کور / تازه خبرونه / د ‘Kill Team’ مشر د ټول عمر بند په سزا محکوم سو – ويډيو

د ‘Kill Team’ مشر د ټول عمر بند په سزا محکوم سو – ويډيو

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د یوې ډلي مشر “کالوین ګیبس” ته محکمې د درېیو عامو وګړو د وژني له امله د عمر لپاره د بند په سزا محکوم کړ.

ګیبس په افغانستان کي د خپلي رسمي دندي ترڅنګ د هغي قاتلي ډلي مشرهم وو چي خپل ګروپ يې ((Kill Team)) باله او د ساعت تیري په ډول به یې عام افغانان وژل . ویل کیږي چي تېر کال يې د کندهار په ولایت کي درې تنه د ګرنيټونو په وسیله هم له منځه یووړل .

۲۶ – کلن ګیبس د عامو وګړو تر وژني وروسته د جسدونو ترڅنګ سلاحوي ايښودل، څو څرګنده سي چي ګواکي دغه کسانو جنګ ورسره کاوه .

د UNAMA د شمېرني له مخي په افغانستان کي د ۲۰۱۰ز په ترڅ کي د عامو وګړو وژنه د تيرو لسو کلونو سره پر پرتله تر هر تېر کال اوچته ده . UNAMA زیاتوي چي په ۲۰۱۰ز کي د له منځه تللو کسانو شمېر د ۲۰۰۹ز سره په پرتله ۱۵ سلنه لوړ دئ . له یوې لوري که په افغانستان کي د منفيت پر ‌ډګر حالات نور هم کړکېچن کیږي او اداري فساد دوام لري، له بلي لوري په وروستيو کي په نړيوالو رسنيو کي د عامو وګړو وژني ته تر پخوا ډېره توجه کیږي او علاوه پر دې ځیني قاتل عسکر محکمه کیږي هم . خو دا خبره هم حقیقت لري چي له بده مرغه زیات قاتلان په آزادانه توګه سره ژوند کوي او د غیرعادلانه کړنو د مخنيوي په اړه هغومره توجه نه ده سوې، څومره چي ښايي .




يادونه : د زړه او فشار ناروغان دي یې نه ګوري .




ددې قاتلي ډلي وحشتناکي ویډيوګاني :








منبع : http://www.rollingstone.com/kill-team