کور / تازه خبرونه / د پروېزمشرف وياند د نوموړي د استعفي غوښتنه بې ځايه ګڼلې

د پروېزمشرف وياند د نوموړي د استعفي غوښتنه بې ځايه ګڼلې

دولس مشر پرويز مشرف وياند \”ر\” راشد قريشى يوځل بيا داپوزيشن ګوندونو له لوري  د ولس مشر مشرف  څخه داستعفا وركولو غوښتنه بې ځايه بللې ده په خپل  يوه بيان كښى نوموړي ويلي  دي چى  پارلمانى ټاكني د ولس مشر دبدلولو لمپاره ندى شوې ښاغلى راشد قريشي داستعفا غوښتنې درسنيو پام وځان ته اړولو يوه لاربللې ده دنواز شريف  پربيان باندې  غبرګون ښكاره كولو سره ده زياته كړيده چې نواز شريف په خپله هم دپارلمان غړى ندى ځكه دي پداسي  خبرو سره درسنيو پام وځان ته اړول غواړي.


 دپاكستان ولس  مر جنرال \”ر\” پرويز مشرف  ويلي  چي په هېواد كښې دډيموكراسۍ نوى  پړاو پيل شويدى  په تيرو اتوكالو كښې هېواد دپرمختګ په لار اچول شويدى  په اسلام اّباد كښې دهيواد ددفاع  دورځې په مناسبت جناح  سپورټس كمپلكس يوې دستورې ته دوينا پرمهال ولس مشر دپاكستان اته شپيتمه ددفاع ورځې لمانځلو باندي قوم ته مباركى وويله ولس مشر په صفا توګه انتخابات تر سره كيدو باندې لنډ مهاله لومړى وزير انتخابى كميسون او امنيتي ادارو څخه   هم مننه وكړه نوموړي  زياته كړيده  چي دپاكستان دقرار داد وړاندې كولو وروسته 7 كلنې سختې مبارزي په ترڅ كښې پاكستان جوړكړل شو پاكستان دهيڅ بل هېواد په ضد ناوړه اراده نه لري خو دفاع په قوت سره كيدلې شي. دپاكستان پوځ دنړى يوغوره ځواك دى او دپاكستان ولس پرخپل پوځ باندي وياړي ولس مشر نوي رامنځته كيدونكي حكومت ته ډاډ وركړ چې بشپړه همكاري به ورسره وكړي.