کور / هستوي فزيک / راډون او د سږو سرطان تر مینځ اړیکه

راډون او د سږو سرطان تر مینځ اړیکه

راډون یوبې رنګه، بې بویه او بې خونده راډیواکټیف ګاز دی چې اټومي شمیره یې۸۶ اوپه طبیعی ډول دیورانیم ۲۳۸ سلسلی له تجزیې څخه منځ ته راځي . په کیمیاوي ډول دغه ګاز یوخنثی ګازدی ځکه چې وروستۍ ا لکتروني کړۍ یې ۸ الکترونونه لري، دغه ګاز۳۶ ایزوتوپونه لري چې دنوموړوایزوتوپونواټومي کتلې یې له ۱۹۲نه تر۲۲۸ پورې تغییر مومي چې له دې ډلې څخه رادون ۲۲۲ یې تر نوروایزوتوپونو ډیرنیمایی عمر یانې ۳.۸ورځي اودراډیوم۲۲۶ له تجزیې څخه را منځ ته کیږئ.
د دغه ګازکثافت ترنوروخنثی ګازونونه ډیردی ځکه نوډیری یې ترځمکه لاندې کانونواوغارونوکې پیداکیږي. دغه ګازدالفاوړانګو خپروونکی دی له همدې امله کله چی له هواسره یوځای تنفس شي په سږو کې دالفا وړانګې خپروي اودغه وړانګې دسږوله ډیروحساسو نسجونو تیریږي اوپه ژونکه کې هغه DNA له منځه وړی چی دسرطان مخنیوی کوئ اوپه دې توګه دسږو دسرطان سبب ګرځي. همدارنګه که چیرې رادون په هوا کې تجزیه شي دهغه لوڼې هستې یانې (پولنیم۲۱۴، پولنیم۲۱۸، بیسموت اوسرب ۲۱۴) منځ ته راځي چې د دغولوڼوهستو نیمایي عمر هم ډیرلږ اودالفاوړانګو خپروونکی دی اودهوا له بڅرکوسره دیوځای کیدوډیره لیوالتیا لري ځکه نو کولای شي چې په ډیره آسانۍ سره تنفس اودسږو ژورو برخوته لاره ومومي.
په ټولیزه توګه ټولې ډبرې یوه اندازه یورانیم ۲۳۸ لري، اټکل شوی چې دځمکې دپوښ یوټن ډبرې څلورګرامه یورانیم لري. په ځانګړي ډول اورنۍ ډبرې لکه ګرانیت، تراخیت اوداسې نور، کله چې دغه ډبرې د جوړنیزو توکو په بڼه وکارول شي د کورپه دننه کی درادون دخپریدوسبب ګرځي چې د دې راډون تنفس کوول بیا د سږود سرطان د رامینځ ته کیدلو لامل ګرځیدای شي.