کور / هراړخیز / پاکستان د مذهبي کرکې ټاټوبی

پاکستان د مذهبي کرکې ټاټوبی


پاکستان نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې په رسمي توګه د مذهبي ایډیولوژۍ پر بنسټ په ۱۹۴۷ کال ، د نړۍ پر نقشه راځوړند شو . کله چې برتانوي هند کې د خپلواکۍ غورځنګ خپلو موخو ته نږدې شو ، انګریزانو سیمه کې د پاتېکېدو په نیت د پاکستان په نوم هیواد ، نیمايي د افغانستان او نیمايي د هندوستان پر خاوره اباد کړ .


انګریزان د هند له نیمې وچې څخه په دروازه ووتل ، خوپه کړکۍ بېرته پاکستان ته راننوتل او له ۱۹۴۷ کال روسته يي د سیمې څارنې لپاره له پاکستان څخه یو مورچل جوړکړ او له همدې ځایه يي سیمه کې خپلې موخې او تګلارې پلې کړي .


د نړیوالې دوهمې جګړې په بهیر او روسته چې ټوله سیمه د انګریز پر ضد پاڅېدلې وه ، انګریزانو سیمه کې یو داسې هیواد ته اړتیا درلوده چې په مذهبي کرکې ولاړ او د همدې کرکې په مټ د خپلواکۍ غورځنګونه وځپي او سیمه کې د داسې حالاتو د پرمختیا مخه ونیسي چې د انګریز ستراتيژیک ګټې ګواښوي .


پاکستان روسته بیا افغانستان او هند کې د ناپييلتوب غورځنګ د ټکولو او د هغه مهال د سوسالیستي غورځنګ او د پخواني شوروي اتحاد د اندیښنو او فیزیکي پراختیا د مخنيوي په نیت د انګریز او لویدیځ له لوري هڅول کېده .


په تېرو څو لسیزو کې پاکستان او لویدیځ ، له سخت زړو مذهبينو څخه ښایسته ډېره سیاسي ګټه پورته کړه .


د پخواني شوروي له ړنګېدو روسته په سیمه کې مذهبي سخت دریځو او د مذهبي کرکې د خپرېدو سیاست ته د لویدیځ اړتیا پایته ورسیده ، خو پاکستان لا اوس هم مذهبي توندلارو او په مذهبي کرکې ولاړ سیاست ته اړتیا لري . پاکستان کې واکمن په دې اند دي که دغه هیواد مذهبي ترهګر ونلري ، ددې هیواد ډارن پوځ د هند او افغانستان په وړاندې د مقابلې وس نلري . مذهبي ترهګر د پاکستان د پوځ د یوې برخې پتوګه کشمیر کې ځای په ځای او د افغانستان په برید ، جګړه کې بوخت دي . پنجاب هڅه کوي چې له نورو زیات پښتانه په مذهبي جنون کې ډوب وروزي او بیايي د افغانستان او کشمی په دواړو جبهو کې وکاروي .  


تصادفي نه ده چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان په قومي اسمبلې کې د کشمیر د جرګګۍ مشر ټاکل کیږي او د کشمیر په اړه لومړۍ خبرې د ده په خوله بیانیږي او د افغانستان په اړه هم تر نورو پنجابیانو مخکې د پښتون تر ماسک لاندې لومړۍ څرګندونه دده لخوا کیږی . یوازې څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه وايی « جمعیت علمای اسلام د افغان طالبانو د تحریک ملاتړ کړی او د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او نن هم په دې خبره ولاړ دی چې هلته د دوی جنګ د دوی د ازادۍ جنګ دی.»


په ښکاره لیدل کیږي  چې پنجاب د هند او کشمیر په وړاندې تر نورو ایتنیکي ګروپونو مخکې پښتانه په مذهبي کرکې روزي او روسته يی د شخړې او جګړې ډګر ته ورننباسي او د افغانستان په وړاندې هم دا شان دریځ او کړنلار مخې ته بیايي . 


 پنجاب خپلو شومو موخو ته د رسیدو لپاره د سودا په بازار کې په مذهبې کرکه د روزلو انسانانو پرته بله ارزانه او کاري وسیله نلري . پاکستان له سخت دریځ مذهب سره اخښل شوی او په مذهبي کرکې معتاد دی .


علت لاړ شي له سړي نه عادت نه ځي


خدای دې نه کاندې په بدچارې عادت څوک


رحمان بابا


بېځایه نه ده چې دې ورځو کې اسوشیتید پريس خبري اژانس د نړيوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امريکايي کمیسون د يوې څيړنې پراساس راپور ورکړ « پاکستاني ښوونځيو نصاب د هندوانو او نورو مذهبي اقليتونو پر ضد تعصب او کرکه خپروي. »


د دې جرګه ګۍ مشر ليونارډ ليو له اسوشیتیدپریس اژانس سره په خبرو کې ويلي « پاکستاني ښوونځيو کې د تعصب او کرکې خپراوی په دې هيواد کې مذهبي بنسټ پالنه پراخوي، مذهبي ازادي، کورنی او بهرنی ثبات او نړيوال امنيت کمزوری کوي. »


د دې ادارې په څيړنه کې د پنجاب د څلورم ټولګي د يو مضمون يادونه شوي چې پکې راغلي « د اسلام ضد قوتونه هر وخت کوشش کوي د مسلمانانو حکومت له منځه يوسي چې دا کار د اسلام لپاره خطرناک دی . نن د پاکستان او اسلام دفاع ډيره ضروري ده. تاند »


پاکستان او په پاکستان کې د مذهب پر بنسټ ولاړ سیاست  د انګریز او لویدیځ لخوا د یوه ځانګړې موخې او ټاکلي پير لپاره رامنځته شوی و . دا سیاست نورد لویدیځ په درد نه خوري او اړتیا نه ورته لري . نو ځکه لویدیځ او په تېره بیا امریکا پنجاب څخه د داسې سیاست په ادامي خوابدې ده . پنجاب نن د خپل همدغه ناړامه سیاست له کبله د سیمې او نړۍ سره لاس وګریوان دی او ورځ تر بلې ګوښه کیږي .


پنجاب له مذهبي ترهګرو پرته شتون نلری او تر څو چې پنجاب وي ترهګر به پالي او نړۍ نور ترهګر نه شي زغملای !