کور / تازه خبرونه / متحده قومي… د يوسف رضا ګيلاني ننګه بې که کوم شرطه کوي

متحده قومي… د يوسف رضا ګيلاني ننګه بې که کوم شرطه کوي

لراوبر – لو پښتونخوا



 عوامي نيشنل اوپاكستان پيپلز ګوندونو په ډاګه ويلي  چې  متحده قومي موومنټ د يوسف رضا ګيلانى څخه له كوم شرط پرته ننګه او ملاتړ كوي دپارلمان ماڼۍ څخه  بهر خبري رسنيو سره په خبرو اترو كى دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل چې دايم ، كيو ايم  سره دخبرو كولو دمخه  ئى داّصف زردارى ملاتړ او باور تر لاسه كړ او داخبرى  اترى له كوم شرط پرته يوازي دمرستي همكارى  پخاطر دى اسفنديار ولى د كراچى دمى دد ولسمى  نيټي پيښې په كلكه سره وغندلي  او وئى ويل  چې  د ايم، كيو ، ايم سره خبرى كول  كه دهيواد دسياسي او اقتصادى نظام دټينګښت  په ګټه وى ورسره چمتو يو اسفنديار ولى زياته كړه چې يوسف   رضا ګيلانى يوه سياسي څيره ده دبلي خوا دپاكستان پيپلز ګوند لارښود او دملى اسمبلۍ غړي  راجه پرويز اشرف  دپارلمان څخه  بهر له خبريالانو سره په خبرو كى څرګنده كړي چې  يوسف  رضا ګيلانى  به د پاكستان دصدراعظم  په توګه  خپله  پنځه كلنه  دوره بشپړوي  ده زياته كړه چي  مخدوم امين فهيم ګوند ته وفادار دى  او پيپلز ګوند په ده باندي  ستر وياړ كوي راجه پرويز اشرف  دخپلو خبرو په دوام زياته كړه چې هيواد د اوسنيو ستونزو اوكړ كيچنو حالاتوڅخه  دژغور  لو پخاطر قومي  روغى  جوړي ته ټينګه اړتيا ده او دايم، كيو ، ايم دا مهال خبري كول  دهمدى لړى يوه كړى ده د ايم ، كيو، ايم مرسته همكارى به دملكى سياست په وده  اوپياوړتياكى خوراګټوره ثابته شي.