کور / شعر / غزل

غزل

شاعر : دروېش درانى
سرچینه : دا بوټي به لونګ سي کتاب څخه
خپرونکى : احمد ولي (لراوبر- کندهار)

په دې خلکو کي پخوا وه اوس هم سته
د نفاق لويه بلا وه اوس هم سته
د ديدن تږي خبر دي چي تر ښکلو
تاو د اوسپني کلا وه او اوس هم سته
چي د حق پر لار باندي به روان سوې
نو په مخکي کربلا وه او اوس هم سته
ګراني ! ما مجنون ته وويل په خوب کي
ستا په وخت کي هم ليلا وه او اوس هم سته
يوه داسي ډله وه دلته دروېشه !
چي وژنه يې روا وه او اوس هم سته