کور / شعر / زه څه يم ؟

زه څه يم ؟


زۀ څه يم ؟


دا وجود يم ؟
زه دا نۀ يم کوم چې ښکارم
هسې دا وجود زما دی
ولې  زه د وجود نۀ يم


دا وجود خو په دنيا زما لباس دی
کۀ نن دی صبا به نۀ وى
زه سيند نۀ يم د اوبو يوه قطره يم
چي کله سيند له اورسم نو به سيند شم


وجود خو پنځه اوښکو ته غلام دی
خو زه د اوښکو محتاج نۀ يم
نۀ قابو کښې د مقام او نۀ د وخت يم
زه د سترګو په يو رَپ کښې
بره نا ست يمه په عرش کښې
او چې سترګې غړؤمه
نو په زمکه بيا زه نا ست يم


 زه کۀ هر څو يو وجود يم
خو دا نۀ يم کوم چې ښکارم