کور / سياسي / نر اواز…. زوردار راتګ

نر اواز…. زوردار راتګ

ليک: عقيل يوسفزی
 ترجمه: اکبر هوتی اېډوکېټ


دا ډېر د خوشحالۍ مقام دی چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ( م . ع . پ.) مشر محمود خان اچکزي درې نيم څلور کاله د خاموشۍ روژه ماته کړه او په يو نر اواز ئې راتګ وکړو. دې کښې شک نشته چې محمود خان په سياسي او اولسې ډلو خصوصاً په قام پرستو کښې ياد سياسي مشر دی چې دخپلو مئينو نه علاوه ئې دنورو نظريو خلق هم عزت او احترام کوي هغه چې څۀ خبره هم کوي نو د قام پرستو د فعاليت او مضبوطياکوي هغه يو داسې زړۀ راښکونکی رهبر دی چېد نورو سياسي مشرانو په مقابله کښې خپله خبره ډېره ډاډه او نېغ په نېغه کوي اوهم دغه وجه ده چې په سياسي اولسي او صحافتي ډلو کښې د محمود خان په خاموشۍ حېرانتيا هم وه او فکر هم وۀ.



د 2008ء دعامو ټاکنو نه مخکښې په لندن کښې ال پارټيز کانفرنس په هلو ځلو کښې ډېر تېز او چاک او چوبند ليدی شو کله چې  APDM په وجود کښېراغی نو هغه وخت هم محمود خان ډېر فعاله او متحرک وۀ او دغه رنګ محمود خان،عمران خان او قاضي حسېناحمد د انتخابي ټاکنو نه په دې بنياد ډډه وکړه چې هغوي د جنرل مشرف په نګرانۍ دغه ټاکنې او بيا د دغه ټاکنو په نتيجه کښې نوی حکومت صفا او غېر جانبدار نۀ ګڼلو او دهغۀ دغه فکر هم درست ثابت شو کله چې دNRO  په شکل کښې په سياسي قوتونو او اولس داسې يو فارموله لاګو شو چې هغې د سياست نه هغه څۀ پاتې لږ ډېراصول هم د منيځ نه لر کړل او سياسي عمل صرف د حکومت تر لاسه کولو يوه ذريعه پاتې شوه د پښتونخوا م.ع.پ. د الېکشن نه د ډډې کولو غټ نقصان د پاکستان وفاق ته وشو ځکه چې د بلوچستان (جنوبي پښتونخوا ) غوندې  د يوې حسآسېسياسي صوبې يوه حقيقي اولسي او قامي پارټي د نوې پارليماني نظام نه بهر شوه اودغه رنګه بلوچ قام پرست دقامي او پارليماني سياست نه بهرشول د هغې نيتجه دا راووته چې مسلم ليګ ق او پى. پى. پى او نورې داسې څۀ سياسي ډلې په ډېر لږ اکثريت سره اويکطرفه مينډيټ سره په منتشره صوبه کښې په اقتدار کښې راغلې او د جی. يو. آئى. ف نه بغېر دوېم يو قوت پارليمان ته ونۀ رسېدو د ماهرينو په اړه کۀ چرې پښتونخوا م.ع.پ. پارلېمان ته په تلو کښې کاميابه شوې وه او د بلوچستان د صوبائي حکومت حصه ګرځېدلې وه او محمود خان د ملک په سياست کښې فعاله وی نو نن به د بلوچستان فاټا او سندهه دا بدې ورځې ښې وې اوحالات  به په سکون وو د محمود خان شخصيت نه په دې لړ کښې سياسي توګه د وفاق د مضبوطيا دپاره ډېر کار اخستی شو د هغۀ په موجودګۍ کښې د ملک په خارجه پاليسۍ کښې ډېر ښۀ بدلون راتلی شو هغه د جمهوري او پارليماني نظام يو زبردست حامي او وکيل پاتی دی خو د هغۀ سره الميه دا ده چې هغۀ د ای .اين. پى سره يو مضبوط تړون او د اتحاد جوړ نۀ کړی شو په دې لړ کښې د هغۀ د پارټۍ نه علاوه نور ډېر خلق هم دغه ذمه داري په ای. اين. پى اچوي دهغې مثال د پښتون نېشنل الائنس او پونم په شکل کښې ورکوي چې دهغې جوړښت د ای.اين. پى په کوششونو شوی وۀ خو بيا ای .اين .پى په هغه اتحاد ساتلو کښې ناکامه شوه دملک په سياسي او صحافتي حلقو کښې اچکزی د انټي اسټبلشمنټ ليډر په توګه ياد دی هم دغه وجه کېدې شي چې د ډېرو طاقتونو، قوتونو له اړخه هغۀ ته څۀ ښۀ هرکلی ونۀ وئيلی شو د هغۀ په اپروچ د بحث نه يو اړخ ته د هغۀ دا خصوصت چرته هم نۀ شي نظر انداز کېدی چې هغۀ د ملک د خارجه پاليسۍ پارليماني نظام په حقله کوم دليل او  پروګرام لري په هغه کښې هيڅ مصلحت يا لچک نۀ دی راغلی په تېرو ورځو کښې  د ال پارټيز کانفرنس په اجلاس کښې هغۀ دجنرل کياني او جنرل پاشا په وړاندې د فوج او جاسوسي ادارو په حواله چې کوم بې پرې ترخې تنقيد وکړو او بيا چې سياسي او صحافتي وګړو په هغېکوم بحث وکړو نو نتيجه دا واضحه وه چې هغه دخپل موقف نه يو زره هم وروستو کېدو ته تيار نۀ دی دبې نظير حکومت به وخت کښې هغه په قامي اسمبلۍ کښې د وزيراعظم په وړاندې په قامي اسمبلۍ کښې يو تاريخي وېنا وکړه او واضحه ئې کړه چې طالبان په افغانستان کښې کومه لوبه کوي پاکستان د دغه قوت سرپرستي کوي او دا ئې هم په ګوته کړه  چې داپاليسي به پاکستان ته ډېره ګرانه پريوځي  هغۀ دغه وخت نصرالله بابر د ټولو په وړاندې مخاطب کړو او وې وئيل چې د خدای دپاره چې د افغانستان په کورونوچارو کښې ګوتې وهل پرېږدئ او د جهاديانو د مرستې نه لاس واخلئ ګني افغانستان څۀ چې پاکستان به هم تباه شي محترم اچکزی چې په APC  او نورو مرکو کښې د افغانستان په حقله د ملک په خارجه پاليسۍ کوم تنقيد وکړو دا نوې خبره نۀ ده بلکې دا د هغۀ زوړ موقف دی چې هغه ئې په تسلسل سره بيانوي  خو فرق دا وۀ چې د نوازشريف او جنرل کياني غونده خلقو هم محمود خان په ډېر غور او سنجيدګۍ سره اورېدل شروع کړل چې داسې قسمه خلق په تېر وخت کښې خبرو اورېدو ته تيار نه وو د دې دومره خبرو نه پس دا نتيجه راوځي چې د محمود خان راتګ په ملکي سياست کښې د سپرلي د هوا تازه چپه  ده چې يو خوشګوار احساس ورکوي او کوم خلق چې دای .اين. پى د پاليسو نه مايوسه دي د هغوي په مايوسۍ کښې به ضرور کمی راغلی وي .قوم پرستو ته د نور کله نه زيات اوس د اچکزي  د شخصيت او د هغۀ د سياسي طرز فکر ډېر ضرورت دی اوسکېدې شي هغوي دا تور لګول پرېږدي چې “يو مشر کور ته نۀ ځي او بل مشردکوره نۀ راووځي “. نۀ راوتو والا خو راووته خو ضرورت د دې خبرې دی چې د تصوير دوېم رخ دې اچکزی په ملکي سطح داسې واوري لکه څنګه نواز شريف د جنرل کياني جنرل پاشا او ميډيا وا ورېدو او هر کلی ئې ورته ووې ځکه چې هغۀ سره اختلاف لرونکي هم  ددې حقيقت  نه انکار نۀ شي کولې چې د وفاق د غوره مفادو د اچکزۍ نه ډېر کار اخستی شي او د هغوي په خپله هم د دې خبرې ادارک لري چې هغوي دپاکستان او د دې خطې مفادو د پاره خپل يو فعاله کردار ادا کړي.          


((دا کالم په 12م اکتوبر2011 ء په ورځپاڼې مشرق کښې چاپ شوی دی چې د “لراوبر ډاټ کام” اداره ئې مننه کوي .))