کندهار : د يوه وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

16 | نوومبر 12th, 2011


د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري لراوبر ته يوه رالېږل شوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي د يوې نښتي په پايله کي يو وسله وال وژل سوى .
د خبرپاڼي په حواله چي نښته هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله وسله والو په ياده ولسوالي کي د ملي پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ . چي وروسته د ځوابي ډزو په پايله کي يو وسله وال ووژل سو.
خبرپاڼه وړاندي ليکي چي په دې پېښه کي حکومتي لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى او د وسله والو د پټنځاى په معلومولو پيسي يې پلټني پيل کړي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024