کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مشرف دآي اس آي ويانداومشاور ټاکل سوی

مشرف دآي اس آي ويانداومشاور ټاکل سوی

پدې ورستيو دومياشتوکي پر امريکا اونړيوالي ټولنې باندي دافغانستان دعام ولس ،ډله ايزورسنيو، سياسي څېړونکواوافغان روڼ اندوپرله پسې سياسي اوتبليغاتي فشارونواوکلک غبرگون داگټه ورسول ترڅونړيواله ټولنه زموږسره داخبره ومنې چې په افغانستان ،سيمه اونړۍ کښي دفسادکوربه اوپالونکی پاکستان اودهغه پوځی اواستخباراتي اداره (آي اس آي) چارواکي دي .



دپاکستان دپوځی مرکزپه زړه کښي دبن لادن وژنې ټولې نړۍ ته داخبره لمر غونډي په ثبات ورسول چي پاکستان نه يوازي افغانان غولوي دهغوي دښېرازه ،بسيااوسوله ايز ژونددښمنان روزی بلکې دهغودښمنان هم ساتي اوپالي دکوموله برکته چي پاکستان ،پاکستان شو!


نورنه پاکستانی چارواکو اونه هم دپاکستان څخه ددفاع په موخه امريکاته کوم دليل پاته سوچي له پاکستان څخه دفاع وکړي اوياهغه خپل رښتيانۍ دوست وبولي .


افغان روڼ اندو دخپل هيواد زياتېدونکوورانيواوناخوالو،دپاکستان بربنډولاسوهنو چي ان زموږپر پاکه اومقدسه خاوره دتوغنديواووسله والوحملوتر کچې ورسېده مجبورکړل ،له امريکا اونړيوالي ټولنې پوښتنه وکړي چي تاسو دلته دڅه لپاره راغلي ياست ؟ اياسوله اوثبات پدې بڼه راتلاي سي ؟ اياپه سيمه کې دترهگرواوبنسټپالوجرړې پدې ډول ايستل کيږي لکه چي تاسو پرې لگيا ياست ؟اياتاسوئي نه وينئ چي دوي له کومه ځايه راځي ؟اوداسي نوري پوښتنې .


له همدې امله امريکا اونړيواله ټولنه مجبوره سول له پاکستاني چارواکونه دترهگری پرخلاف دعملي گامونو داوچتېدو غوښتنه وکړي ،داغوښتنه هغه وخت په زرغده وسول کله چي دځان مرگولخواپه کابل کښي امريکاسفارت په نخښه سو.


داسي معلومېږي چي پاکستاني جنرالان دعادت له مخې دامريکا اونړيوالي ټولنې دفشارونوپه وړاندي له مخامخ غبرگون ښکاره کولونه ډارېږي ،ځکه نوخپلې خبرې دپاکستان څخه تښتېدلي جنرال مشرف په خوله کوي .


جنرال مشرف دده دحاکميت په وخت کي چي نېغ په نېغه ئې دافغان ولس سره خپله دښمنی پر مخ بېوله له ډله ايزورسنيو سره دومره زياتي مرکې نه دې کړي لکه چي پدې دومياشتوکي ئي دافغانستان په اړوند دهرې مسلې په هکله گويا خپل نظر څرگند کړی . اوداهم موږته سوال برانگېزه خبره ده چي دانگلستان ډله ايزي رسنۍ اوپه ځانگړې توگه بې بې سي ولې دومره ليواله ده ؟هغه څوک چي په خپل هيوادکي دپښې ايښودلوځاي نلري اوله هغه ځايه راتښتېدلی دی ،هره ورځ دده سره دافغانستان دمسائيلوپه وړاندي مرکې کوي ؟ اياپه پاکستان کي بل هوښيارنسته همدا يو جنرال مشرف دی ؟ که دومره هوښيار سياستوال دی نولند ن دې دپاکستاني محکمونه دهغه دبرآت غوښتنه وکړي اوپاکستانيانونه دې وغواړي چي جنرال مشرف يوځل بياهلته دولتي واگې پلاس کي واخلي . زماپه فکر ښه به داواي چي په پاکستان کي دنوروسياستوالو اوسياسي گوندونوله رهبرانو،دپښتنواوبلوڅودرهبرانوڅخه وخت په وخت پوښتنې سوی واي چي ددوي ارزونه څه ده اود حل لپاره ئي کومه مرسته اووړاندېزونه کولاي سي ؟


مشرف چي دخپل هيواد دمحکمې دپرېکړې له ډارنه پاکستان ته نسي تلاي خوبياهم دافغانانوسره خپله دښمنی ساتي اوديوکمزوري اوربړېدلي افغانستان خوبونه ويني ځکه نودپاکستان استخباراتي ادارې اوجنرالانو ته دافغان ولس سره دتاريخي دشمنۍ ددوام په موخه مشورې ورکوي .


سره لدې چي نړئ ته لمر غوندي ثابته سوې ده چي پاکستان دنړيوال تروريزم مرکز دی خوبياهم دادی جنرال مشرف دخپلو کرغېړنو مخوپه خاطر نارواڅرگندونې لري .


دبېلگې په توگه وايي : که افغانستان هند ته ډېر نږدې شي، نو د پاکستان څارګره اداره أی اېس أی دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.


نوموړي په واشنګټن کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: (( اوسمهال افغان ډيپلوماټان، امنیتي ځواکونه او د څارګرو ادارو کارکوونکي د زده کړو لپاره هند ته ځي. اود پاکستان پرضد له هند څخه دکتورین ترلاسه کوي اوبېرته راځي، موږ باید د دغو چارو د جاري ساتلو ته اجازه ورنه کړو، که داسې کیږي نو هیڅوک باید غوسه نه شي که پاکستان ای اېس ای ته امر وکړي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مقابلې ته مخه کړي او په وړاندې یې ګامونه پورته کړي .)) 10.27.2011 تاند


دپرويزمشرف داځرگندونې ددې ثبوت دی چي په پاکستان کي هرڅه دآي اس آي پلاس کي دي ،دادغه اداره ده چي دهرڅه په وړاندي تصميم نسي ،کنه نومشرف به ويلي وايي چي دپاکستان حکومت اړدي چي دخپلو گټولپاره آي ايس آي ته امر وکړي …..که داسي نه واي نوددې ادارې پر ځاي به ئي دحکومت نوم اخيستی واي .


ددې افغان دښمنه له څرگندونوڅخه دده کينه اودښمنې له ورايه څرگندېږي .داچي جنرال مشرف تر هرچا زيات ددې ليوال دی چي زموږ ملکي اوپوځی کارمندان په پاکستان کي وروزل سي ،زموږ سره ددوستۍ بېلگه نده ،بلکې له دې لاري غواړي زموږ دهيوادپوځ هم تر خپلې سلطې لاندي راولي .جنرال مشرف پدې هم ښه پوهېږي چي موږ افغانان دې ټکې ته جدي پاملرنه کوی چي ولي پاکستاني چارواکي غواړي زموږ دامنيتي ځواکونوافسران ددوي داستخباراتي شبکولخوا وروزل سي ؟افغانان همدا اوس چي ښاغلي کرزی دستانبول په نمايشی کنفرانس کښي ورسره منلې چي ځيني پوځي افسران به دزده کړې لپاره پاکستان ته ولېږل سی ،پر کرزی په کلکه په غوسه دي او په ريشخندسره يو اوبل ته وايي ((مبارک دې سه پوځيان به موآي ايس اي راروزي .))دهيڅ افغان لپاره دمنلو وړنده چي زموږ پوځي او امنيتي ارگانواو ادارو افسران په هغه هيوادکي وروزل سي چي دجوړېدوله لمړنۍ ورځي زموږ سره دښمني لري اوپه ټول قوت اوطاقت ددې لپاره تلاښ کوی چي افغان ولس له کړاونواوخواريوسر لاس په گرېوان وي .


کله چي داکتوبرپه مياشت کي ښاغلي کرزی دپاکستان دجيوتلوېزيوني شبکې سره په مرکه کي بې مسوليته څرگندونې وکړې اووئي ويل : ((که چیرې پر پاکستان بهرنې برید وشي نوافغانان به د پاکستیانیانو ملاتړ وکړي))بياهم جنرال مشرف ددې پر ځاي چي دکرزی ستانيه ئي کړې واي په زيات غرورسره وويل ، ښاغلي کرزي ته مشوره ورکوم چې د خپل هیواد امن ته پاملرنه وکړي . گران افغانستان ويب پاڼه


جنرال مشرف لکه ټول پاکستاني چارواکي په افغانستان کي خپل نفوذ اولاسوهنې نه پټوی وايي : ((پاکستان په افغانستان کې خورا مهمه ونډه لوبوي ، پاکستان له هرې واقعې چې د ٨٩ کال او ۲۰۰۱سپټمبر یوولسمې نیټې د پیښو ترمنځ په افغانستان کی پیښې شوي، نیغ په نیغه اغیزمن شوی دی.))خبريال ويب پاڼه اکتوبر


داکتوبرپر ۲۴ مه همدې جنرال مشرف دامريکااوافغان دولت ددې نظرپه وړاندي چي د حقاني شبکه دې په پاکستان کي وترټل سي په غبرگون کښي دايکسپريس تريبون ورځپاڼي سره په خبروکي وويل : (( دحقاني دشبکې په وړاندي هر ډول عمل دپاکستان گټې له گواښ سره مخامخ کوي .))


مشرف داڅرگندونې پسله هغه وکړې کله چي مايك مولن،اعلان وکړ چي دپاکستان اداره په فعال ډول دالقاعدې پوري مربوطوشبکوسره مرسته کوي.دغه امريکایي چارواکي دپاکستان استخباراتي ادارې باندي تورولگاوه چي په کابل کښي دامريکاپر سفارت دتروريستي حملې نقشه ددوي لخوا ورته جوړه سوې وه . مايک مولن داومنل چي پاکستان په سيمه کښي دتروريزماوبنسټپالی سره په مبارزه کښي دامريکاسره چندان ستراتېريکه همکاري نلر ي .


د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې دنومبرپر ۱۰ دپاکستان جمهوررئيس زرداري پاکستان ته په سفر یوه تللي امریکايي پلاوي د امریکا د کورني امنیت مشر مایکل مکول ته ویلي چې پاکستان به د امریکا په مرسته په قبایلي سیمه کې د حقاني شبکه وځپي .


ډيره جالبه اوزموږداولس دټولوڅرگندونودپخلی خبره مایکل مکول کړې ،هغه وايي ((ده ته دا پوښتنه شته چې ولسمشر زرداري د پاکستان پر پوځ او استخباراتو څومره برلاسی دی چې د افغانستان په اړه تګلاره کې مهم رول ولوبوي.))تاند


داجنرال صاحب دروان کال دعقرب پر پنځمه دپاکستان استخباراتي ادارې ته يوه بله مشوره ورکوي وايي : ((که نړيواله ټولنه يوبي ثباته افغانستان ترشاپرېږدي اوداهيواد هندوستان سره اړېک نږدې کړي ،نو، آی اس آی باید ددې کارسره د مخالفت لپاره لاس پکارسي .))


په ډيره بې شرمئ سره وايي ، افغانستان دپاکستان دجوړېدوله ورځې دپاکستان پر خلاف وو،داځکه چي افغانستان دشورواتحاداوهندوستان سره ښې اړېکې لرلې .دغه خبره ددې څرگنده بېلگه ده چي پاکستاني چارواکو هيڅکله هم زموږ سره په صداقت دوستي نده کړې اونه ئي ددوستۍ لاس راغځولی ،تل ئي دخپلو گټو اوزموږ ولس دخواری لپاره هڅې کړې دي .


دمشرف داخبره بې ځايه نده ،دافغانانوپه غوږوکي دتل لپاره بايد پاته وي چي وايي : ((کله چي په ۲۰۱۴ کال بهرنيان له افغانستان څخه ووزي موږبه په افغانستان کي دقومی جگړوشاهدان اوسو.)) شبکه اطلاع رسانی افغانستان


ددې ترڅنگ دنومبر پر اومه داجنرال خپل ليدلی خوب سي این این CNN سره په مرکه کښي داسي بيانوي : (( له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د سیالۍ پر میدان بدل شي. ده وویل چې هندوستان په افغانستان کې نفوذ زیات کړی او د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به پاکستان او هند په افغانستان کې زورازموینه وکړي .))


گران لوستونکې ! داپورته کرښې دزړه په سترگو ولولئ چي په افغانستان کي ديوشمېر تنظيم سالارو او همدا اوس داسلام په نامه سوداگرودغه دوست زما اوستادوطن په اړوندکوم خوبونه ويني ؟ زمااوستا دهيوادوالو په زورونه اوکړېدنه کښي کومې گټې لټوي ؟


اوس بياوايي چي :(( دا هیڅ حقیقت نه لري چې دکوټي شورا شته ده ، زما دواکمني پر مهال سي اي اې او پاکستاني څارګري ادارې آی ایس آی په ګډه کار کاوو او هیڅ داسي معلومات یې تر لاسه نکړل چې ملا محمد عمر په پاکستان کې ثابت کړي . مشرف داهم وویل چې دکوټي شو را اصلأ وجود نه لري او هیڅ کله هم په کوټه کې نه ده سره راغونډه شوې .)) خبريال ويب پاڼه دنمبر نهمه


مشرف غواړی هگه دچاخبره دکاليوسره زموږ په سترگو رادننه سي ،هغه وخت هم دوي چاته رښتيانه دي ويلي هر څه ئي پټول اوس هم رښتيانه وايي .ددې سره داجنرال داخبره پدې خاطرنه کوي چي پر طالبانواوياملاعمر اخند مين دی ،بلکې پدې خاطرئې کوی چي په پاکستان کي بايد بهرني ځواکونه عمليات ونکړي،ځکه نووايي که په ملاعمر اوطالبانوپسي امريکا اويابل څوک گرځي نوهغه په افغانستان کې په کندهار کي اوسېږي . دکندهارپه ورانېدواوکندهاريانوپه وژلوئي لا داتوراوکرغېړن زړه نه دی سوړسوی .


غيرله مشرف څخه دپاکستان بل هيڅ سياستوال اوچارواکی داخبره نه کوي .دپاکستان دمشرتابه دغه دروغجنې وعدې چي په افغانستتان کي به دسولې اوثبات راوستوپه موخه دافغانستان اونړيوالي ټولنې سره مرسته وکړي دامعنالري چي ددولت مخالفين ددوي په خاوره کي روزل کيږي ،په وسلواو واسکټوسمبال افغانستان ته رالېږل کيږي .اودادکوټې شوراخبرخودومره رسوا سول چي يوماشوم پرې خبردی .دهمدې شوراپه نامه له پاکستان څخه يوځانوژونکۍ راغلی اوپه کابل کښي ئې برهان الدين رباني په قتل ورساوه . تر هغه وروسته دستانبول په نمايشي کنفرانس کي کرزی له زرداري سره په خبروکي له پاکستاني لوري غوښتنه وکړه چي برهان الدين رباني دکويټې دشوراداستازيتو ب په نامه دځان وژونکی لخوا وژل سوی داپاکستان څخه راغلی ځکه ئي بايد په پاکستان کي رېښه پيدااوله بېخه وخېژي ،اوزرداري هم دمرستي داسي وعده ورکړه چي پلې کول به ئي دخوب ليدل وي ،خودغه نيمگړې اونيم بنده اعده پخله ددې معنالري چي داشورا شتون لري اوفعاليت کوي .


موږ دڅولسيزوراپدې خوادهمدې پاکستاني چارواکوپه مرسته په جگړه کي ښکيل هيوادپه توگه له بده مرغه تراوسه دخپل ملي حاکميت دجوړېدو اوساتلو توان نلرو نوڅنگه کېداي سي چي موږدي دپاکستاني جنرالانوتر ولکې لاندي هيوادکي چي دوي ديوه قفس په توگه ساتلی مداخله وکړو. تاريخ ثابته کړې چي موږ دمداخلې تکل کله هم نه دی کړی که خبره دډيورند دکرښي دبرخليک دټاکلو مسله وي داهم تر ډيره بريده دکوزي پښتونخوادپښتنو اوبلوڅوپه رښتياني هوډ اوتکل پوري اړه لري .البته موږپه تاريخ کي داتوره کرښه نه ده منلې اوتل موداخبره کړې چي داکرښه پر موږ تپل سوې ده اوموږ تل دکرښې هاخوا ياکوزي پښتنخوتر ستم اواستعمار لاندي ولسونودرواحق نه دفاع کړې اودا دفاع دنړيوالو اصولوله مخې زموږحق دی .خوپاکستاني چارواکي لکه چي دهندوستان سره ئي دکشميرپر مسله سردېوال ته نيولی زموږ سره هم ددې لعنتي کرښې ترنامه لاندي خپله دښمنی پر مخ بيايي . زه پدې باوريم چي که داکرښه يوڅوک په رسميت هم وپېرني پاکستاني جنرالان به خپل لاسپوپوڅي دپخواپشان روزي اوپه يوه اوبل نامه به ئي افغانستان تر هغورالېږي تر څودوي لاسپوڅی اودويته منلئ حاکميت په افغانستان کي واک ته نه وي رسيدلی . دلته مي هغه پر گريناداباندي دشوروي امريکا داختلاف اوتوندوخبرودپيل خاطره راپيادسول ،هغه وخت له بريژنيف نه يو ژورنالست پوښتنه وکړه چي تاسو ولي دگريناداپه مسله کي مداخله وکړه اودامريکا حساسيت موراوپاراوه ،بريژنيف په جواب کي ورته وويل چي امريکايان بهانه لټوي که گرينادانه واي يوه بله گرينادابه ئي پيدا کړې واي .


اوس هم که دډيورنډ کرښه نه وي پاکستان هرو مرو يوه بله بهانه اوکرشه راپيداکوي . زماغوښتنه له ټولوهغو افغانانونه چي دپاکستاني تورمخو خبره مني داده چي دوي دخپل هيواد دتاريخي اوملي دښمن په توگه وپېژني اوددوي ددرغوجنو تبليغاتوتر تاثير لاندي رانسي .دپاکستاني دې جنرال له څرگندونونه چي له هيوادنه تښتېدلی دی بايد موږ اوتاسويوڅه زده کړوهغه داچي دوي زموږدولس دوستان نه وه اونه به شی . ومن الله التوفيق