کور / اسلامي / دموسيقې بيولوژيکې اغيزې پرانسان باندی

دموسيقې بيولوژيکې اغيزې پرانسان باندی

بسم الله الرحمن الرحیم


موسیقې په اسلام اوساینس کي(لومړی څپرکی)


ماولی داڅېړنه وکړل؟
لکه څرنګه چې نن سبا دموسیقۍ اوریدل، رقص کول، دموسیقۍ الات استعمالول، سروزاوغزل ویل یومعمولی اوعادی خبره ده، نوځکه می داڅېړنه وکړل اودامعلومات می راغونډکړل، که اوس موږواخبارو، مجلو، ورځپاڼو، انټرنیټ اونوروپه نامه معلوماتی چاینلواوراډیوګانوته وګوروو، په ځانګړی ډول سره په ګران افغانستان کی نوتربل هرشی موسیقې زیات رول پکښې لری، خلک ودې ته هڅول کیږی، چې بایدیاغزل ووایی اویائې هم اقلاواوری، نه دماشومانودروزنې لپاره څه پروګرامونه شته، نودښوونې اوروزنې څه پېغامونه شته، نه دټولنیزژوندپه هکله څه اړین توکی پکښې شته، نه دټولنې دپرمختګ په هکله یومیتودپکښې شته،نه هم کوم تربیتي پروګرامونه اوتمثیلونه پکښې شته، نودځوانانودروزنې لپاره کوم داسی پېغامونه اوفرمانونه شته چی داولس ځوان نسل دی دهغه په عملي کولوسره یوه ښه روښانه اینده ولري، نه داسلامي ثقافت دخپلوڅه څرک پکښې ترسترګوکیږي، نه اسلامي تعلیمات پکښې شتون لري اوداسی نور۔۔۔۔ بلکې هرسړی مکلف دی چې بایدیوه سُندره خوښه کړی اوهرځای چې وی هغه بایدواوری؛ وماته دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه حدیث شریف راپه یادشو چې ده صلی الله علیه وسلم وویل چې زمااُمت به په ځمکه ننوځی، په طوفانوبه هلاک شی، اومسخ (شکلونه به ئۍ واوړی) به شی، چې یوصحابی بیادنبی کریم صلی الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کوی چې داکله؟ نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایی، چې کله موسیقی اوشراب خوړل عام شی، اوهیڅوک ئی په کولوسره شرم نکوی، نوداحالات به راشی۔
ماداڅېړنه دجذباتواواحساساتوپربنسټ نه ده کړی بلکې په ښه اطمنان سره می پکښې څېړنه کړیده،دالیکنه می په داسی حالت کړېده چی زړۀ می دډاډ، پوره سکون اوارام په پردوکې ؤ، اودهرې خبرې ماخذمی هم لیکلی دی، اودامی ثابته کړیده چې موسیقې اورېدل په اسلام کی څومره جرم، ګناه اوحرام کاردی، اوله ساینسی پلوه څومرې بدې اغیزې اوپایلې لری؛ داچې دداسی لیکونوخپرول زماملی، اولسی اواسلامی دنده اووجیبه ده نوځکه دازمالپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی، اودلوی څښتن تعالی جل جلاله څخه لانورتوفیق غواړم چې نورې لیکنې هم دکائیناتودپنځونکی لایزال جل جلاله  په پوره مرسته سره ولیکم اوپردین مینوخلکوته ئې ورسوم، ترڅوددوی دهدایت اولارښوونې سبب وګرځی، اوهغه کړنې چې دوی کړې اویاهم په بوخت دی اوداسلام دچوکاټ څخه دباندی دی،  چې دهغوڅخه توبه وباسی، وټول اُمت مسلمه ته باید دهدایت دُعاوکړو، اوهرڅوک چې دازمالیکنې ولولې نولطفا کوښښ وکړی چې دالیکنې تربل مسلمان ورورپوری هم ورسوی۔
په ټولنه کی موسیقې اوس یوکسب اودویاړاوتوجه سمبول ګرځېدلې دی(العیاذ باالله)، په مخکی وختوکی به موسیقې یواځی په غیرمسلموټولنوکې دودوه، خو! افسوس !!؟ چې اوس داموسیقې په اسلامي ټولنوکې یوځانګړې ځای لری؛ ځوانان ورته هوسیږی، په مینه سره ئې اوری اوځوان نسل نه دی خبرچې داموسیقې وټولنې ته زهراو داعُمده تاوانونه لری:
1: هغه اشعارچې دسروزسره ویل کیږی دځوانانوپه ذهنواودماغوکی ځای پیداکوی اوپه هغه عمل کوی، کله په دې شعروکی دنشیی توکوستاینه وی، کله دانجینواوپه مجموع کی دښځودښکلاانځورپکښې وی، کله بیاداسی بربنډتوب اوبې حیایی ولونه پکښې نغښتې وی چې په مطلق اورېدلوسره ئې انسان حیران شی؛ چې په مجموع کی ځوان نسل ولعنتی اودجنسی خواهشاتوو کندې ته غورځوی؛ ډېرداسی کسان په ځانګړی ډول سره موځوانان لیدلې دی اوپوښتنې موورڅخه کړیدی چې ولی سګریټ، چلم څکول، نشیی توکې استعمالول ،یابنګی خوړل اوشراب څیښل داولی کوی؟؟؟ ځواب ئې یواځی دادی چې ددې څیزونوستاینه فلانۍ سندرغاړې کړید ه اویاهم ددې ستاینه په  فلانۍ غزل کې شوېده ؛ چې په لنډډول سره ئې موخه اوهدف دادی چې موسیقې دځوان نسل دتباهۍ اوګمراهۍ سبب ګرځی اوبس۔
2: دوهم داچې که هرډول موسیقې هرڅوک اوری، داموسیقې ئې وخپل ځان ا وروغتیاته پوره ګواښ دی اودیولړستونځوسره ئې مخامخ کوی، چې بالاخره دانسان وروغتیاته داسی نقصان دی چې کله  دانسان دماغ تردې اندازې پوری تراغیزولاندی راولی  اوپه سیلابي توروڅپوکې ئې رانغاړي چې هغه به خپل  ځان پخپله ووژنی، چې دنیااواخرت ئې دواړه برباداو په صفرکي شی چي وروسته به درته جوته شي اوهرڅه به په تفصیل سره ولولی۔
3: داچې موسیقې چې په هرنامه سره وی، ترهرسرلیک لاندی وی، په هرومراسمو کی وي اوپه هره بڼه سره وی زموږخالق اومالک جل جلاله اودهغه خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم حرامه اومنع کړیده؛ دخدای جل جلاله نافرمانې ویوه مسلمان ته هلاکت اوضلالت دی، چې وهرانسان ته دناکامۍ زېری دی اوپاته دی نه وی چې دخدای جل جلاله په حُکمونوکی هیڅ شک نشته ، اوهیڅ څوک تصرف نشی پکښې کولای، اونه هم څوک دااختیار لری چی دقرانکریم ایاتونه دخپلې خوښې مطابق تعبیراوتفسیر کړی ؛اوقران عزیزپه ښکاره الفاظوسره وایی:
اوکله چې الله اودهغه رسول په یوکارحکم کړی وی هیڅ مومن اوهیڅ مومنې ښځې ته نه وی په کارچې ددوی په کارکی کوم واک ولری که څوک دالله اودهغه له رسول څخه سرغړونه وکړی بې شکه چې هغه په ډاګه لارورکی دی۔
(الاحزاب 36)
اوکه باالفرض یوڅوک په ښکاره ډول سره دالله جل جلاله اودهغه دخوږاستاځی صلی الله علیه وسلم دفرمانوڅخه نافرمانې وکړی نوقرانکریم برملااوسپینه خبره کوی:
(ای مسلمانانو!) په خپل منځ کښې درسول بلل لکه ستاسی په خپلومنځوکښې دیوبل دبلنې غوندی مه ګڼې الله په تاسوکښې هغه خلک ښه پېژنې چې یوبل ته ځانونه پناه کوی اوغلی غوندی په څکېدلووځی، نودرسول له حکم څخه سرغړوونکې باید ووېریږی چې په کومه فتنه کښی اخته نه شی یادردناکه عذاب پرې رانشی۔
( النور 63)


دوهم څپرکی


ځینی خلک بیاپه دې انددی چې داپه اسلام کی تنګ نظری ده، اوداوایی چې (ته دایویشتمه پېړۍ وګوره اوته موسیقې بندول وګوره! اوحال داچې هرڅوک په هرځای کی موسیقې اوری۔) نوزه ودې دروند مسلمان ته وایم چې زه وتاسوته یوه علمی اوبنسټیزه خبره کوم اوهغه داچې که یوڅوک وځانته مسلمان اومومن وایی، نومطلب دادی چې ځان ئې والله جل جلاله اودهغه ورسول صلی الله علیه وسلم ته تسلیم کړیدی، اوهرڅه چې الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته  ویلی دی هغه به منی اوعملی کوی به ئې؛ نوکله چې الله جل جلاله اودهغه خوږاستاځی صلی الله علیه وسلم یوشی حرام ګرځولی وی نوولی بایدعمل پرې وشی؟ اوځنې روڼ اندی په دې نظراوعقیده دی چې موږدیموکراتیک اسلام غواړو، دوی په دې خبره هم نه شرمیږی چې اسلام یواسلام دی، اواسلام هیڅ څوک نشی کولای چې دخپل ځان تابع ئې کړی، بلکې هرڅوک به داسلام تابع کیږی؛ داسلام هراصل ، بنسټ ،حکم اونهی به ترقیامته پوری باقی وی، قرانکریم خوڅه دیموکراتیک دانسانانوپه لاس جوړشوی قانون نه دی چې یوه ورځ ئې یوه ماده غلطه اوبله ئی بله ورځ اضافه وی، که په لنډوکی درته ووایم چې داسی بدلونونه دالله جل جلاله په قانون کی نشی راتلای اونه ئې هم تصورکېدلای شی، بلکې دابدلونونه دلارډ میکالې په قانون کی راځی اوصورت نیسی؛ افلاطون چې دنړۍ له وتلوفلیسوفانوڅخه ؤاوس ئې ډېرې فرضیې اوقضیې ترپښتنولاندی دي۔
دیوه مسلمان خاصیت بایدداسی وی چې اسلام چې څه ویلی هغه به منی اوبیابه ئې عملي کوي پرخپل ځان باندی اووروسته به ئې په ټولنه کی دعملي کولوهلې ځلې اوپوره تکل کوي؛ چې داخلک نویقینارېښتنې مومنان دی، اوداهغه کسان دی چې الله دجنت زېرې ورکوی۔
ځینې کمزوری مسلمانان بیاداسی وایی چې ته به موسیقې نه اوری بلکې دموسیقۍ اورېدل ټول خلک خوښوی، ودې خلکوته الله جل جلاله ځواب ورکوی:
که ته دډېروهغوکسانوپیروی وکړی چې په ځمکه کښې میشت دی نوتابه دالله له لاری واړوی، دوی له ګومانه پرته دبل شی پیروې نه کوی اودوی له اټکل پرته بل کارنلری۔(الانعام 116)
داددې خلکوګومان(ظن) دی، دوی داموسیقې دومره دزړۀ په غوږواوری لکه چې دټولې نړې انسانان ئې اورې، اودایواځی اویواځی ددوی یوخیال پلو اوپوچ فکردی، چی دغلطوتصوراتوپرغونډۍ باندی ناست دي اوزهرهم ورته عسل اوکیمیاښکاری اوخبرنه دی چی عقل ئې کډه کړېده، اوشعورئې هم دفهم اودرست ادراک پرځای دجهل اوناپوهۍ په تاریکیوکی په خولوکی ډوب دی۔
ځینی مسلمانان بیاداوایی چی یوڅوورځې ژونددی اوله دې څخه به خونداخلو، اوپه دې نه دې خبرچی دالله جل جلاله نیونه بیاډېره سخته اودردونکې ده، چی کله دیوه انسان پرغاښ دردشی نونشی ئې زغملای نونورکړاوونه به څنګه وزغمل شی۔
ځینی بیاداوایی چی ماپرېږده اوکارمی پرېږده اوڅوک خوبه زماپه قبرکی نه پرېوځې، چی ددې څخه مطلب دادی چی داسړی ډېرمغروره دی اویائې داګمان لاهم نه کیږی چی زه دی په قبرکی مجازات شم، اویاهم داسی ګمان کوی چی خدای جل جلاله به وماته پردې باندی سزانه راکړی، اویادادخدای جل جلاله سزاته دومره ارزښت نه ورکوي اوانګیری چی دایوخیال دی(العیاذ باالله)؛ اویادی دافکرکوی لکه مشرکینودمکې چی کاوه چی په دوږخ کی 18 دعذاب ملائیکې دی، نویوه ته به ئې وویل چی درې ملایئکې ئې پرتا، اوپنځه ئې پرمااوپه همدې ترتیب به ئې ددوږخ ټولې ملائيکې ووېشلې اوپخپلومینځوکی به ئې وویل چی دابه ټولې وتړواوددوږخ له عذابه به وژغورل شو(العیاذ باالله) څومره احمقانه ، پوچ، بېهوده ،دعقل نه لیری، دمنطق نه لیري اودانسانیت نه لیری فکراوتصوردی، دالله جل جلاله دعذاب تصوراوفکرکول دانسان له عقل اودماغ څخه ډېرلوړدی، هغه اور، شکنجه، عذاب، نیونه اوهرڅه ددې دنیاپه شان نه دی، په قران عزیزاواحادیثومبارکانوکی چی ددوږخ کوم بیان راغلی دی وهرچاته داجوتیږي چی هغه څومره سخت اودردناکه دی، اوکه هغه ونه ګوری نوالله جل جلاله وټول انسانیت ته وایی چی تاسی دهغوخلکوانجام وګوری چی دمځکې دکُرې پرسرباندی ئې نافرمانیانې وکړې اوسزاء ئې څه شوه، دعاد، ثمود، لوط قومونه وګوری، چی دهغودنګې دنګې په غروکی جوړې شوې عمارتونه وګوری چی هغه کورونه اومحلونه ئې شته اودوی نشته، دفرعون، هامان، شداد ، نمروداوداسی نوروغټوکفاروانجام وګوری چی ددوی تعمیرونه تراوسه شته، کټونه، دښکلاتوکی، سامونونه، زېورات، څپلۍ اوهرڅه ئې شته خودوی نشته اوددوی انجام څه شو؟؟!!
ځینی کسان په دې خطاوتلې دی چی اوس هرکارکوم ، ځوان یم اووخت لاډېرشته چې کله سپین ږرې شوم بیابه توبه وکړم، خودلوی څښتن جل جلاله په دې پرېکړې نه دی خبرچې قرانکریم وایی:
هرنفس مرګ څکی(ایات)
اوکله چې اجل(دمرګ نېټه) راشی نونه مخته کیږی اونه هم وروسته کیږی۔(سورت نوح)
دایومنلی حقیقت دی چې کله دیوچادژوندپاڼه ژړه شی، دمځکې پرکُرې باندې ئې درزق کاسه نسکوره شی، نصیب ئې دعنقاء دمرغه په شان والوزې، له دې فاني نړۍ ئې ټغرټول شي، دسترګواوبه ئې وچې شی، دزړۀ دحرکت جنازه ئې پورته شی؛ نوداچی هرڅوک وي، که پاچاوي، که بېنواوي، که دلوږې له کبله غوړرېګ بویوی، اوکه ئې یوڅاروی یواځی یوسهارنی وی، که ئې په  یوه څاڅکی  اوبوپسې سترګې شنې وې، اوکه ئې څښاک عسل اوشیدې وی، داټول دیوې ثانیې دزرمې برخې په اندازه سره وخت نلری اوضروربه له دې نړۍ نه سترګې پوټوي، اوله دې نړۍ څخه به یو ګز یازیات سپین رخت له ځانه سره وړی اوبس۔


دريم څپرکی


پوهه درې سرچینې لري
لومړی پنځه حواس ، چی دلاس، خوله، پزه، غوږونه اوسترګې دي۔
دوهم عقل دی
دریم وحی دي
اوس زه غواړم چی داټول زه په یوه مثال کی ښه روښانه کړم
یوسړی یوه توپنګچه لري، که په حواسوسره ورته وګورو، نودابه راته جوته شی چی څنګه رنګ ئې دی؟ څنګه شې ده؟، جوړښت ئې څنګه دی؟، غټه اوکه وړوکې ده؟ اوداسی نور۔۔۔ اواوس که بیاراشوچی دابه کوم کس جوړه کړې وي، نوبیادلته حواس کارنکوي اووعقل ته اړتیاشته، اوعقل به داقضاوت کوي، اووحی بیاداوموږته ښیې چی له دې توپنګچې څخه بایدڅنګه استفاده وشی؟
اوس راځم چی یوه بېلګې وړاندی کړم، یوڅوک راولاړشواویوڅوک ئې وواژه، اوس دعقل غوښتنه داده چی داوژونکی (قاتل) بایدقصاص نشی، داځکه چی دیوه سړي خوژوندختم شو، ماشومان ئې یتیمان شول، اوکورئې دکړاوونوپه سیندکی لاهوشو، نواړتیانشته چی دابل کورهم دهمدې ناورین پرټغرکښینې، نوځکه دعقل تقاضاداده چی داسړی دی جرمانه شی اوخوشی دی شی، خودلته دعقل هیڅ کارنشته؛ اووحی وموږته داامرکوي چی داسړی بایدپه دې باندی قصاص شی چی بیاهرڅوک راولاړېږی اوهرڅوک وژنی، اوبل داچی دانسان ژونددیوه حیوان ترژوندورته هم کم ارزښته شو، نووحی داوایی چی داسړی بایدووژل شی، ترڅوپه اینده کی بل سړی داسی هوډونکړی چې بل څوک په ناحقه سره  ووژنی؛ چې قصاص په حقیقت کی دیوې ټولنې دښه ژوندتکل لری  اولکه قران عزیزچې وایی چې قصاص ژونددی په حقیقت کی اوبل لورته عقل بیادټولنې اووټوله انسانیت ته نظرنه کوي اویوسړی ژغوری، دوژنودکنترول لپاره قصاص ئې ېواځنی علاج دی۔
چی ددې ټوله مطلب څخه داڅرګندیږي چې کله انسان یوعلم دحواسوپه کارولوسره نشی ترلاسه کولای نووعقل ته اړتیاشته، اوکله چی انسان دیوې شی علم دعقل په کارولوسره نشی راوستلای نوبیاووحی ته اړتیاشته یعنی وحی دمعیاري اواعلی پوهې دراوستلویوه الهی سرچینه ده۔ نوهرهغه څه چی الله جل جلاله ویلی اوهم دبشریت ستراستاځی صلی الله علیه وسلم ویلی دی داهرڅه وحی دې، چی عمل پرې کول اړین دی، اواوس داسی ډېرغیرمسلمانان شته چی اسلام ئې نه دی قبول کړی اوداسلام ډېراوامراونواهی پرځای کوي، داځکه چې دوحی هرامراونهی دپوره بې جوړې ګټوضمانت ورکوي، چی دټول اُمت مسلمه په اتفاق سره ورباندی ایمان دی۔


کله چې موږدموسیقۍ نوم اخلونوداپرڅلوروبرخوویشو:
1: دموسیقۍ الات(رباب، جاپانی، تنبور، ډول اوداسی نورپه زرهاوو۔۔۔)
2: غزل ویل، سُندرې ویل اوداسی نور۔۔۔
3: هغه څوک چې غزلې کمپوزاونورې لارې چارې ئې په لاس کی وی
4: هغه څوک چې دموسېقۍ لپاره غزلې جوړوی


دقران عزيزحُکم اوموسيقې:
ومن الناس من یشتری لهوالحدیث لیُضل عن سبیل الله بغیرعلم ویتخذهاهزوااُولئک لهم عذاب مُهین۔
اوله انسانانوداسی څوک هم شته چې ناوړی خبرې اخلی څوخلک دالله له لاری بې له  پوهی بې لارې کړی اوددغې لارې په بلنې پوری ملنډې وکړی ددغسی خلکولپاره سخت سپکوونکی عذاب دی۔(لقمان 6)
دلته په ایات کی د(لهوالحدیث) لفظ راغلی دی، اوحضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه وایی چې قسم په هغه الله چې دده څخه بل دعبادت لایق اووړنشته چې د(لهوالحدیث) څخه مطلب موسیقې ده۔
(نیل الاوطار، علامه شوکانی، لاهور2000؛ جامع البیان فی تاویل القران، ابوجعفرابن جرېر طبری بیروت 1992)
دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اندچې ددې ایات څخه مطلب غزل ویل دی، اوغزل دی اوجابربن عبدالله رضی الله عنه وایی چې ددې څخه مطلب دموسیقۍ ویل اواورېدل دی۔
(سنن الکبری، امام بیهقی، حیدراباد دکن 1355هج؛ تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)
علامه ابن کثیرپخپل تفسیرکی لیکی چې زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعیدبن جُبیر، عمروابن شعیت، پردې ټینګارکوی چې داایات دموسیقۍ پرویلودحراموالی قاطع دلیل اوثبوت دی۔ (تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)
ابن عساکردقرانکریم دمفسرحضرت مکحوم رضي الله عنه خبره رانقلوی:
که یوچاغزل ویونکې ښځه رانیول، اوداسړی په دغه حالت کی مړشو، نوزه دده په جنازه کی ګډون نه کوم، داځکه چې الله جل جلاله په سورت لقمان کی وایی چې دې سړی (لهوالحدیث) رانیولې ده۔
(معالم التنزیل، امام بغوی ، مصر 1347 هج)
علامه ابن جریرطبری رحمة الله علیه پخپل تفسیری(جامع البیان) کی لیکی:
دمفسرینوپه اندد(لهوالحدیث) اصطلاح ددې دروشیانولپاره استعمالیږی:
1: غزل ویل اواورېدل
2: دښځینه اونارینه غزل ویونکو(غزل چیانو)چوپړاوکاروبارکول۔
3: دموسیقۍ دالاتواستعمال، رانیول اوکارووبارکول۔
(تفسیرطبری)
په همدې ترتیب امام قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرکی وایی:
د(لهوالحدیث) ترټولوښه معنا(غزل ویل دی)اوهم دارایه درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه اوتابعینووه۔
(الجامع الاحکام القران، امام عبدالله قرطبی، بیروت 1953 )


څلورم څپرکی


داُمت مسلمه دعُلماوپه انددقرانکریم په ښه پوه کولولپاره څلورسرچېنې دی:
1: دقرانکریم تفسیری په قرانکریم سره۔
2: دقرانکریم تفسیرپه حدیث سره۔
3: دقرانکریم تفسیردصحابه کراموپه تشریح اوقول سره۔
4: دقرانکریم تفسیرپه علم اللغت (لغت پوهنې)سره
الله جل جلاله وایی:
ازفتُ الازفة(57) لیس من دون الله کاشفة (58) افمن هذاالحدیث تعجبون (59) وتضحکون ولاتبکون(60) وانتم سامدون (61)
 نژدې کېدونکی قیامت رانژدې شو، پرته دالله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه شی، ایانوله دې خبرې تعجب کوی؟ اوخاندی اونه ژاړی اوپه سندروږغولودهغه مخه نیسی ۔
(النجم 57ـ 62)
دلته په قران عزیزکی توری د(سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وایی چې په یمنی لهجه کی (سمود) وغزل ویلوته وایی۔
(تفسیرروح المعانی، علامه الوسی رحمة الله علیه بیروت، 1983)
دعربی ژبې نړیواله ماهره اوتکړه عالم اودعلم اللغة نابغه علامه ابن منظورپه (لسان العرب) کی لیکی:
دعبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې (سمود) وغزل ویلوته وایی، اودالفظ له اره (اصله) څخه یمنی دی اوپه یمن کی دوی وایی (اسمدعلینا) یعنی وموږته غزل ووایاست۔
(لسان العرب، علامه ابن منظور الافریقی، 1304هج)
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه مطابق (سامدون) دعربوهغه ډله خلک دی چې دقرانکریم په خلاف غزلې وایی۔
(تفسیر ابن کثیر)
په قرانکریم کی بل ځای راغلی دی:
لایشهدون الزور(سورت الفرقان 72)
ژباړه: او(بندګان درحمان) هغه کسان دی چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلوکښې(موسیقې)۔
محمدبن الحنیفه اومجاهدوایی چې د(الزور) څخه موسیقې مرادده۔
(کف الرعاع، ابن حجر المکی، بحواله اسلام اورموسیقې، مفتی محمدشفیع)
ابن کثیروایی چې د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دی، ابوبکرالجصاص پخپل کتاب تفسیر کی وایی:
دامام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقې اوغزل ویل دی۔
(احکام القران، امام ابوبکرالجصاص،1347 هج مصر)
احاديث نبوی صلی الله عليه وسلم اوموسيقې
1:قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونن من امتی اقوام یستحلون الحروالحریروالخمر والمعازف۔۔۔۔
ژباړه: ډېرژربه زماپه اُمت کی داسی کسان پیداشی چې زنا، دورېښمواستعمال، شراب اوباجه وهل به حلال وګڼی۔ (بخاری، باب الاشربه)
ددې حدیث شریف څه تفصیل اوڅېړنه:
د(معازف) په لفظ باندی دټولودلغتودعلماواوپوهانواتفاق دی چې غزلوویلوته ویل کیږی، امام قرطبی رحمة الله علیه وایی دعربی ژبې دلغاتوماهره الجوهری وایی چې معازف دموسیقۍ والاتوته وایی اوهمدارنګه (العازف) وغزل ویلواود(عزف)څخه موخهٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍ دموسیقۍ الات دی، چې ورڅخه ډول، طبله، رباب، سارنګی، پیانو، باجه اودموسیقۍ کمپیوټری الات دی اوداسی نور۔۔۔
دپورتنی حديث شريف څخه داپه لاس راځی:
 1:(یستحلون) حلال ګرځول، چې په ښکاره ورڅخه دامطلب دی چې په حقیقت کی موسیقې حرامه ده اوداخلک به ورته حلال ووایی، ایابه ئې داسی اوری لکه چې حرامه نه وي۔
2: که موسیقۍ حرامه نه وایی نودشرابواوزناسره په حدیث شریف کی نه راتلل۔
3: که موږودې څلوروشیانوته وګورو(زنا، ورېښم، شراب اوموسیقې)، په یقینی ډول سره داڅلورشیان هم په دې دنیاکی اوپه اخرت کی بدې پایلې لری؛ داځکه چې دادشیطان دکړونوڅخه دی، اوداڅلورسره حرام دی، چې هیڅ شک اوشبه هم پکښې نشته۔
4: لکه څرنګه چې موسیقې دلویوګناهونوسره په قطارکی بیان شوېده اورغلې ده نوددې څخه په ښکاره ډول معلومیږی چې موسیقې هم حرامه ده اوګناه کبیره ده۔


پنځم څپرکی


ځینی خلک دخپلې بې علمۍ له کبله دافکرکوی چې زنا، شراب اوورېښم لویه ګناه ده، اوموسیقې دومره ګناه نه ده؛ اوکېدای شی چې کوچنۍ ګناه به وی، چې په حقیقت کی دوی خطاوتلی دی اوموسیقې هم یوه غټه ګناه ده۔
2:ډېرژرده چې زمادامت څخه ځینی کسان شراب څیښې اونوم به ئې بېل وی، پرسروباندی به ئې رقصونه اوموسیقې وی، اوالله جل جلاله به داخلک په ځمکه کی ننباسی اوځینی به بېزوګان اوخنځیران کی۔
په حدیث شریف کی راځی چی پرسروباندی به ئې رقصونه اوموسیقې وې، چی ددې مطلب اوس وموږته ډېرروښانه دی اوهغه داچی دااوس ځوانان یواځی موسیقې اورې ، اودادغوږو ګوشۍ ئې په غوږوکړی وي، اویائې کله پرسر(هیډفون) وی، چی دانوهغه حالت دی چی موسیقې اورقصونه ئې پرسردی۔
علامه ابن القیم وایی چې داُمت مسلمه هغه کسان چې شکلونه ئۍ بدلیږی (مسخه کیږی) هغه ددووشیانوله وجهې نه دی:
لومړی، دشرابوڅیښلوڅخه اودوهم دموسیقۍ څخه۔
(اغاثة اللهفان من مسائیل الشیطان علامه ابن القیم، دارُالبیان 1993)
بله ارزښتناکه خبره چی په حدیث شریف کی راغلې ده، هغه داچی شراب به وی اونوم به ئې بېل وي چی اوس الکحل دی، اودالکحل دلړیوڅخه دی، په ځینودڅښاک په شیانوکی 5سلنه الکحل وي اوپه ځینوکی بیاډېروی، چی دالکحلواستعمال داُمت مسلمه دعلماؤپه اتفاق سره حرام دی، نوشراب به په ډېرونومونوسره راووځی، نودحدیث مطابق نوم به ئې بېل وی اوپه حقیقت کی به شراب وی، چی داهرڅه ګناه کبیره(غټه ګناه ده) اوهرډول استعمال ئې حرام دی۔
3: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې بې شکه شراب اوطبله حرام دی، اوهرهغه شی چې نشه راولی هغه هم حرام دی۔
4: دحضرت ام المومنین حضرت عایشه صدیقه اوحضرت انس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
پردوواوازوباندی په دنیااواخرت کی لعنت دی دخوښۍ پرمهال د باجې اوازاودغم پرمهال دژړااوافسوس اواز۔
5: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:
زه تاسی دژړاڅخه نه منع کوم بلکې ددوواوازوڅخه مومنع کوم، چې دبې عقلۍ اوګناه اوازونه دی، یودموسیقۍ سره غزل ویل اوبل دغم په حالت کی فریاداوساندی، ځان وهل اودکالوڅیرل، اوزمااوښکې دغم له کبله وې (چې پرابراهیم مي توی کړې)۔
(مستدرک الحاکم)
6: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:
که یوڅوک وغزلوته کښینې اووائې وری، نودقیامت په ورځ به الله جل جلاله دده په غوږوکی ویلی سرپ ورتوی کړی۔
(تاریخ، ابن عساکر)، (جامع الصغیرللسیوطی)،(احکام القران قاضی ابوبکرابن العربی)
7: دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زه دموسیقۍ دالاتودماتولولپاره رالېږل شوی یم۔
8: دحضرت نافع رحمة الله علیه څخه روایت دی چې حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه یوځل یوه شپانه د(نی اومُرلۍ) اوازواورېدی، نوخپلې ګوتې ئې پخپلوغوږونوکی داخلې کړلې، اوپرخپل سوارې سپورشو، اوبیائې وویل چې نافع ته اوازاورې؟ ماورته وویل هو!اوته ځې، بیامی ورته وویل اوازنه راځی، وروسته ئې خپلې ګوتې دغوږوڅخه ایستی کړې اووه ئې ویل:
چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدی چې کله ئې دشپانه دنی اوازواورېدی اوداسی عمل ئې وکړی۔
(بحواله محمدعبدالمعزصاحب)، داحدیث ابن حجرعسقلانی، علامه ابن ناصر، علامه سیوطی اومولاناخلیل احمدسهانپوری صحیح بللی دی، (احمد ابوداؤد)


شپږم څپرکی


موسیقې په نبوي احادیثوکي
9: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
په تحقیق سره الله جل جلاله حرام کړیدی شراب، خمار(قمار)، ډول وهل اوهرهغه شی چې نشه راولی۔
(احمد، ابوداؤد، بیهقی)
10: حضرت عبدالله بن عمرروایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
شراب خوړل، خمارکول، ډول طبله اوتنبوراوټول نشیې توکي ئې حرام کړل۔
(احمد ابوداؤد)
11: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی
ډول وهل حرام دی، شراب حرام دی اوټول دموسیقې الات حرام دی۔
(کُف الرعاع)
12: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه شپه دیوه سړي غزل واورېدل اووروسته ئې وویل چی ددې سړي لمونځ نه قبلیږی، ددې سړي لمونځ نه قبلیږي، ددې سړي لمونځ نه قبلیږی۔
(نیل الاوطار)
13: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی
زه ددې لپاره رااستول شوې یم چی دموسیقۍ الات مات کړم؛ که نرغزل ویونکی اویاښځه غزلچې په دې څه لاسته راوړی داحرام دی، دزناڅخه چی څه په لاس راځی داحرام دی اوهرهغه څوک چې په حرامولوی شوې وي هغه به وجنت ته ولاړنشی۔
(کُف الرعاع)
14: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی غزل ویل اوغزل اورېدل ګناه ده، په داسی غونډې کی کښیناستل فسق دی، اوپردې خونداخیستل کفردی۔
(نیل الاوطار)
15: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی نبی کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی والله! زه ددې لپاره رالېږل شوی یم چی طبله، ډول اونی له مینځه یوسم۔
(جامع الجوامی)
16: حضرت عمررضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
غزل ویونکی چی څه ولاسته راوړی داحرام دي اوغزل ئې هم حرام دی۔
(نیل الاوطار)
17: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دډول وهل اودنی وهل منع کړل۔
(نیل الاوطار)
18: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم دډول وهل، چنګ اودنی وهل منع کړل۔
(کنز العُمال)
19: حضرت ابن مسعودرضي الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
په تحقیق سره موسیقې په زړۀ کي ریااومنافقت داسی پیداکوي لکه کښت چې په ابوغټیږی۔
(بیهقې)
20: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل:
موسیقې په زړۀ کی ونفاق ته داسی وده ورکوي لکه اوبه چی وکښت ته وده ورکوي۔


21: حضرت ابن مسعودرضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ددې دووشیانوسره خبراوسی!!! یودموسیقۍ الاتوته غوږنیول اوبل غزل ویل، په تحقیق سره داپه زړۀ کي ونفاق ته داسی وده ورکوي لکه اوبه چې وسبزیجاتوته وده ورکوي۔
(کُف الرعاع)
22: حضر انس رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هرهغه څوک چې وغزلچې ښځې ته کښېنې اویاهم غوږورته ونیسی الله جل جلاله به دقیامت په ورځ ددوی په غوږوکي ویلې سرپ ورتوی کړی۔
(ابن عساکر)
23: حضرت علی کرم الله وجهه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هرهغه څوک چې مړشی اودی غزلچې ښځه ولري، نودده جنازه مه کوي۔
(حاکم)


اووم څپرکی


موسیقې په نبوي احادیثوکي


24: صفوان بن اسیه(رض) وایی چې عمروبن قراه ونبی کریم صلی الله ته وویل چې زه ډېربدبخته یم ، زه خپل رزق یواځی په ډول وهلوکی وینم اوپه بل شی کی ئې نه وینم، نوته اجازه راکه چی غزل دډول سره ووایم؛ اوځینې غزل داسی دی چی بداخلاقي ختموی، نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
زه وتاته اجازه نه درکوم، داکوم شی ته وایی (ډول وهل) په دې کی هیڅ ښې ګڼه نشته؛ ای دالله دوښمنه!!! ته درواغ وایی!، په تحقیق سره الله ستالپاره حلال رزق ټاکلی دی، اوتاهغه څه انتخاب کړیدی کوم چي ستالپاره حرام دي دحلال رزق پرځای کوم الله ستالپاره ټاکلی دی۔
(بیهقي، طبراني، دایلمي)
25: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
دقیامت په ورځ به الله ږغ وکی چی هغه خلک کوم دی چې خپل غوږونه اوسترګې ئې دشیطان دموسیقۍ دالاتو څخه ساتلی دی؟
الله جل جلاله به وملائیکوته ووایی چی داخلک دنوروخلکوڅخه بېل کړی، ملائيکې به دوی بېل کړي، بیابه ئې دمشکواوعنبوروپرغونډیوباندی کښېنوی، وروسته به الله جل جلاله وملائيکوته ووایی زماپاکې اوزمالویې ودوی ته ووایاست، ملائیکې به تسبیح اوتمجید په داسی ښکلی اوازسره ورته ووایی چی هیچابه نه وی اورېدلې مخکی۔
(دایلمي، کنزالعُمال، جامع الفوائد، جواهرالحصېن)
26: حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
هغه کسان چې وغزلوته غوږنیسي،ودوی ته به اجازه نه وي چې په جنت کي دروحانینوښکلی اوازواوري، درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې روحانین څوک دی؟ نورسول الله صلی الله وسلم ورته وویل چی دادجنت قاریان دی۔
(کنزالعُمال)
27: حضرت ابن عُمررضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم غزل ویل اوهم غزل اورېدل منع اوحرام کړه اوهمدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم بې بنسټه اوازې اوافواه هم منع کړلې۔
(کُف الرعاع)
28: زیدبن ارقم رضی الله عنه روایت کوي چی یووخت دمدینې په یوه کوڅه کی یوځوان چې غزل ئې ویل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره تېرېدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې پرتادې افسوس اوهلاکت وی ای ځوانه! ولی ته قران نه وایی؟!، داجمله ئې درې ځلی ورته تکرارکړل۔
29: حضرت ابوامامه رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل:
کله چې یوڅوک دغزلوویلواوازپورته کړی، الله جل جلاله دوه شیطانان ورته راولېږی، اودده پروږوکښینې اوددې سړي تي پخپلوپندوترهغه وخته پوری وهی ترڅودی غزلې پرېږدي۔
(طبراني)
30: حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله علیه وسلم وفرمایل:
مادوه دجهل اوازونه منع کړیدی، لومړی دخوښې په حالت کی بې ګټې اوازچی دادشیطان دموسیقې الات دی، دوهم دماتم اوغم پرمهال ساندې ویل، مخ وهل اوکالي څیرل۔
(حاکم فی المستدرک)
31:حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی ږنګوله(چی دحیواناتوپه غاړه کوی ئې) یوه دشیطان دموسیقۍ دالاتوڅخه ده۔
(ابوداود)


اتم څپرکی


موسیقې په نبوي احادیثوکي


32: کسان وایی چی حضرت معاویه رضی الله عنه پخپله خطبه کي وویل:
په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم اووه(7) شیان منع کړې وه، اوزه هم دااووه څیزونه منع کوم چی هغه شیان عبارت دی له:
دماتم اوغم پرمهال ساندې اوچیغې وهل، غزل ویل،۔۔۔
(طبرانی)
33: په یوه اوږدحدیث شریف کی چی حضرت ابویمامه رضی الله عنه روایت کوي وایی چې کله شیطان له جنت څخه وشړل شونوده (ابلیس) وخدای ته وویل ای زماخدایه! زه دی ومځکې ته وشړلم اولعنت دی راباندی ووایه۔۔۔۔۔۔۔۔اوس زماسره یوه ښې ګڼه وکه چی یوبلونکی راپیداکه(چی زه بلنه ورته ورکړم اودی ئې ومنی)الله جل جلاله ورته وویل (وتاته درتلونکی) دموسیقې الات دی۔
(طبرانی)
34: علامه قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرقرطبی کی داحدیث شریف رانقل کوي چی یووخت حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه دیوچااوازئې واورېدی چې غزل ئې ویل، ده داځای ډېرژرپرېښودی، داخبره ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدل، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یقینااُم ابن عبد(عبدالله ابن مسعودرضي الله عنه) ډېرښه بنده دی۔
35: حضرت ابوبُرزاه روایت کوی چی موږدنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفرکی ووچی ددووکسانوغزل موواورېدل، چی دوی په غزلوکی یودبله سره ځواب وایه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی داڅوک دی؟ دوی (صحابه کرامورضي الله عنهم) وروښودل اودهریوه نوم ئې ورته واخیستی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ووایه اووئې ویل، ای الله!دوی وجهنم ته سرکُل(سرچپه) ورواچاوه۔
(مجموع الزوائد)
36: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی په تحقیق سره زه الله لارښونکی اورحمت رالېږلې یم دټوله عالم (نړۍ) لپاره اوده (الله جل جلاله) وماته امرکړیدی چی دموسیقۍ الات له مینځه یوسه۔۔۔
37: حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ږنګوله دشیطان دموسیقۍ دالاتوڅخه ده۔
(مُسلم، ابوداود)
38: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ملائيکې دهغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کیږی چی په هغه کی سپی اوږنګوله وي۔
(مُسلم ، ابوداود)
39: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها روایت کوي چې په تحقیق سره دبدرپه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم امروکی چی داوښانوڅخه ئې ټولې ږنګولې پرېکړی۔
(مسنداحمد)
40: حضرت عُمررضی الله عنه روایت کوي چی مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چی ده وویل:
په تحقیق سره یقینادهرې ږنګولې سره شیطان دی۔
(ابوداود)
دموسيقۍ په هکله دصحابه کرامورضی الله عنهم رايه
حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه وایی:
غزل ویل په زړۀ کی نفاق پیداکوی۔
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)
حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وایی:
دریه وهل منع ده، اودموسیقۍ ټول الات حرام دی۔
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)
حضرت عُثمان بن عفان رضی الله عنه وایی:
دکوم وخت راهیسی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره  می بیعت وکی، اوپه اسلام مشرفه شوم نومانه موسیقې اورېدلې ده، نه می درواغ ویلی دی او۔۔۔۔۔
(شیخ شهاب الدین سهروردی، عوارف المعارف 1966، بیروت دارُاکتب العربی)
حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه وایی:
یووخت حضرت عمررضي الله عنه دحاجیانوپریوه ډله تېرېدی چې یوه غزل ویل اونوروغوږ ورته نیولې وو، نوحضرت عمررضی الله عنه ورته وویل:
الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ؛ اوداجمله ئې درې ځلې تکرارکړل
(اتحاف السادة المتقین)
ام المومین حضرت بی بی عایشه صدیقه رضی الله عنهاوایی:
یووخت حضرت بی بی عایشه رضی الله عنهاوخپلوورېرېګانوته دپوښتنې لپاره ولاړه، چې هغوی ناروغې وې، کله چې داهلته ولاړل نویوسړی ولاړدی، چې اوږده ئې وېښتیان ئې دی وناروغوانجونوته غزل وایی ترڅودوی خوشحاله وساتی؛ نوحضرت عایشی رضی الله عنها دهغه سړی دایستلوفوراامروکی اووئې ویل:
واه!!! داشیطان دی، داوباسی اوداپسې واخلی۔
(سنن الکبری للبیهقې)


نهم څپرکی:


داُمت مسلمه څلورامامان رحمة الله علیهم اجمعین اووتلی عُلماء دموسيقۍ په هکله څه وايی؟
ٍحضرت امام ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه :
دحضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په رایه هرډول دموسیقې الات اوموسیقې، ډول وهل، طبله وهل حتی که لرګي سره ووهل شی اواوازپیداکړی داټول منع دی۔
(علامه محمودابن عبدالله الوسی، روح المعانی فی تفسیرالقران 1983 بیروت)
حضرت امام شافعی رحمة الله تعالی علیه:
امام شافعې رحمة الله علیه پخپل کتاب (کتاب قضاة) کی لیکی:
بې شکه غزل ویل یومکروه اوبدعمل دی، داددرواغواونورورناوړوافعالو په شان سره دی؛ که یوڅوک ددې عادی وګرځی، نوداپردې ګواهی ورکوي چې دی نااهله، بې وقوفه اوبې عقل دی۔
دامام شافعی رحمة الله علیه نژدې شاګردان وایی چې امام شافعې رحمة الله علیه موسیقې حرامه کړې وه۔
حضرت امام مالک رحمة الله علیه:
دامام مالک رحمة الله علیه په نزدهرډول موسیقې حرامه ده، امام ابن تیمه لیکی چې کله اسحاق ابن موسی دامام مالک رحمة الله علیه څخه دمدینې دخلکوپه هکله چې غزلې ئې ویل پوښتنه وکړل نوده ورته وویل:
انمایفعله عندناالفساق
حقیقت دادی چې کوم خلک چې داکارکوی داګناهکاره اوفاسقان دی۔
(مولاناعبدالغفار، اسلام اورموسیقی (جنورې 2003) مثاق ماهنامه)
حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه:
امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه هرډول موسیقې حرام کړېده، امام ابن جوزې رحمة الله علیه پخپل کتاب (تبلیس ابلیس) کی لیکی:
دامام احمدبن حنبل رحمة الله علیه زوی عبدالله چې دده شاګردهم وو، له ده څخه دموسیقۍ په هکله وپوښتل نوهغه ورته وویل:
غزل په زړۀ کی نفاق پیداکوی، اودازه نه خوښوم۔
(علامه عبدالرحمن ابن جوزی، تبلیس ابلیس 1991، ملتان کتاب خانه مجیدیه)
مفسرضحاک رحمة الله علیه وایی:
موسیقې اوغزل شتمنی بربادوی، الله ناراضه کیږی اومهمه خبره داده چې زړۀ بربادوی۔
(علامه عبدالرحمن ابن جوزی، تبلیس ابلیس 1991، ملتان کتاب خانه مجیدیه)
امام ابن تیمه رحمة الله علیه وایی:
دڅلوروسره مذهبونوامامان پردې متفق دی چې موسیقې اودموسیقۍ هرډول الات حرام دی، چې ددې حرمت د صحیحینو په احادیثوکی ثابت دی۔
(امام ابن تیمه، مجموعه الفتاوی، ټوک 11، پاڼه 576)
ابن عبدالبر رحمة الله علیه وایی:
داُمت مسلمه دټولوعلماءوپردې اتفاق دی چې ددې څېزونوڅخه ګټه لاسته راوړل حرام دی:
دسودڅخه، درشوت څخه، پرغزلو، پرقسمت معلومولو، پرعلم النجوم ، پرنې وهل او۔۔۔
(الکافی)
حسن البصری رحمة الله علیه وایی:
ډول اودریه وهل په قطعي ډول سره دمسلمانانوسره کوم تړاونلری، اودعبدالله ابن مسعود رضی الله عنه شاګردانوداڅیزونه ماتول۔
(شیخ ناصرالدین البانی، الات موسیقی کی حرمت (عربی) 1996، مصرمکتبه الدلیل
حارث ابن اسدالمحاسبی رحمة الله علیه وایی:
زموږلپاره موسیقې داسی حرامه ده لکه دیوه مردارحیوان غوښې خوړل۔
(رساله المسترشدین 1383 هج مکتب مطبوعات الاسلامی)
امام غزالی رحمة الله علیه وایی:
دموسیقې اورېدل، غزل ویل، دموسیقې الات، دشهوت نه ډکه شاعرې داټول داسلام په تعلمیاتوکی حرام دی۔
(احیاء العلوم الدین، 1978، کراچې دارُالاشاعت)
ابن قدامه رحمة الله علیه وایی:
دموسیقې درې ډوله الات دی، ځینې دتاروڅخه جوړشوی دی، څوک دلرګي څخه جوړشوی اوڅه دطبلې اوسارنګۍ څخه جوړشوی دی، چې داټول حرام دی۔
(المغنی)


لسم څپرکی:


 موسيقې اونوې سايسني څېړنې
دانسان پرجسم باندی دموسيقۍ ناوړه اغيزې
دموسېقۍ اوازدخلکودعام اوازڅخه بېل دی، اوهغه داچې په موسیقۍ کی مختلف اوازونه په منظم ډول سره کښته پورته، لوړاوکښته کیږی؛ داغیرطبعي اوازونه چې کله دغزلواوازونه هم ورسره علاوه اواضافه شی نودانسان پرټول بدن باندی ډېرې ناوړې اغیزې لري، اکثره خلک چې کله داموسیقې اوری داحساساتواوجذباتودومره ښکاراوغلام شی چې ځان نشی قابوکولای، پرلاره روان وی اتڼ کوی، دخپل ژوندټول مقصداوموخه ئې همداموسیقې ګرځولې، او24 ساعته ئې فکراوذکرموسیقې وي۔
که په لنډوکی درته ووایم موسیقې پربدن، زړۀ، دماغ اوروح پردې ټولوباندی ژورې اغیزې کوی، اوداټول دځان تابع اودغلامۍ په جال کی رانغاړی، که په یوه جمله کی داهرڅه سره راغونډکړم، نوموسیقې دټول بدن موازینه سره ویجاړوی اوله طبعی حالت څخه ئې باسی۔
دموسیقۍ داغیزوپه هکله پروفیسر (A. Pike) پخپل کتاب
Journal of Researches in Music Education چې په 1992 کال کی چاپ شو داسی وایی:
دموسیقۍ داورېدلوپرمهال 96 سلنه اورېدونکی دخونداواحساس په څپوکې دی، 83 سلنه دموسیقۍ سره دیووالې احساس کوی، 72 سلنه پخپل طبعیت کی دبدلون احساس کوی او65 سلنه اورېدونکی دخوځښت اوپخپل ځان کی دحرکت احساس کوی۔
(Journal of Researches in Music Education Vol. 20, pp 262)
چې ددې څخه جوتیږی چې موسیقې دانسان پربدن باندی په کومه اندازه سره اغیزې لرې، ساینس پوهان په دې باوردی چې موسیقې پراخلاقوباندی هم ژورې اغیزې لري اوهم ئې درلودلای شی؛ په 1991 میلادی کال کی دکېل پوهنتون (University of Keele) دووساینس پوهانویودبرطانې جان اې سلوبوډا (John A. Sloboda) اوبل دکاناډایومشهوره ساینس پوه ګیبرئیلس (Gabrielsson)- پخپلوڅېړنوکې اوتجربوکی ثابته کړل چې موسیقې په انسان باندی دومره اغیزې لری چې حتی ځینی خلک ژاړی۔
(Canadian Journal of Research in Music Education vol,20)
(Psychology of Music Vol. 19, pp, 110:120)
ساینس پوهانوداهم ثابته کړېده چې دموسېقۍ اورېدل اوبرېښنایی شغلې هم دمخ پرڅهرې اوهم پرپوستکی باندی ډېرې بدې اوناوړه اغیزې لری اوژوربدلون پکښې راولې؛ دنړۍ درې وتلوساینس پوهانو هریو لکه نائیکلیسیک (Nyklicek)، تییر(Theyer) اووېن ډورنین (Van Doornen) په یوه څېړنه کی (Journal of Psychophysiology) چې په 1997 کی چاپ شوه داسی لیکلې دی:
دموسیقۍ داورېدلوپرمهال لاندی بدلونونه اواغیزې ضرورراځی:
خوښې، غم، غُصه، استراحت، دزړۀ اوتنفسی سیستم کی ناموازینه اوبدلون لکه دزړۀ دحرکت تېزوالی اوسستوالی، دتنفس تېزوالی اوکراروالی اودنبض پوره بدلوون ورسره جوخت دی، چې داټولې اغیزې دموسیقۍ په اورېدلوکی شتون لری۔
دپنسلوانیادایالت پوهنتون (Pennsylvania State University) یووتلی ارواه پوه جولین تییر (Julian Theyer) وایی:
دموسیقۍ اوازدانسان فطري حواس پوره کنترولوی اوترپوره اغیزولاندی ئې راولې، اولنډه داچې موسیقې په انسان کی پوره بدلون راولی۔
(Rosenfeld, Anne H. (Dec,1985) Music the Beautiful Disturber, Psychology Today)
دپورتینوپاڼوڅخه داپه لاس راځی چې موسیقې دانسان جذبات اواحساسات پوره تراغیزولاندی راولی، اودانسان ددماغ پر(Limbic Region)، یعنی هغه برخه چې جذبات اواحساسات کنترولوی پوره بې واکه کوی، اوترخپلو پوره اغیزولاندی ئې راولی، همداوجه ده چې هغه کسان چې موسېقې دتل لپاره اوری، نوکله ژاړی، کله بې ځایه اوبې موجبه خاندی، کله ئې حواس داسی کارپرېږدی چې دی خپل ځان وژنی خودی نه پوهیږی، کله بل څوک وژنی نودغه احساس نه وی ورسره چې زه څه کوم؟ دژوندموخه می څه ده؟ څه کول پکاردی، دټولنې لپاره بایدڅه وکړم؟، دسیمې لپاره زه بایدڅه وکړم؟ دکوم مقصدلپاره پیداشوې یم؟ مرګ لرم اوکه ئې نه لرم؟ په یوه اسلامی اوافغاني ټولنه کي مي مسئولیت څه دی؟ ایازماپه شان نورکسان هم داسی بېهوده شته؟ ایاموسیقې یواځی زمادژواک ژوندبنسټ دی؟ اوداسی نوری په زرهاووپوښتنې بې ځوابه شي.


يوولسم څپرکی:


دموسيقې بيولوژيکې اغيزې پرانسان باندی
دموسیقۍ یوه اغیزه داده چې داورېدلوپرمهال په انسان کی یوخوځښت راولی، چې کله انسان هیجانی کړی، اوپه دغه وخت کی انسان خپل حواس دلاسه ورکوی، چې ودې ته تریل (Thrill) وایی،چې دااحساساتی اوهیجانی حالت دسرڅخه پیل اوونوروټول بدن ته سرایت کوی، اوپاته دی نه وی چې دااغیزې په ښځواونارینه ووکی یوشان دی؛ چې داهیجانی حالت په موسیقۍ کی 96 سلنه ده، دلوبوپرمهال 36 سلنه ده، دسوال دحل کولوپرمهال 57 سلنه ده، په جنسی اړیکوکی 70 سلنه ثابته شوې اوثبت شوېده، چې دیادونې وړداده چې داهېجانی حالت نسبت ونوروته په موسیقۍ کی ترټولوزیات دی۔
(Goldstien, Avram(1980), Thrills in Response of Music and others Stimuli\” Physiological Psychology Vol. 8, pp:126-129)
دلویدیځ ددوووتلوساینس پوهانوهریولکه، شمټ (Schmidt) او ټرېنر(Trainor) په اند چې دموسیقې داورېدلوپرمهال دانسان دماغ مختلفې برخې په خوځښت کی راځی چې دانسان داعصابودمختلفوناروغیوسبب کیږی، اوهغه داچې په دماغ کی دوینې جریان پوره بدلوم مومی، چې داعصابی تکانوسبب ګرځی، اوکله چې انسان دخوښۍ غزلې اورې نودانسان ددماغ چپه برخه اودغمګینوغزلوداورېدلوپرمهال ددماغ په راسته برخه کی حرکت اوخوځښت راځی، چې داپخپله داعصابولپاره نه زغمونکی حالت اوزهر دي۔
Music and Emotion Theory and Research, New York, Oxford University Press, 2001)
دلویدیځ دوومشهوروساینس پوهانوهریولکه، ګلیزیو(Galizio) اوهنډریک (Hendrick) په یوه ساینسی څېړنه (Journal of Applied Social Psychology) چې په 1972 کال کی چاپ شوه داسی لیکی:
موسیقې ډېرې بدې اغیزې لری چې ترغزل ویونکوئې اغیزې پرغزل اورېدونکی زښته ډېرې دي، اوداپه هغه صورت کی چې کله دغزلوسره رباب اویادموسقۍ نورالات هم ورسره وی۔
(The Effect of Musical Accompaniment on attitude, Journal of Applied Social Psychology vol. 2, pp, 350-359)
موسیقې دهرانسان حافظه داسی کمزورې کوی لکه دموږک حافظه، اوانسان تردومرواغیزولاندی راولی چې دانسان ټول حواس اوجذبات موسیقې وګرځی، اوبل هرشی ورته مالایعنی اوپوچ وګرځی۔
(Insight Magazine April, 27, 1987 pg 5-7)
دانسان په دماغ کی یوه برخه ده چې دغور، فکر، احساساتواوجذباتومرکزدی، اودانسان په دماغ کی یوه برخه ده چې دلمبیک (Limbic)ورته وایی اوپه دې لمبیک سیستم کی ایمګډیلا (Amygdale)، هپوکیمپس (Hippocampus) اوهایپوتیلمس (Hypothalamus) برخې شاملې دی،چې دلمبیک اعصابي سیستم لاندی دندې اووظیفې وسرته رسوی:
1: دجذباتوکنترول
2: دجذباتواواحساساتوپه مقابل کی رد عمل
3: دبدن څخه دکیمیاوې موادودخارجولوکنترول
4: دمزاج (Mood) کنترول۔
5: درد اوخوندحس کول۔
6: اوږدمهاله حافظه (Long-Term Memory)
که داهرڅه په یوڅوجملوکی راونغاړونودابرخه داعصابی مرکزغصه، نفرت، مینه، غم ، خوښې اوټول احساسات ترواک لاندی لري؛ کله چې دیوې ناروغۍ اویاموسیقۍ په وجه سره پکښې تغیرراشی نودې انسان ته خوښۍ په حالت خندا، اوپه معمولې ماتم سره ژړا، ژرغصه کېدل، فکراوپرېشانۍ ته ژرراتلل، روانې فکرونه، اوجنسی تمایلات اواحساسات ئې و ډېرولوړودرجوته راولی، چې دائې تاوانونه دی۔
(Cayman, Charles B.M.D. (Medical Editor),(1989) Home Medical Encyclopedia (The American Asso.) New York. Random House.
موسیقې دلمبیک سیستم هغه برخه متحرکه کوی چې هغه برخه دجنسی اړیکو، دشرابواونشیی موادوداستعمال په وخت تراغیزولاندی راځی، چې مطلب ئې دادی چې موسیقې انسان ودې ته هڅوی چې جنسی خواهشات ئې لوړ، دنشيی موادوداستعمال خواهش ئې لوړ اوپه پایله که دددې ټولولعنتی کړونواوشرابو معتاده شی چې داټولې قواوې موسیقې په خوځښت راولی۔
اوداهم دطب له نظره یوه معقوله فارمولاده چې په ځوانانوکی مردانه هارمونونه (Testosterone)، دعاموحالاتوڅخه 20 ځله زیات دی، اوهمدارنګه په ښځینه ووکی زنانه هارمونونه (Progesterone)، په هم دغه اندازه لوړیږی چې ددې څخه په څرګندډول سره په لاس راځی چې دموسیقۍ له کبله چې دلمبیک سیستم په زیات تناسب سره په خوځښت راولی، نوجنسی هارمونونه هم په حرکت راځی چې داپخپله وجنسی اړیکوته دروازه پرانیزی، چې داپه حقیقت کی دټولنې لپاره یولعنت دی، اویوالهی عذاب دی، اوکه داسی پېښیږی چې داهارمونونه دومره په حرکت راځی چې یوانسان که نروی اوکه ښځه اوهرڅه کوی، چې په دغه وخت کی خپل ځان هم نشی کنترولولای؛ چې داوزنا، بربنډتوب، عیاشۍ، فحاشي اوفسادته ښه راغلاست دی، چې داتجربې دلویدیځ دووساینس پوهانو هریولکه ګلیلر(Geller)، اوګریډینس (Greydanus) دي۔
(Aggression in adolescents: aspect of pathogensis\” Journal of Adolescent Health Care Vol. 1(pp236-243


دوولسم څپرکی: