کور / شعر / ځان غلطـــَول

ځان غلطـــَول


شپه  شوه د لسيزو سهر  چېریِ دی
ستړي کړو پردۍ تيارو لمر چېریِ دی
خدايه له شامته  مو  نور  وژغوره
لاره  کومه خواده رهبر چېریِ دی
زه ورته حيران  پرېشانه ګورمه
لاس مې اغيار  نيسي  دِلبر  چېریِ  دی
سره  د ځان په  وينو مو لاسونه  کړل
ځان غلطــَول دي اختر  چېریِ دی
مخه د کاروان  خو تــُـــرکِستان ته شوه
وياله مکه چېریِ  سفر چېریِ  دی

لندن ـــــ    مېډاوېل  ــــ ۴ /  ۱۱  / ۱۱ ۲۰