کور / اسلامي / شیطان پيژندنه -اتمه برخه

شیطان پيژندنه -اتمه برخه

ابلیس


ددې لړې تېره برخه له دې ځايه ولولی
ابلیس له بلس څخه مشق سوی دی چې مانا يې ناهیلي او ناامیدي ده  مګر ابن­منظور او زمخشری ابلیس یو عجمی لغت (ویی) بولي او لویدیځوال وايي دا له « دیاپلوس« څخه اخیستل سوی  کلمه  ده  .
ابلیس په اصل کې له  پيریانو څخه و ،هغه د پيریانو یو لوی عالم او عابد و ،چې د خدای  دامر د نه منلو په سبب ملعون سو .ځیني علما وایيابلیس د جان زوی دی
ابلیس په مکی سورتونو کې شیطان ته کارولی سوی دی او په مدني سورتونو کي یوازې شیطان یادسوی دی په قرانکریم کې  یوولس واری ابلیس راغلی چې نهه واري دادم (ع) په داستان کې راغلی دی
( سوره بقره‌  آیت : ۳۴؛ سوره اعراف‌ آیت :۱۱؛   سوره حجر  آیاتونه ۳۱و ۳۲؛ سوره  اسراء  آیت :۶۱؛  سوره كهف‌  آیت : ۵۰؛ سوره  طه‌ آیت : ۱۱۶؛ سوره ص‌ آیات :۷۴،۷۵) راغلي  او دوه واري چې د خلقت په اړه نه دی لکه : (سوره شعراء آیت ۹۵؛  سوره سبا  آیت ۲۰) چې یوځای  د ابلیس لویدل جهنم ته اوبل ځای د ډیرو خلکو ختااستل راغلی دی
ابلیس شیطان د ی خو هر شیطان ابلیس نه دی
 په قرانکریم کي  شیطان کلمه د ابلیس مترادف بلل سوې ده  او کله هم په ژباړه کې د ابلیس پر ځای د هغه غلطه ژباړه شیطان راغلې  ده
ابلیس د خدای تعالی یو موجود و  چې د ادم (ع)  د خلقت مخکې د ملایکی په ډله کې  اوسیده
ابلیس اصلأ د جن له ذاته دی، . هغه له اوره جوړ سوی دی، . د هغه کار دا دی چې خلک ګمراه او زیانمن کړی ، . هغه آدم (ع) ته له  سجدې څخه د سرغړونې له امله د الله د حُکم څخه انکار وکړ نو ځکه د الهی لعنت وړ وګرځېد ، ابلیس د انسان ازلي او فطري دښمن دی، هیڅوک باید د هغه پیروي او په خوله و نه کړي .
الحجر دسوری په(  ۳۸-۳۲)  ایاتونو کې د ابلیس نکل داسي راغلی  دی :
 خدای وپوښتل : اې ابلیسه! ولي دی  سجده ونه کړه؟!
وویل (ابلیس): ماته نه ښايي بشر ته چې تا له وچو بوی لرونکی  کړنیدونکیو تورو خټو څخه جوړ کړی دی سجده وکړم!
وویل  (ابلیس):  خدایه !ماته تر قیامت وخت راکړه
 ويي فرمایل : تانه می مهلت درکړ تر ورځي معیني پورې
 هم دا مطلب د الاعراف د سوری په ( ۱۷-۱۲ ) مبارکو ایاتونو کې  هم راغلی  دی :
وویل  خدای ابلیس ته : ولي  دی زما امر ونه مانه او انسان ته دي سجده ونه کړه؟!
هغه ویل زه د هغه ښه یم، زه دی له اوره او هغه دی له  خټو پیدا کړی دی
 وویل( الله) : کوزسه! له اسمانه نه ده لایق تا ته چې تکبر وکړې په دې ځای کښې  نو ووځه ته له ذلیلانو څخه يي …
 ابلیس  دا ناځایه قیاس وکړ . ادم (ع) یوازې خاوره نه وه بلکی د الله روح هم ورسره وه
 اوبل داچې شیطان ځان ته حاکمیت او ازادی  قایل سو. نود خدای (ج) لخواپر هغه لعنت وسو نو هغه د انسان سره دښمنی پيل کړه او قسم يي واخیسته چي په هره لاره چې کیږي انسانان به  ګمراه کړي
الکهف د سورې په( ۵۰) مبارک ایت شریف کې راغلي  دي :
 «هغه وخت په یاد کړی چې موږ ملایکو ته وویل  : ادم ته سجده وکړی هغو ټولو سجده وکړه  مګر ابلیس چې له پيریانو له ډلې څخه و د خدای  (ج) فرمان  یې ونه مانه  ،نو آیا تاسو هغه او اولاده يي زما پر ځای خپل اولیا غوره کوی په داسې حال کې چې هغوی ستاسو دښمنان دی او دا بد غوراوی دی د ستمکارانو لپاره»



چه تلبيس ابليس منظور شد
ملائك پس سجده ماءمور شد
يكايك بدين سجده اقرار كرد
جز ابليس كز سجده انكار كرد
به خود گفت من ز آتشم او ز خاك
گر از سجده روى از تو تابم چه باك
تكبر به سويش چه آورد روى
بشد طوقى از لعنتش در گلوى