کور / هراړخیز / لوی اخترپه هلمندکي

لوی اخترپه هلمندکي

په ټوله مسلمانه نړي کي دلړم دمياشتي پنځلسمه دلوي اخترلومړي ورځ وه په دي ورځوکي ټولومسلمانانوقرباني وکړه اوداخترلپاره يي نوي جامې واغوستلې اوهمدارنګه داخترلپاره يي بيلابيلي ميوي چي يواځي داخترورځولپاره ځانګړي سوي وي هم دخپلودوستانوسره وخوړلې .



ملګرو اخترډيرښه وه خوهغه کورنې چي په غربت يي اخترنسواي لمانځلي نوله دي امله دهلمنديوشميراوسيدونکي هم انديښمن وه زموږدهلمندځوانان داخترپه لومړي ورځ په لښکرګاه کي دبْست تاريخي کلااوپه ښارکي يوشميرنورو سيموته ځي سږکال په ټول هلمندکي اخترپه مارجي ولسوالي کي ښه ولمانځل سوو مارجه يو وخت په هلمندکي ترټولويوه ناامنه ولسوالي وه .


سږکال په مارجي کي داسي کنسرټونه اونوري نندارې جوړي سوي وي چي په دغه سويلي حوزه کي نه وي .


دکندهار،نيمروز،فراه،غزني اوزابل ولايتونوڅخه ځوانان هلمندته راتلل اوبيامارجي ولسوالي ته تلل هلته يي داختردوديزي ورځي لمانځلي .


اختردهلمندپه ګرشک ولسوالي کي هم په ډيره خوندوره فضاکي ولمانځل سوو.


په لښکرګاه کي دهلمندسيمه ايزوسندرغاړو په زړه پوري کنسرټونه جوړسوي وه اوهمدارنګه په دي مېلوکي ترټولوخوندور دډول وهلولپاره ځانګړي ځاي وه چي ځوانان په شل افغاني ورتلل اوهلته به يي د ډول لپاره ملي اټنونه کول .


واقعاکه کله چي به دي ننداري ته چاکتل حيران به وو ځکه داهغه ولايت دي له بهره خلک دليري ورته ډيرامنه ولايت ګوري


خوکله چي دغه ځوانان چاليدل بيخي که کوم بهرني ته په دي اړه دهلمندڅخه دباندي کيسه کوي هغه به يي بيخي ټوکي وګڼي .


دهلمنديوشميرځوانان داخترپه دوديزو ورځوکي ډيري نوري په زړه پوري مېلي چي دهلمندپه يوشميروولسواليوکي لري هغه دادي چي په واشيرولسوالي کي يوه په زړه پوري ميله ده چي کيداي سي خپله دواشيرولسوالي ګڼ اوسيدونکي هم نه وي په خبرهغه دفولادپه غره کي دځوانانوټوليدنه ده چي بياپه ګډه په يوه ږغ دغره سرته ځوانان ورخيژي اوهلته دغره په سرکي اخترلمانځي اوبياپه ډيرلوړږغ دوطن ترانې وايي چي واقعاډيرپه زړه پوري ږغونه يي وي .اودغه تراني بيادغرو په دروکي ترډيره اوږده ساحه پوري انعکاس کوي .


ماداخترپه دوهمه ورځ د واشيرولسوال محمدداودنورزي سره په دي اړه خبري وکړي چي که ممکنه وي دهلمنديوشميرخبريالان هغه سيمي ته ولاړسي اوددي ځوانان عکاسي وکړي چي دوي دغره سرته خيژي اوبياترانې وايي .


نورزي راته په جواب کي وويل کيداي سي چي تاسي ولاړسي هلته کومه خاصه امنيتي ننګونه نسته خوهلته هغه سيمه کي د ډيرو لويوغرو په منځوکي دي اوهلته ورتګ ډيرستونزمن دي .


بيانويوشميرځوانان سره موږپرټليفون خبري وکړلي چي دوي په هغه ميلوکي وه خوهغه چنداني خوندور نه وه .


دهلمندپه ګرمسيرولسوالي کي بله اختريزي اودوديزه ميله سته چي دافغانستان ډيري کسان په دوبي ورځي اوهلته دريګونوپرسرموټرونه ځغلوي .


چي ددي سياليوډيره خوندوره اوپه زړه پوري سيالي دهلمندپه ګرمسيرولسوالي کي سته .


دلته دګرمسيرپه ولسوالي کي ټولي دښتي سيمه ده چي ټول ريګستان دي اوهلته ورتګ ډيراسانه دي هيڅ امنيتي ستونزه نسته .ټول ځوانان يوځاي سره ټوليږي اوبياهلته دريګونوپرسربيلابيل موټرونه ځغلوي .


دلته ځوانان په ډيرهوسونو يواځي موټرونه نه بلکي اوښان اواسان هم راولې اوبيايي په ريګونوکي ځغلوي .


چي ډيره په زړه پوري ننداره ده که دليري څوک ورته وګوري ګټ مټ به داسي فکروکړي چي دابوظبي په يوه دښته کي دهلمندځوانان راټول سوي دي خوهغه دهلمندګرمسيرولسوالي به وي اودغه خړپټکي اوخړپټوځوانان دي .


په کجکي ولسوالي کي هم ځوانان داختراونوي کال په لومړي،دوهمه اودريمه ورځ راټوليږي اويوځاي دوې ورځي مخکي په غروکي بوټي راټولي اويوځاي يي ايږدي اوبياپه دغه دويزو ورځوکي اور ورته اچوي اودا ميلي دلويي غونډيوپه منځ کي جوړيږي .


دا داسي ميلي دي چي ټولي ولسوا لي خلک يي له خپلو کورونوڅخه ويني او اکثره وختونه داختراعلان اودنوي کال پيل هم ددي ا ور ميلوپه واسطه خلکوته ښودل کيږي يعني کله چي داورلمبه خلکو وليدل بيابه داخترلپاره کارپيل کړي او په کلي کئ به داخترمبارکي پيل سوي .


دوستانودغه ميلي ډيرپه زړه پوري دي که چيري لږو ډيري امنيتي ستونزي نه وي دغه ټولوميلوته څوک ورسي نودوبی او اوبوظبي به بيخي هيرکړي .


په باغران ولسوالي کي ځوانان اوسپين ږيري يوځانګړي ځاي لري چي داخترپه شپه ټول ورته راځي اوبياخلک په ورته ډول بوټو ته اور وراچوي اوخلک شاوخوا پرراګرځي .


دهلمندپه ګڼونورو سيموکي هم دغه ډول په زړه پوري دوديزي ميلي سته خوله بده مرغه چي دهغوي په هکله زه بشپړمعلومات نه لرم .


مننه