کور / تازه خبرونه / ټانک : د ناڅرګندو وسله والو په ډزو دوه وګړي مړه شوي او …

ټانک : د ناڅرګندو وسله والو په ډزو دوه وګړي مړه شوي او …

لراوبر – پښتونخوا



په ټانك كښې دناڅرګندو وسله والو په ډزو كښې دوه وګړى مړه شويدى دمعتبروسرچينو دخبرله مخى دټانك دملابركى اّباد په سيمه كښې ناڅرګندو وسله والو پريوه موټر باندى ړندې  ډزى وكړي  چي په پايله كښې  په موټر كى سپاره دوه تنه سيد زمان بركى او قبول مروت  ځاى په ځاى مړه شول پوليسو د دغي خونړى پيښې كلكى څيړنى په موقع پيل كړي دي.


بل لور تـــــــــه  : د كوهاټ په اړوند سيمه كچۍ كښې دجرګې په وخت نښته كښې دوژل شوو كسانو شمير 17 تنو ته ورسيده په نښته كښې اته كسان ژوبل شوي هم دى   په سيمه كښې امنيتي  وضع سخته  كړ كيچنه ده ګڼ شمير پوليس  ځاى په ځاى كړل شويدي دباورى خبرى سرچينو ترمخه  داوركزى ايجنسۍ كښې دمشتى قبا يلو او كچۍ قبا يلو ترمنځ امنيتي  جرګه روانه وه  دوينا وو وروسته قبا يلو پريوه بل باندې ډزى پيل كړي اوله امله 17 تنه مړه او اته سخت ژوبل شول په وژل شوو كسانو كښې د شپږ تنو پيژندګلوي  د مكين خان، محمد اسحاق ، محمدى، صورتى، ملك اشرف على او امام شاه په نومونو شويده راپاريدلو كسانو دمخالف  لوري موټرونه سوځولي دى په جرګه كښې موجود پنځه ديرش تنو دمليشي كيمپ ته ځان رسولي  دى دپيښې وروسته په سيمه كښې امنيتي وضع سخته كړكيچنه ده.