کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي په ارګ ماڼۍ کي د اختر لمونځ وکړ

ولسمشر کرزي په ارګ ماڼۍ کي د اختر لمونځ وکړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم، قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي او د کابينې د يو شمېر غړو په ګډون نن سهار پر نهه نيمي بجې د اختر لمونځ وکړ.
تر لمانځه وروسته ولسمشر کرزي په خپله وينا کي هيله وښوده چي افغانستان ته سوله او ثبات راسي.
نوموړي له پخوا خلاف دا ځل پر طالبانو باندي د سولي ږغ ونکړ، بلکي په غير مستقيمه توګه يې د سولي راتګ ته هيله وښوده.
ښاغلي کرزي په خپله وينا کي د شهيدانو د وينو يادونه وکړه او په تېره د استاد رباني نوم يې ياد کړ، چي د ده په وينا د افغانستان د سولي په لاره کي يې ځان شهيد کړ، نوموړي وويل د دې شهيدانو د وينو له برکته به په افغانستان کي سوله راسي.