کور / سپورټي / افغانستان نيمه پايلوبه بايلوله

افغانستان نيمه پايلوبه بايلوله

د سارک د کرکټ په شل اوريزو سياليو کي سرېلانکا په نيمه پايلوبه کي افغانستان ته په شپږو بالو او څلورو ويکټو ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چي افغان لوبډلي چې يو وخت له شپږو اوورونو وروسته ٧٦ منډي لرلې او يوازي دوه کسه يې سوځيدلي وو ټوله لوبډله يې په ١٢٨ منډو وسوځېدله او سريلانکا ته يې يو سلو نهه ويشت منډي هدف وټاکه. له هغې وروسته سرېلانکاخپله لوبه پيل کړه چي په ١٩ آورو کي يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو لوبه وگټله او پاى لوبي ته ووتل.
د افغانستان په لوبډله کي شهزاد ٥٦ منډي وکړې او حميدحسن د سريلانکا درې لوبغاړې وسوځول .