کور / تازه خبرونه / د اسټراليا صدر اعظمه کابل ته راغلې

د اسټراليا صدر اعظمه کابل ته راغلې

د اسټراليا صدر اعظمه جوليا ګيلارډ او د فوځ لوى درستيز ډېويډ هرلي تېره ورځ په يوه رسمي سفر افغانستان ته راغلل او په افغانستان کي يې په ارک کي د افغان ولسمشر سره وکتل او تر هغه وروسته يې د خپلو سرتېرو سره چي په روزګان ولايت کي مېشت دي ليده کاته وکړه . نوموړې په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي تېره څه موده وړاندي د يوه افغان له لوري درې اسټراليايي عسکر ووژل سول .
نوموړي په خپلو خبرو کي پر دې خبري ټنګار وکړ چي پر خپلو مرستو او ژمنو به درېږي او خپل موقف به نه بدلوي.
تر اوسه په افغانستان کي د ٣٢ اسټراليايي عسکر د بېلابېلو پېښو له کبله وژل سوي.
اسټراليا په افغانستان کي ١٥٠ عسکر لري چي په رزوګان ولايت کي مېشت دي.