی . پیغام په دعایًیه سره پای ته رسیږی .