پر دايمي اډو تر پردې شاته خبري رواني دي

عطاالله محمدي | نوومبر 8th, 2011


د ګارډين په نوم برتانوي ورځپاڼې خبر ورکړ، چې امريکا غواړي د افغانستان له حکومت سره يوې پټې موافقې ته ورسېږي ترڅو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم امريکايي ځواکونه دلته شتون ولري او د همدغې موافقې له مخې به په افغانستان کې دامريکایي پوځيانو برسېره ګڼ شمېر جاسوسان او امريکايي ځواکونه هم موجود وي.
ګارډين ليکي چې د تېرې يوې مياشتې را په دېخوا دغه خبرې په امريکا کې په پټه توګه روانې دي چې له مخې به يي امريکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې د امريکا ۱۳۰ زره پوځيان له افغانستان څخه ووځي، او دا د پټو خبرو اترو مسئله هم په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په امريکا او د امريکا ۴۹ ملګرو هېوادونو د ولسونو تر منځ په افغانستان کې د پوځيانو د پاتې کېدو او راوېستو په اړه ګرمې خبرې روانې دي.
امريکايي چارواکي د هيلري کلنټن هغې خبرې ته په اشارې سره چې ويلي و امريکا په افغانستان کې دايمي پوځي اډې نه غواړی وايی چې د هيلري کلنټن له خبرو يې داسې معلومه کړې چې ددې دایمي پوځي اډو د جوړېدو لپاره يو لړ ترتيبات نيول شوي دي.
له همدې لامله يوه امريکايي چارواکي ګارډين ته ويلي دي، چې امريکايي ځواکونه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پوځي شتون لري مګر دا هېڅ کله په دغه هېوادونو کې د همېشه اوسېدو په معنی نده بلکې د يوې معلومې مودې لپاره دي.
په همدې ترڅ کې د ناټو چارواکو ويلي دي، چې يو شمېر برتانوي ځواکونه به د ۲۰۱۴ ميلادي کال څخه وروسته هم د يوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.
ګارډین ليکي چې دغه برتانوي ځواکونه به په سنګر کې جنګېدونکي پوځيان نه وي مګر په دې معنی به هم نه وي چې په جنګ کې ګډون ونه کړي، بلکې دوی به د روزونکو په حيث په جنګ کې د افغان ځواکونو تر شا ولاړ وي.
اوسمهال په افغانستان کې څه کم ۵۰ امريکايي نظامي ا ډې شتون لري، چې په راتلونکي کې د امريکا د دايمي پوځي اډو او د امريکا د ځانګړو جاسوسي او اطلاعاتي تجهيزاتو او کار کوونکو په انتظار دي.
د ګارډين په خبره چې د امريکا او افغانستان پټو خبرو د سیمي په هېوادونو کې سخت تشويش رامینځته کړی دی، او ويل کېږي چې روسيه او هند له دغو نظامي اډو څخه سخت په وېره کې دي، همدا ډول چين چې د افغانستان په سياست کې ځان بې طرفه ښيي هم د امريکا له دايمي پوځي اډو څخه خپله نا خوښي څرګنده کړې ده، يو شمېر پاکستاني لوړو پوړو چارواکو هم چين ته په خپلو وروستيو سفرونو کې وښودله چې چين له ځان سره د ګټو شريک ګڼي نه امريکا.
د ګارډين د همدې راپور پر اساس چې د روانې ميلادي مياشتې تر پای پورې به يو شمېر امريکايی چارواکي د همدې ډول خبرو اترو لپاره افغانستان ته راشي او په دې ډول به د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د خبرو لومړۍ ناسته ترسره شي، په داسې حال کې چې افغان حکومت له امريکا څخه غوښتي چې د دوی لخوا جوړه شوې موافقه بايد ومني چې دوه اوونۍ وړاندې يي امريکايي چارواکو ته سپارلې ده.
يو افغان چارواکي ګارډين ته ويلي دي، چې د امريکا حکومت لخوا افغانستان ته لېږل شوی ستراتيژيک تړون د يو ګڼ شمېر مبهمو فارمولونو لرونکی دی

Copyright Larawbar 2007-2024