کور / هراړخیز / ځوانان او د دوی مسؤلیتونه

ځوانان او د دوی مسؤلیتونه

                                  
ځوانان د یوه هیواد تر ټولو غنی برخه ګڼل کیږی ، مطلب دا چی د دوی د انرژۍ  ډیروالی او سالم صحت نسبت نورو ته د کار د ضرفیت وړتیا ډیره لری  ، نو ځکه موږ ویلی شو چی د هر هیواد راتلونکی د ځوانانو ښه کاری محصول ته ډیره اړتیا لری . 
او هر ځوان باید دا احساس ولری چی دوی صرف د خپل ځان په اړه مسولیت نه بلکی د خپل هیواد په وړاندی هم ډیر مسؤلیت لری ، خصوصآ په پرمختللی هیوادونو کی د ځوانانو په سالمه روزنه  دولت ډیره انرژی مصرفوی او د دی امکانات  هم ورته برابر وی  چی تر څو دی ده ځینی قابل او وطن پرسته انسان  جوړ شی .
مګر د افغانستان دولت  لا  دی جوګه نه دی چی د ځوانانو په اړه د دوی اړین ګامونه  پورته کړی وی ، ځکه چی په افغانستان کی نه تنها د ځوانانو په حق کی ظلم شوی دی بلکی دلته د هر چا په برخه کی ظلم شوی دی ، دا که ماشوم دی ، ځوان دی او که بوډا دی . 
مګر زما پیغام د یوه ځوان په صفت د افغانستان ځوانانو ته دا دی چی موږ باید نور ته انتظار ونه باسو ، موږ باید له ډیرو کمو امکاناتو عظیمه استفاده وکړو ، ځکه چی ځانوژنه زموږ مشکل نشی حل کولی ، هر وخت انسان باید د مشکلو په اساسی حل باندی فکر وکړی ، که چیری یو ځوان د ازادۍ په فکر کی وی ، دا په ځانوژنه نه بلکی دهغی لپاره موږ کولی شو چی خپله علمی سویه لوړه کړو او د خپل وطن په هره رنګه حالاتو فکر وکړو او عملی ګامونه پورته کړو .
ځکه چی ننۍ جهان بهانو ته ارزښت نه ورکوی ، نو زه دا ډیره اړه ګڼم هغه ځوانان  چی د علم له ثمری برخمن دی ، په خپل کور کی د خپلو نورو خویندو او وروڼو په سالمه روزنه کی د خپل مور او پلار سره کافی کوشش وکړی تر څو چی دوی هم دی علم په ګټه پوه شی ، او له دی وروسته د دی ګاونډی په اړه هم فکر وکړی چی زما تر څنګ ځوانان په کومو مصروفیتونو بوخت دی . 
ځکه چی زموږ په هیواد کی اوس د علم په اړه عمومی پوهاوی ته ضرورت دی ، نو اوس د دی وخت رارسیدلی دی چی عملی ګامونه پورته کړو او له دغو ناورینونو څخه ځانونه را بهر کړو ، کنه ځان ته  د بهانو جوړول به بیا یوه لویه تیروتنه وی ، چی بیا به له افسوس بیغیر هیڅ بل محصول ونه لری .  
 
هلمند پردیس 


 د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار