کور / تازه خبرونه / د صدر اعضمۍ کانديدۍ ته وړاندي شوي اسناد منل شوي

د صدر اعضمۍ کانديدۍ ته وړاندي شوي اسناد منل شوي

لراوبر – لوپښتونخوا



د يوسف رضا ګيلانى او پرويز الهى له خوا د صدراعظمۍ د كاند يديد و  لپاره  وړاندى شوې اسناد منل شويدى دخبرى سرچينو ترمخه د پيپلز ګوند له لورى دنوى صدراعظم په توګه ديوسف رضا ګيلانى نومول او د اپوزيشن ګوندونو له خوا دچودهد رى پرويز الهى دكانديد كيدلو كاغذونه او  اسناد دملى اسمبلۍ سكرټريت ته وړاندى شوى و چې له كتنى وروسته منظور او سم وبلل شول د ملك نوى لومړى  وزير به نن د پارلمان په ماڼۍ كښى د يوي  درندى اوپرتمينى غونډى په ترڅ كښى وټاكل شي.


د پاكستان پيپلز ګوند له خوا د لومړى وزارت څوكۍ ته نومول شوى كانديد يوسف  رضا ګيلانى ويلي  چي زه دهيواد لومړى وزير نه بلكي دخلكو خدمتګاريم دپاكستان په پلازمينه اسلام اّباد كښې ديوى لنډى خبرى غونډى په بهير كښې   يوسف رضا ګيلانى وويل  چې  زه د ملك صدر اعظم نه بلكى دپاكستان دعوامو خدمت كوونكي يم ده زياته كړه د جمهوريت كوم پړاوْ چې اوس مهال تاسو ګورى دشهيدى محترمي بى نظير بوټو له امله دى  ارواښادى بى نظير بوټو دجمهوريت لپاره سترى اونه هيريدونكي قربانيانى وركړيدي نوموړى داهم وويل چې د جمهوريت پر ژمنو به پوخ عمل وكړل شى   او د خلكو هيلي او غوښتني به تر سره كړي  پدى مهال يوسف  رضا ګيلانى دملى اسمبلۍ نوى ټاكل شوى سپيكر ډاكټرى فهيمده مرزا او مرستيال سپيكر فيصل كريم كنډى ته د زړه له تله مباركى وويله.