کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٥ پنجابيانو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٥ پنجابيانو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځي يې پنځه تنه پاکستانيان د يوې پلي ګزمې په وخت کي وژلي .
خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان يې هغه وخت ووژل چي کله په ژړۍ ولسوالۍ کي د سړک پر غاړه د ماين په ښخولو بوخت ول .
د خبرپاڼي په حواله چي د يادو کسانو سره يو افغان هم وژل سوى او مړي يې د سيمي اوسېدونکو ته سپارل سوي.
په دې اړه تر اوسه کوم چا څه نه دي ويلي.