کور / تازه خبرونه / غزني: د جاغوري ولسوالۍ ملايانو له اېران سره اختر اعلان کړى

غزني: د جاغوري ولسوالۍ ملايانو له اېران سره اختر اعلان کړى

د افغانستان حکومت د سعودي عربستان او اسلامي نړۍ له اکثره هيوادونو سره نن د نومبر شپږمه د لوى اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو په ځينو سيمو کي لا تر اوسه خلګو اختر نه دئ کړى.
د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي چي ملايانو يې برايي په ګوياوو کي اعلان وکړ چي د يکشنبې په ورځ اختر نه دئ، دوى وايي ملايانو د اېران تر تاثير لاندي دا پرېکړه کړې، ځکه چي اېران په مذهبي لحاظ دوى ته نيژدې دي، ځکه نو دوى هم له افغانانو سره اختر نه لمانځي.
د غزني په اندړو ولسوالي کي هم د نامعلومو کسانو د آوازو له مخي خلګو اختر نه دئ اعلان کړى او سبا د دوشنبې ورځ يې د اختر لومړۍ ورځ بللې ده.
په افغانستان کي پخوا د ستري محکمې د حکم پر بنسټ ټول ملت په يوه ورځ اختر کاوه، خو له څو کلونو راهيسي ځيني ډلي د افغانستان او اسلامي نړۍ پر ځاى له اېران سره په يوه ورځ اختر کوي.