کور / تازه خبرونه / کندهار : ترافيکي پېښو ٤ تنه وژلي او تر ١٠٠ زيات يې ژوبل کړي

کندهار : ترافيکي پېښو ٤ تنه وژلي او تر ١٠٠ زيات يې ژوبل کړي

د کندهار ولايت د عامي روغتيا د رياست کارکوونکي وايي چي د اختر په ورځو شپو کي يې دوى ته د ترافيکي پېښو له امله ٤ تنه مړي او شاوخوا ١٠٠ تنه ژوبل کسان ور وړي .
د روغتون د مسئولينو په وينا چي يادي ترافيکي پېښي د موټرسيکلانو او زرنجانو ترمنځ د چلوونکو د بېغورۍ له کبله سوي .
خو د ترافيکو د مديريت مدير ښاغلى محمد الله خان بيا دا شمېره کمه بولي او وايي چي مړې درې تنه سوي او ژوبل کسان ډېر لږ دي نوموړى هم همدا ډول د يادو پېښو لامل د چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.