کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر د بغلان د تېري ورځي بريد وغانده

افغان ولسمشر د بغلان د تېري ورځي بريد وغانده

ولسمشر حامد کرزي د تېري ورځي ځانمرګى بريد چي په بغلان ولايت کي ترسره سو په سختو ټکو غندلى او کورنيو ته يې د غم شريکۍ مراتب وړاندي کړي .
ياد بريد تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته سو چي کله خلک د اختر په مناسب په په ستړې مه سې اخته ول . د بريد په پايله کي ٦ تنه ووژل سول او ١٢ تنه نور ژوبل سول .
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته ويلي چي په بريد کي يې دوه لوړ پوړي قوماندانان وژلي . خو د کورنيو چارو وزارت يوازي د يوه قوماندان وژنه تائېد کړې.