د سولې لپاره منځګړیتوب کوو

مختار احمد احسان | نوومبر 10th, 2011


افغانان له تیرو څه باندې دریو لسیزو راپدېخوا د سولې او آرامۍ څخه محروم کړه شویدي. د سولې راوستلو په نوم بلابيلې غونډې، جرګې او شوراګانې جوړې شوې چې د مرحوم استاد برهان الدین رباني ترمشرۍ لاندې د سولې عالي شورا یې وروستی مثال دی. تراوسه پورې هیڅ یوه شورا یا جرګه او انفرادي یا ګروپي هڅه پدې نده توانیدلې چې دافغانانو دا د اوږدې مودې او ترټولو مهمه هیله او آرزو پوره کړي. د سولی عالی شوری هم نده توانیدلې چې د وسلوالو مخالفینو سره عملي او رښتیني خبرې اترې ترسره کړي. دا ځکه چې د سولې د خبرو اترو ترسره کیدل په لومړي سرکې داسې دریم ګړي ته اړتیا لري چې وکولای شي د جګړې او منازعې ټولو خواوو ته له ډار او وهم پرته تګ راتګ وکړي، داسې دریمګړی چې سوله دافغانانو لومړی او ترټولو مهم ضرورت وبولي، پدې لاره کې په اخلاص کار وکړي او د ځان لپاره هیڅ ډول امتیاز ونه غواړي.


دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د هیواد د وتلي اوتکړه عالم، مجاهد او سیاسي شخصیت ښاغلي ډاکټرفاروق اعظم په مشرۍ، چی د جنګي ډلو ترمنځ د سولي په راوستو کې پراخه ملي او نړیواله تجربه لري، له تیر یوه کال راهیسې په عملي توګه د جګړې له بیلابیلو اړخونو او عامو افغانانو سره د یوې آبرومنده او تلپاتې سولې د راوستلو لپاره په سلا مشورو او دنظرونو په راغونډولو او ترتیبولو بوخته وه، او اوس پدې توانیدلې ده چې د ولس د هیلو د پوره کولو لپاره د سولې یو مفصل پلان وړاندې کړي.


دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د جګړې ټولو خواوو ته وړاندیز کوي چې د رښتینې، تلپاتې او شرافتمندانه سولې لپاره دې ټولنې ته د منځګړيتوب موقع ورکړي ترڅو د جګړې دټولو اړخونو ترمنځ د مذاکراتو لپاره مطمین چاپیریال رامنځته کړي.


دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د سولې د مذاکراتو او خبرو اترو دترسره کیدلو او بالاخره په ګران هیواد افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځته کیدلو لپاره داسې تفصیلي او سنجول شوی پلان لري چې په هغه کې د جګړې د ټولو خواوو نظر تریوه حده تمثیل شویدي او یقین دی چې د سولې لپاره ترټولو دقیق، په واقعیتونو ولاړ، د هیوادوالو، ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ چوکاټ بلل کیدای شي. دا د افغانستان د مشکل د حل لپاره افغاني ابتکار او افغاني نسخه ده چی د ملګروملتونو او اسلامی کنفرانس په ملاتړ عملي کیږي.


زموږ دغه ږغ، زموږ او زموږ د سیمی د خلکو د پراخو پرګنو د زړه ږغ او د وخت آواز دی. هیله ده دافغانستان دولت، ددولت وسلوال مخالفین اونړیواله ټولنه زموږ دخلکو دغه ږغ، غوښتنې او آواز ته لبیک ووایي .


ددې اعلامیې په اړه د ټولو ذیدخلو اړخونو رسمي عکس العمل او همدارنګه د اړتیا په صورت کې هرډول تماس ته سترګې په لاریو.   په درنښت


ډاکټر عبدالواسع قانع                                                                                                              


د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنې د رسنیود چارو مسؤل.  تلفون: 0787105925   drqani@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024