کور / شعر / اختر

اختر

د نيکمرغه لوى اختر  بې شميره مبارکى د باران د څاڅکو په څير د لر او بر ټولو کار کوونکو همدارنګه د لر او بر ټولو پښتنو ته! کوم  چي د خوښۍ له نامه سره نا اشنا پاته سوي او د ژوند هره شيبه يي دغم سره سبا کړې وايم . پدغه هيله چي دغه نيکمرغه اختر  نور د بد مرغيو پر ځاى نيکمرغي راولي.    ( منتظر)


اختر
نن اختر دي د خوښى فضا خپره ده
هره خوا خوښي خوښي ده
زړونه ډک دي ټول د ميني
د نفرت څرک نه معلوميږي
ماشومان د کلي واړه
و يو بل ته جامي ښيي
وړې نجوني ټول دکلي
له يو بل کره ستنيږي
مشران په مينه مينه
يو و بل ته ورغاړوځي
بس هر څوک خوښ او خوشحال دي
خو يوازي زه خپه يم
و اختر ته خوشحال نه يم
هغه تير وخت راياديږي
کوم چي زه او ته ازاد وو
………….
نن اختر دي د خوښى فضا خپره ده
هره خوا خوښي خوښي ده
زړونه ډک دي ټول د ميني
د نفرت څرک نه معلوميږي
خو زه خوار غريب خپه يم
و اختر ته خوشحال نه يم
هغه تير وخت راياديږي
کوم چي زه او ته واړه وو
د دنيا په دام کي نه وو
د يو بل کره به تللو
په کيسه کي د چا نه وو
و اختر ته به موږ واړه
په جامو کي نه ځايدلو
غم مو نه پيژاند چي څه دي
په خوښى باندي ماړه وو
د غه چل ټول د تقدير دي
چي نن زه او ته يو واړه
ګير د دې نړي په دام کي
نه ته ما سې هيڅ ليدلاي
نه زه ستا کره درتلاى سم
د غه چل ټول د تقدير دي
څوک د چا له غمه مړ سي
څوک د چا په غم کي نه وي
څوک په دار باندي ځړيږي
څوک مړوند باندي ويده وي
………..
نن اختر دي د خوښى فضا خپره ده
هره خوا خوښي خوښي ده
زړونه ډک دي ټول د ميني
د نفرت څرک نه معلوميږي
خو صرف زه او ته خپه يو
و اختر ته خوشحال نه يو
هغه تير وخت راياديږي
يم ودې ته فکر وړي
دا به مخ ته څه پيښيږي
نه دي زه سم هيرولاي
نه به ستا له زړه څه ووزم