کور / تازه خبرونه / یو افغان عسکر درې اسټرالوي پوځیان وویشتل

یو افغان عسکر درې اسټرالوي پوځیان وویشتل

د اسټرالیا ( پریس بېن ټایمز ) خپرونه د خپل دفاع وزارت په حواله لیکی چی نن په روزګان ولایت کی یو افغان عسکر پر اسټرالوي پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې درې اسټرالوي او دوه افغان پوځیان سخت زخمیان کړل خو پخپله د موټر په ځغلولو سره په تیښته بریالی سو . وروسته اسټرالیایی پوځ بې پیلوټه اکتشافی الوتکه پسی والوزوله تر څو هغه ونیسی یا یې ووژنی ، خو بریالي نه سول .
دا پیښه په داسی حال کی وسوه چی پرون د اسټرالیا صدراعظمه ترین کوټ ته د خپلو عسکرو د لیدو لپاره ورغلې وه .
لس ورځی مخکی هم یو افغان عسکر درې اسټرالوي پوځیان او یو ترجمان وژلی وو .