کور / تازه خبرونه / غزنى: ناپېژاندو وسله والو درو مېرمنو ته مرګ ژوبله اړولې

غزنى: ناپېژاندو وسله والو درو مېرمنو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ناپېژاندو وسله والو دوې تنې مېرمني وژلي اويوه بله کوچنۍ انجلۍ يې ژوبل کړې .
په سيمه کي د ښځو د چارو رئېسي شکريې رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او وايي چي ياده پېښه د غزني ښار اړوند خواجه حکيم په سيمه کي رامنځ ته سوې . نوموړې وايي ناپېژاند وسله وال يو کور ته ننوتلي او هلته يې يوه مور او لور وژلي او يوه بله انجلۍ يې ژوبل کړې.
دنوموړي په وينا چي د پېښي سره د تړاو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول سوي خو په اړه يې پلټني پيل کړي.