کور / شعر / اخترونه او ویاړونه

اخترونه او ویاړونه

له اختره ګیله من یو ګیله نه کوو له ځانه
هرزیاتی له موږه شوی یو خوابدي له اسمانه

داپه بده ورځ چې سر یو نتېجه مو داعمالو
پند مو نه واخیست هیڅکله له رېښې رېښې ګرېوانه

پخپل لاس مو زولنې ځان ته کړې جوړې دا موحال دی
هره خوا دېوال دېوال دی وتی نه شو له زندانه

چې په جوش راشو خپل هوش ورکړو ونورو ته په لاس کې
په یو څو باټو تېروزو خالي لاس ځو له میدانه

هر چنار لمبه لمبه شو هرمنګی توکړې توکړې شو
دګلرنګې دپېزوان پړک نه را رسي له دالانه

هم په پټه هم ښکاره مو اغیار راووست خپل کاله ته
په لوی لاس موخپل واک ورکړ شولو پاتې له کاروانه

پخپل ځان کې مو یوه زره احساس دنېکي نشته
سر وهو په ځمکه ځمکه هر څه غواړو له یزدانه

ځیني شوق اخیستي حورې او غلمان غواړي چې خپل کړي
ناجایزې لارې نیسي ناخبر له سود اوزیانه

نو په کوم انصاف دا خپله پړه په اختر خواره کي بار کړو
موږ پخپله خپل باغ سوی ارمانجن ځو له بوستانه

دا وحشت او دا ذلت به لا تر څو خپور وي بسمله
اخترونه او ویاړونه یې ولجه کړل له افغانه