د څمکنيو پر ولسوالۍ ډله ايز بريد ترسره سو

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2011


د پکتيا ولايت پر څمکنيو ولسوالي يوه ډله ځانمرګو بريدکوونکو نن ماښام وسله وال بريد تر سره کړ ، طالبان وايي په لومړني بريد کي يې ددې ولسوالۍ د امنيې قومندان او يو شمېر عسکر وژلي اوولسوال زخمي کړی دی خو د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي چي په پېښه کي ددروازې ساتونکي دوه عسکر وژل سوي او د امنيې قومندان زخمي دی ،نوموړی وايي چي ډېر ژر بريدکوونکي له منځه يووړه سوه .


د سمون په وينا ځانمرګو بريدکوونکو هغه وخت حمله وکړه چي په ولسوالي کي د قومي ستونزو له منځه وړلو په خاطر دقومي مشرانو غونډه روانه وه خو د غونډي برخه والو ته زيان نه دی اوښتئ.


د سمون په وينا بريد په داسي حال ترسره سو چي په ولسوالي کي د قومي ستونزو له منځه وړلو په خاطر د قومي مشرانو غونډه روانه وه خو هغوی ته زيان ندئ رسيدلئ.

Copyright Larawbar 2007-2024